لیکوال: ډاکتر مبارک علي
ژباړن: اسدالله غضنفر
بنيادم له ډېر پخوا وخته په ټولنه كې د سولې او نظم د ساتلو لپاره اصول لرلي دي. چې چا به دغه اصول او دودونه تر پښو لاندې كول، ټولنې به له ځانه شاړه چې جزا وويني. سرغړوونكى به يوازې په دې شرط معاف كېده چې ژمنه به يې وكړه چې بيا داسې نه كوي. كه به يې ژمنه ونه كړه او يا به يې سرغړاوى د بخښولو نه وو نو مجبور به وو چې د يوازې ژوند سختې وګالي .خو له ټولنې بېل په تنهايي كې اوسېدل او پاييدل ممكن نه وو، همدا وجه وه چې ډېرو لږو كسانو د سرغړاوي جرات كاوه.
تاريخ راته وايي چې ټولنې ځينې ډلې يا كسان په دې وجه له ځانه بېل كړي او شړلي دي چې سياسي، كلتوري يا اجتماعي نظريات يې د ټولنې له منل شويو اصولو سره په ټكر كې وو. په شړل شويو كې سياسي ډلې، ناراضيان، مجرمان، روڼاندان، لېوني او كله كله خو ان لاعلاجه ناروغان شامل وو. د واكمنوسلوك له هغو كسانو سره د دښمنۍ سلوك وو چې د دوى سياسي اقتدار ته يې خطره پېښوله او د حكومت د نسكورېدو هڅه يې كوله. دغه سياسي سركښان نه يوازې د پاچا خپل غليمان حسابېدل بلكې د سلطنت د ثبات لپاره خورا خطرناك عناصر بلل كېدل، نو سمدستي به جزا وركول كېدله؛ يا به د ټاكلي وخت په مخه بنديخانې ته لاړل چې په خپلو كړو د پښيمانۍ او پاچا ته د وفادارۍ د څرګندولو وخت ومومي اويا به د خيانت په تور اعدام شول.
يو بل ډول سركـښان هغه كسان وو چې د ټولنې له اخلاقي اصولو، كلتوري ارزښتونو او دودونو يې انكار كاوه. دغسې وګړي هم غليمان ګڼل كېدل او يوه جزا يې دا وه چې خلكو به ورسره رابطه نه ساتله. د اكثرو په نظر دوى سم كسان نه وو، دوى ورته بې لارې ښكارېدل.
يونانى فيلسوف سقراط د دارنګه خلكو يو مثال وو چې د زلمو د ذهنونو په خرابولو تورن اواعدام شو.
يوه بله ډله د مفرورانو وه، چې غلۀ او قطاع الطريق وو، داسې هم شوي دي چې د واكمنې طبقې د بې انصافۍ له لاسه يې د حكومت پر خلاف بغاوت كړى ، ځنګلونو ته تښتېدلي، هلته يې پناه اخيستې ، له هغه ځايه يې د شتمنو شتۀ لوټ كړي او د لوټ مالونه يې احيانا په خوارانو چې د دوى ملاتړې او ساتندوى وو، وېشلي دي.
په لرغونې زمانه او منځنيو پېړيو كې د جذام ناروغان له اجتماعي ژونده بلكل محرومېدل. له جذاميانو سره به تبعيض كېده او كليسا به ناولي بلل. د عيسوي دين عالمانو ته جذام د روح ناروغي ښكارېدله. له همدې كبله جذاميانو اجازه نه لرله چې بازار ته لاړ شي سودا واخلي، كليسا ته تګ راتګ وكړي اويا داسې بل ځاى ته چې خلك ورځي، ورشي. د قانون حكم و چې جذامي د ميراث حق نه لري. د دې لپاره چې خلك جذامي وپېژني،هغه مجبور وو چې خاصې جامې واغوندي. وروسته بيا د جذاميانو بېلې كالونۍ جوړې شوې. له نورو خلكو سره به د دې كالونيو د اوسېدونكو رابطه غوڅه وه. د خپلو كورنيو غړيو به هم لكه هغوى چې بېخي ژوندي نه وي، هيڅ تعلق ورسره نه ساته.
يو بل هغه ګروپ چې له ټولنې بېل و، د لېونيانو وو. البته، ټولنې ليوني زغمل، ځكه ضرر يې نه رسېده. ليوني چې د راتلونكي وخت په باره كې په غيرواضحه ژبه غږېږي ، په هند براغظمګي كې د بزرګانو او غيبګويانو په سترګه ورته كتل شوي دي. عام خلك به تر ليوني راتاو وو ، ډول ډول پوښتنې به يې ورڅخه كولې چې د خپل تقدير په اړه څۀ ورنه واوري. په اوسنۍ زمانه كې ليوني په ليونتونونو، روغتونونو او دارالمساكينونو كې ساتل كېږي.
د مجرمانو په باره كې بايد ووايو چې دوى ته د جرم د نوعيت مطابق ډول ډول سزاګانې وركول كېدې، لكه اعدام، مريتوب، جلا وطني او شكنجه. اروپايانو د استعمار په زمانه كې مجرمان مستعمرو ته استول او هلته يې په جزايي ډول په كانونو او كروندو كې بې معاشه كارونه ورباندې كول. په دې سلسله كې استراليا ډېره مشهوره وه. د انګلستان حكومت به د وړو جرمونو مرتكبان په بېړيو كې استرااليا ته استول، هورې به يې په ارزانه اجوره کار ورباندې کاوه.
په اوسنۍ زمانه كې په هغو ځايونو كې چې د صنعت او ديموكراسي رېښې ښې غځېدلې دي،خلكو له خپلو سركښو غړيو سره سلوك بدل كړى دى. په دغو ټولنو كې د سركښو كسانو دود- مخالف نظرونه زغمل كېږي او د دوى د فكرونو په بيان باندې بنديزونه نه لګېږي، خو په هغو ټولنو كې چې لا د منځنيو پېړيو سياسي نظام حاكم دى، له سياسي او اجتماعي مخالفانو سره د پخوا زمانو غوندې وحشيانه رويه روانه ده.
د جنايت كارو په اړه بايد ووايو چې په اروپا كې په ۱۸۳۰كې د جرمونو د كمولو او د ټولنې په سم غړي باندې د مجرم د بدلولو لپاره د بنديخانو عصري نظام تشكيل شو. د بندیخانو د نوي سيستم لومړى مقصد دا دى چې مجرم د زندان د پنجرو شاته واچوي او په دې ډول د بل جنايت د كولو صلاحيت ورنه واخلي. د مجرم د بندي كولو يو مقصد دا هم دی چې هغه ته باید حکومت جزا ورکړي، نه مدعي.
له بده مرغه په دريمه نړۍ كې د محبسونو حال دومره ناوړه دى او له بنديانو سره دومره نا انساني چلند كېږي چې مجرم په سم وګړي نه بلكې په لا بې لارې او بې رحمه وګړي بدلېږي. له بلې خوا په دريمه نړۍ كې ټولنه هم دې ته تياره نه ده چې بندي شوى كس د توبه كړي او سم شوي غړي په حيث ومني. دلته كه يو څوك يو ځل مجرم وپېژندل شو، بيا بل هر وخت د مجرم او بې لارې كس په سترګه ورته كتل كېږي.
دا د ټولنې په تاوان ده چې ګڼ كسان او ګڼ ګروپونه له ځانه وشړي او له ټولنيز حيثيته يې محروم كړي. دغسې ټولنه ځان ژوبلوي، ټوك ټوك كېږي، په اجتماعي و سياسي لحاظ شړېږي او كلتوري، اجتماعي نظم يې له منځه ځي. د سركښو، ناراضو، او مخالفو ډلو د شړلو په ځاى پكار ده چې هغوى ته د ټولنې په غېږ كې ځاى وركړ شي. دا كار به د ټولنې اجتماعي اډانه مضبوطه کړي.