د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات

نن بيا يو څه لېکل غواړم:

دا چې د ۱۳۹۳ لمريز کال ټولټاکنو ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي، اوس هغه پړاو ته ورننوځي چې د هېواد د ولسمشر برخليک ټاکل کېږي، له بده مرغه يو څه د خپل ولسمشر ښاغلي حامد کرزي څخه ګېله‌من يو، هغه داسې چې ده فرمان صادر کړ چې حکومت به په ټولټاکنو کې هيڅ ډول لاسوهنه نه کوي، خو زما په شان ټول هېوادوال واړه او زاړه، ښځې نر او ټوله نړۍ پوهېږي چې کرزی صاحب څه کوي.

ښاغليه ولسمشره! موږ تاسو ته دوه واره د زړه له کومې رايه درکړې ده چې تاسو ولسمشر شوئ. منم چې په دې دوو دورو کې تاسو د ډېرو سختو ستونزو سره مخامخ شوئ، حتا تاسو ته د شطرمرغ لقب هم درکړل شو، خو خدای دې نه کړي. ستاسو دا زړورتيا ستايو چې په هماغه وخت کې تاسو د خپلې ارادې څخه وانه وښتئ، په دې هم پوهېږو چې تاسو ته ګران افغانستان په داسې يوه وخت کې دروسپارل شو چې يوه چوکۍ په دوترونو کې نه وه، يوه افغانۍ په بانک کې نه وه او يو عسکر په ګارد کې نه وو.

په دې هم خبرېدو چې د ارګ د ننه تاسې د سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان وئ، په مختلفو نومونو يادېدلئ، خو مونږ د دغو ټولو ناخوالو سره سره ستاسو حوصله ستايو، که چېرې تاسو واقعاً بې‌پرې پاتې شئ او د رڼو رايو او ټاکنو لپاره د زړه له کومې هلې‌ځلې وکړئ، دا به زمونږ په زړونو کې د تل لپاره د يوه ښه ولسمشر کړنه پاتې وي، تاسو موږ ته د ګاندهي حيثيت لرئ دغه حيثيت مو وساتئ! خدای دې نه کړي چې سبا ستا بچي ميرويس خان ته څوک ووايي چې پلار دې تنکۍ ولسواکي په زهرو ولړله. زه په خپله داسې نيت لرم چې ستا انځور زموږ په افغانيو بانک نوټونو باندې چاپ شي.

دا ستاسو برکت دی چې نن زه د هيڅ ډول ترهې نه بغير خپل نظريات له خلکو سره ګډوم، اوس موږ له تاسو څخه دا غوښتنه لرو چې د هيڅ يوه نوماند څخه ملاتړ مه کوئ، دا ځکه چې په کار ده د ولس د ارادو درناوی وشي، څوک مو چې د خپلې رايې په کارونې سره وټاکلو دا په دې مانا چې موږ له تا نه وروسته يو ولسمشر سره له مثبت بدلون او دوامه غواړو.

په آخره کې بيا په دې ټينګار کوم چې کومه رويه دې چې نېولې (نوم به يې نه اخلو) هيله کوم هغه پرېږده.

په ډېر درنښت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *