د نړۍ د ټولو پرمختللو هېوادونو د پرمختګ بنسټيز لامل د پوهې او زده کړې ترڅنګ صنعتي فعاليت دى،  چې صنعت د هېواد د اقتصاد ملا تير جوړوي،  که چېرې يو هېواد صنعتي او توليدي فعاليت ونلري طبعاً  پر يو وارداتي هېواد بدلېږي او د نورو هېوادونو د صنعتي او توليدي  توکيو  مصرف کوونکي او نورو ته اړ وي او په  اقتصادي ډګر کې  پرمختګ نه شي کولى او ولس يې له خوارۍ، بې کارۍ ، جګړې،  نا امنۍ او نورو ستونزو کې ښکېل او ځوانان يې پرنېشو  روږدي کېږي او په ټولنه کې ټولنيزو او اخلاقي جرمونو ګراف لوړېږي، چې د داډول هېوادونو د ملي او سياسي  حاکميت هم تر ګواښ لاندې وي، يو هېواد او ملت تر هغې پورې پرمختګ نه شي کولى چې خپل توليدات ونه لري، پرځان بسيا اقتصاد څښتن نه شي؛ نو سياسي حاکميت او خپلواکي يې د نوروګټو پورې تړلى وي او د بل تر واک لاندې وي.

1اوسمهال د هېواد صنعتي سکتور لاندې  ترې ستونزې لري، چې په لنډ ډول نغوته ورته کوم :

١  امنيت : که څه هم دا يوه هېوادونۍ موضوع تر ټولو ستر خنډ يې د صنعت د ودې پر وړاندې جوړ کړى دى.

٢ برېښنا : د توليد اوصنعتي ماشين چلونې اصلي سرچينه ده، چې اوسمهال صنعتي پارکونه له برېښنا څخه بې برخې دي.

٣: بنسټيز زېر بنايي تاسيسات:  د هېواد په صنعتي پارکونو کې لومړني ګامونه اخيستل شوي، خولا تر اوسه يې اساسي چارې مکملې شوې نه دي.

 ٤: ماهرو کارګرو نشتوالى : افغاني ماهر کارګرو نه شتون تر څنګ بهرني کارګر د ويزې او اوسېدا له ستونزو سره مخ دي.

٥: دپانګې اچونې روحيې کمزورتيا : د نورو ستونزو ترڅنګ کورني او بهرني پانګوال خصوصي سکتور برخه کې پانګونې ته زړه نه ښه کوي.

٦: د دولت او خصوصي سکتور ترمېنځ نه همغږي: اوس مهال خصوصي سکتور او د دولتي سکتور ترمېنځ پوره کاري او عملي همغږي شتون نه لري له امله يې اقتصادي چارې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

  زما هيله، غوښتنه او  وړانديز دادى چې د هېواد دښه پرمختګ  د اقتصادي ډګر د پياوړتيا ، د ولس د هوساينې ، سوکالۍ ، ښېرازۍ او پر خپو ولاړ ملت او هېواد لپاره اړينه ده ، چې خپل توليداو صنعت ځواکمن، د کورنيو او بهرنيو پانګونې د ملاتړ  لپاره نور هم  اړين ګامونه واخلو او لاندې وړانديزونه په پام کې ونيول شي.

امنيت :  د هېواد د صنعتي پارکونو د امنيت د تامين په خاطر دې په ولايتونو کې د پوليسو ځانګړې قطعې جوړې شي او د صنعت کارانو او سوداګرو د امنيت د تامين په خاطر نور عملي ګامونه واخيستل شي.

برېښنا : ټولو صنعتي پارکونو ته د برېښنا مزي وغزول او فعاله برېښنا ورته تامين شي.

زېربنايي بنسټيز تاسيسات : سړکونه دې په اساسي ډول پاخه ، کانالېزسيون شبکې  دې ورته فعالې او نورې اړينې  چارې ترسره  شي.

بهرنيو ماهرو کارګو استخدام په خاطر دې د وېزې اسانه او لنډه اسانتيا برابره او خپل کورني کارګر بهرنيو کارګرو په مرسته په مسلکي او فني ډول ترمنظمې روزنې لاندې ونيول شي.

کورنيو او بهرنيو پانګه والو پانګونې ملاتړ په موخه دې اداري پروسيجرونه نور هم ساده او دې برخې ته له ټولو وړاندې لومړيتوب ورکړل شي.

د دولت او خصوصي سکتور ترمنځ موازي او برابر اقتصادي سياست تنظيم او په ګډه همکارۍ د هېواد د صنعتي کېدنې او افغاني توليداتو د پراختيا لپاره عملي کړنې پلي او هېوادنۍ توکيو لپاره بازار موندنه زياته او توليدي فابريکې د کيفيت ښه والي لپاره وهڅوو، ملاتړ يې وکړو.

 چې له مخې يې د هېواد صنعت  ته پاملرنه زياته او په ريښتيني مانا له وارداتي حالت څخه صادراتي حالت ته او له مصرفي حالت څخه توليدي وضعيت ته لاړ شو او په ريښتيني  ډول افغاني صنعت  پياوړتيا اوپر ځان بسيا هېواد څښتنان شو او کور دننه پر خپلو توليداتو تکيه  وکړو او د نورو هېوادونو له اقتصادي او سياسي حاکميت  څخه ځان خلاص او پرځواکمن  اقتصادي هېواد بدل شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *