تاند- د پاکستان له حکومت سره د دغه هیواد د طالبانو د تحریک د اوربند له اعلانېدو وروسته، چې په نتیجه کې یې د دواړو خواوو ترمنځ مخامخ خبرې هم وشوې، په افغانستان کې تروریستي بریدونه زیات شوي دي.
ځیني افغان چارواکي او کارپوهان په افغانستان کې د سخت دریځو د بریدونو زیاتېدا د پاکستان د حکومت او طالبانو ترمنځ له نژدې کېدو سره تړلي بولي خو ځیني نور بیا وايي چې طالبانو د دې لپاره بریدونو ته زور ورکړی چې د ولسمشرۍ تر انتخاباتو مخکې د افغانستان حالات ګډوډ کړي څو لږ خلک په ټاکنو کې ګډون وکړای شي.
د سیاسي چارو کارپوهان وايي، سره له دې چې د افغانستان او پاکستان د طالبانو دریځونه توپیر لري، پاکستاني طالبان د خپل حکومت پرضد جنګېږي او په پاکستان کې د افغان طالبانو د واکمنۍ په شان د سختو قوانینو د نافذولو هڅه کوي خو د پاکستان له حکومت سره د هغوی پخلاینه دا ډله، چې غړي یې په جګړه روږدي دي کرار نه شي پاتې کېدای او افغانستان ته اوړي.
د پاکستان (دي نیوز) ورځپاڼې لیکلي چې د افغان طالبانو مشر ملاعمر پاکستاني طالبانو ته امر کړی چې له پاکستان سره د سولې خبرې وکړي څو د دوی جګړه مار په افغانستان کې جګړې ته خلاص شي او د افغانستان د راتلونکي کال په ټاکونکې جګړې کې ګډون وکړي.
د پاکستان د حکومت د مرکچې پلاوي غړی رستم شاه مومند، چې د چهارشنبې په ورځ یې په اورکزۍ ایجنسي کې له تحریک طالبان سره په خبرو کې ګډون درلود، دا خبره ردوي چې په پاکستان کې اوربند د افغانستان پر جګړې اغېز لري. دی د افغانستان په جګړه کې د پاکستاني طالبانو رول نه مني، وايي چې افغانان هماغسي چې د شورویانو پرضد پاڅون کړی و نن یې د امریکایانو پرضد پاڅون کړی دی.
رستم شاه مومند د پاکستان استخباراتي ادارې آی ایس آی ته نژدې کس بلل کېږي.
خو د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وایي، له هغې ورځې چې د پاکستان لور ته اوربند اعلان شوی دی نژدې هره شپه د افغانستان خوا ته پر امنیتي پوستو هغه کسان بریدونه کوي چې له هغې خوا رااوړي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزیر عمرداوود زي د چهارشنبې په ورځ رویټرز خبري اژانس ته وویل چې د کرښې هاخوا د اسلام اباد او طالبانو اوربند طالبان دې ته هڅولې دي چې افغانستان ته پاملرنه زیاته کړي او د انتخاباتو په وخت کې له سرحده راواوړي او دې لور ته بریدونه وکړي.
پاکستان د مارچ میاشتې له پیله له طالبانو سره د سولې د خبرو په هدف اوربند کړی دی.
د خیبرپښتونخوا د ګومل پوهنتون د سیاسي علومو د څانګې رييس عزیز الله خان د افغانستان د حکومت اندېښنې د توجیه وړ بولي او وايي، تر څو چې د یو بل په کورنیو چارو کې لاسوهنې پای ته ونه رسېږي تلپاتې سوله نه شي رامنځته کېدای.
د پاکستان یو پخوانی دیپلومات ایاز وزیر بیا وايي په پاکستان کې سوله د افغانستان په خیر ده. دی له دې نظر سره مخالف دی چې ګنې په پاکستان کې سوله او اوربند په افغانستان کې د جګړې د تشدید سبب کېږي.
په وروستیو شاوخوا لسو ورځو کې د طالبانو په بریدونو کې په لسګونو تنه وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل شوي دي.
په فاریاب کې یوې ځانوژونکې حملې ۱۸ تنه ووژل او ۴۰ نور ژوبل کړل، ورپسې په جلال اباد کې ډله ییز برید ۱۰ پولیس او یو محصل ووژل.، ورپسې په ننګرهار کې څلور قومي مشران ووژل شول. د نوي لمریز کال د لومړۍ ورځې په شپه په سرینا هوټل په برید کې د ۲ ماشومانو او درو ښځو په شمول ۹ تنه ووژل شول.
د افغانستان حکومت د سرینا د هوټل په حمله کې بهرني استخبارات په لاس لرلو تورن کړل چې اشاره یې پاکستان ته وه.
فارن پالیسي نشریې په وروستۍ ګنه کې د یو شمېر کارپوهانو په قول ویلي، که افغانستان او پاکستان د یو بل پر خلاف له نیابتي جګړې لاس وانخلي له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته به د سیمې حالات لا کړکېچن شي.
د دوی په باور داسي نه شي کېدای چې په پاکستان کې سوله وشي او د طالبانو جګړه او تشدد یوازې په افغانستان پوري محدود پاتې شي.
د فارن پالیسي په نظر دا خطر هم شته چې د افغانستان او پاکستان د پوځونو ترمنځ پر یو بل ډزې زیاتې شي او خبره د دوو هیوادونو یوې بشپړې متعارفې جګړې ته ورسېږي.
د نشریې په باور، په داسي حالت کې به سخت دریځي طالبان له فرصته ګټه واخلي.
It is sad being witness of such bad sitiuation in Afghanistan, and still it is getting worse day by day. So the only way now is to once more ask the stupid Afghan taliban for peace talk if they refused than Afghan Government should in any rate buy some tanks, missiles, holicopters and much more heavy weponse and intend that these taliban should no more bothered us. just shut the hell all these fuckistani bitches. kill them, destroy their houses and hang them in public. i am sure nobody would dare being against the Afghan Government. why the pakistan taliban are agreed for peace talk bcoz pakistani forces had a heavy operation on their houses, on their training centers even on their mosques so i am sure this would be a good way to fuck these motherfuckers.
sorry for being franked but had to….