کندهار، افغانستان- نن د کندهار په عينو مېنه ښارګوټي کي د عامي روغتيا وزارت له لوري د سوېلي حوزې په سطحه د روغتون د بنسټ ډبره کښېښودل سوه.
د ياد روغتون د بنسټ د ډبري ايښودلو پر مهال له عامي روغتيا وزيري ډاکټر ثريا دليل سره له کابل څخه د دغه وزارت د ساختماني چارو رئيس انجنېر سعيد، د اداري بخش رئيس احمدشاه خروټى، د ولسي جرګې غړي فريبا احمدي کاکړ، د مشرانو جرګې غړي رڼا ترين، د شخصي روغتونونو مسوولينو او يو شمېر نورو کسانو ملتيا کوله.
ثريا دليل وويل، دغه ٣٥٠ بستريز روغتون د افغان دولت له لوري په عينو مېنه کي پر ١٣٧ جريبه مځکه جوړېږي. دې زياته کړه، ياده مځکه چي د ٩.٢ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت ورباندي روغتون جوړېږي، د افکو کمپنۍ له لوري په واک کي ورکول سوې ده. ثريا دليل د خبرو په دوام وويل، روغتون چي څلور پوړه دى، د څلورو کلونو په جريان کي جوړېږي. نوموړي زياته کړه: “دا نه يوازي د کندهار، بلکي د ټولي جنوبي حوزې لپاره مهم روغتون دى. زه د دې حوزې ټولو اوسېدونکو ته د دې روغتون مبارکي وايم.”
کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا له آغلي وزيري او د افغانستان د کابينې له ټولو غړو مننه وکړه چي د کندهار لپاره يې دغه روغتون منظور او ومانه. ښاغلي والي زياته کړه، په کندهار کي د دغسي يوه روغتون چي د حوزې په سطحه خدمات وړاندي کوي، سخته اړتيا محسوسه وه، ځک�� ميرويس روغتون ته د ټولي سوېلي حوزې خلکو رسيدګي نه سواى کولاى.
والي له افکو کمپنۍ او د عامي ورغتيا له رئيس عبدالقيوم پخلا څخه ځانګړې مننه وکړه، چي د دغه روغتون په منظورېدو کي يې زياتي هلي ځلي وکړې.