خبره په دې کې نه ده چې دا ښه سړی دی دا ښه سړی نه دی، د دې سړي ما ته ګټه رسېږي د دې نه رسېږي.
ګوره مشره/ کشره او وروره! دا هېواد يو ستا نه دی، دا هېواد يو ستا د خپلوانو نه دی! داسې هم نه چې ميم زرما ټوله زما!
دا هېواد زموږ د ټولو دی، په دې کې د هرې کونډې، بورې، يتيم، او نورو ټولو حق دی!
ټول فکر دې بايد د هېواد راتلونکي ته وي، نه خپلې شخصي ګټې ته، که ته ووايې چې دا کانديد که بريالی شي، نو ما ته به يوه چوکي راکړي، داسې چوکي دې سر وخوره! چې هېوادوال دې په وينو کې لامبي او ته په چوکۍ ورته ناست وې، يوازې د ځان له غمه مړ يې!
په دې نړۍ کې ستا او ستا د ملت هيڅ غمخور نشته، دا ته خپله يې چې د خپل هېواد د ښې راتلونکې په اړه به فکر کوې. ګوره اوس د ډېرو خلکو سترګه سوځي چې يو سم سړی د هېواد مشرۍ ته راوتلی دی، ټول له دې وېرېږي، چې د دې ولس د پرمختګ مخه به څنګه نيسي، يانې هيڅوک هم دا فکر نه کوي، چې زموږ هېواد پرمختګ وکړي.
او اوس تا ته يوه ښه موقع په لاس درغلې ده، دا ځل له خپلو شخصي ګټو تېر شه د هېواد په اړه دې فکر وکړه! يو داسې چا ته رايه ورکړه، چې هغه په رښتيا د دې هېواد رغونې ته راغلی وي. هغه په رښتيا غواړي دې نظام ته بدلون ورکړي. (بدلون او دوام)
زه پوهېږم ته يې ړوند کړی يې، تا ته يې داسې څه ويلي دي چې ستا فکر يې درړوند کړی دی، ته يوازې په هغو خبرو پسې مه ګرځه چې خپل ځانغوښتونکي مشران يې درته کوي، ته يو ځل له هغې دايرې راووځه او لږ د نورو هم واوره، زه باوري يم چې ستا فکر به سل په سلو کې بدلېږي.
ګوره زه يې درته يو ډېر کوچنۍ مثال وايم، دا کوم کس چې زه درته يادوم (اشرف غني) دا د نړۍ د هغې ټولنې ښوونکی دی چې اوس په ټوله نړۍ کې پرمختللی هېواد لري، د هغه ټولنې ښوونکی دی، چې د نړۍ لوی قوت دی!
ته يو ځل سترګې وغړوه، ته به نوې نړۍ وګورې، هغه پخوانيو فکرونو کې مه ځه هغه پرېږده نن سبا نړۍ بل رنګ لري، منم ته يې ړوند کړی يې چې لېدلی يې نه شې.