مخکې له دې چې د لوی افغانستان په اړه وغږیږو پر دې باید پوه شو چې پښتانه او د پښتون ټبر دا ستر هیواد ولی ټوټه کړای شو؟
کله چې انګریزان د هند نیمې وچې ته د سوداګرۍ په پلمه د ختیځ هند د سوداګریز شرکت تر نامه لاندې را ننوتل، په دې تمه وه چې نه یوازې هند بلکه شا اوخوا نور هیوادونه به هم د برتانوي استعمار تر ستوني تیروي او خپلې امپراتورۍ ته به پراختیا ورکوي. هند او هندي ټولنه یې تر خپل پوره اغیز لاندې راوستله، خو په هند کې میشت پښتانه د برتانوي استعمار د لارې خنډ وګرځیدل، په هر ځای او هره چاره کې یې د برتانوي برلاسۍ په وړاندې عملي مبارزه پیل کړه او همدا پښتانه وه چې د برتانوي استعمار په وړاندې د غره په شان ودریدل او د استعمار د هغه سیلاب مخه یې ډب کړه چې په امپراتورۍ کې یې لمر نه ډوبیدلو.
انګریزانو له پښتنو څخه د غچ اخیستلو په پلمه لومړی پښتانه د یوې کرغیړنې کرښې په وسیله سره وویشل او بیا یې د پاکستان په نوم یو غیرې منطقي او غیرې متجانس جغرافیوي جوړښت را منځ ته کړو چې موخه یې یوازې او یوازې د پښتنو تلپاتې زبیښاک او ښکیلاک وو.
له دې خبرې هیڅ هوښیار انسان انکار نه شی کولای چې پاکستان د انګریز حرمونی او یو غیر طبیعي او غیر منطقي جغرافیوي جوړښت دی، پښتانه د ډیورنډ د کرښې یوه او بله غاړه ژوند کوي، نیم په خپلواک او نیم په مقبوضه افغانستان کې، د پاکستان په نامه په جغرافیوي جوړښت کې د پښتنو ټول سیاسي، ټولنیز، کلتوري او پوهنیز حقوق د پاکستان د جوړیدلو له ورځې په سیستماتیک او پرله پسې ډول تر پښو لاندې شوي او کیږي، د پښتنو ژبه، کلتور او ټولنیز ارزښتونه په شعوري ډول څنډې ته شوي او په قصدي ډول له پامه غورځول شوي او غورځول کیږي، له خپل هویت، تاریخ او ریښتینولۍ څخه په لوی لاس لرې ساتل شوي، د ستر خوشال خان خټک بابا پر ځای ورته غالب ور پیژندل شوی او د ستر احمدشاه ابدالي بابا او ملي قائد ستر میرویس خان نیکه پر ځای ورته د پونجه زوی جناح ور پیژندل شوي.
پاکستان له لویه سره د یوې استعماري او تپل شوې پریکړې پر بنسټ را منځ ته شوی، ځکه خو په ۱۹۷۱ کال کې دوه ټوټې شو، اوسنی پاکستان هم ځکه د ویش د ګړنګ پر سر ولاړ دی چې د افغانستان او هند په ځمکه جوړ شوی.
مونږ ځکه وایو چې پاکستان د استعمار له لوري را منځ ته شوی جغرافیوي جوړښت دی چې د هند له ویشلو وروسته د پاکستان واک هغه چاته وسپارل شو چې هیڅکله یې هم د برتانیوي استعمار پر ضد مبارزه نه وه کړې.
برتانویانو په سیمه کې د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره یو داسې هیواد ته اړتیا درلودله چې د سیاسي اسلام په نامه را منځ ته شوی وي (د پاکستان څو چنده پښتانه په هند کې ژوند کوي) نو ځکه مونږ ویلی شو چې پاکستان یواځې د اسلام په نامه د برتانیې د ګټو د خوندي کولو لپاره جوړ شوی وو، نه د مسلمانانو لپاره.
په ۱۹۴۷ کال کې چې د هندوستان له ویش څخه وروسته کوم اردو ژبي کډوال دې نوي زیږیدلي هیواد ته راغلل، په دې سیمه (پاکستان) کې یې هیڅ ډول تاریخي مخینه نه لرله او د پاکستان د ټولو وګړو یوازې ۳٪ تر ۵٪ یې تشکیلوله خو ژبه یې د پاکستان حاکمه او رسمي ژبه وګرځول شوه.
دوی له هماغه لومړۍ ورځې د هغه ملتپاله مشرانو په نیولو او زنداني کولو لاس پورې کړ چې له انګریزي ښکیلاک سره یې ډغرې وهلې وی.
په دې ډله کې له پښتنو څخه فخر افغان باچا خان او خان شهید عبدالصمد خان، له بنګلدیش څخه عبدالحمید باشاني او له سند څخه جې. ایم سید د یادونې وړ دي. د حیرانتیا خبره خو داده چې له ټول پنجاب څخه یو کس هم ونه نیول شو او زنداني نه شو، په هغه وخت کې د پاکستان د ټولو وګړو ۲۵٪پنجابیان وه، مګر په دولت، پوځ او څارګرو ادارو کې پنجابیان ۸۰٪ وه، پاکستان له هماغه لومړۍ ورځې د پنجابیانو او کډوالو او د دوی د منظمو او شعوري ډولو له لوري یرغمل شوی دی.
په سیمه او نړۍ کې ټولې ترهګرې او ورانکارې ډلې د پاکستاني پوځ او استخباراتو په وسیله روزل کیږي، تقویه کیږي، پیسې او وسلې ورکول کیږي او بیا په سیمه او نړۍ کې د ترهګریزو او ورانکارو بریدونو د تر سره کولو لپاره استخدامیږي.
نو ویلی شو چې د لوی افغانستان جوړیدل اوس د افغانانو غوښتنه نه بلکه د نړۍ د هوساینې او سولې لپاره یوه جدي اړتیا ګڼل کیږي، که د پاکستان په نوم دا ناسور نور له بیخه ونه نړول شي نړۍ به همداسې د اور په لمبو کې سوزي.
پښتانه د مرګ په خوب ویده دي، نړۍ کې هیڅ داسې قوم پاته نه شو چې بیرته نه وي سره یو ځای شوی، چین خپله خاوره بیرته تر لاسه کړه او هانګ کانګ یې د خپلې خاورې برخه وګرځولو، د برلین دیوال ونړیدلو او نړۍ ډیرو نورو قومونو آزادي تر لاسه کړه، خو پښتانه اوس هم د انګریز د حرموني تر جادو لاندې د پونجه د زوی ترانې وايي.
د برلین د دیوال اړوند یوه کیسه مشهوره ده وايي، په هغه وخت کې به چې کله سهار د برلین اوسیدونکي په ځانګړي ډول هغه خلک چې د برلین دیوال ته څیرمه استوګن وه له خوبه را پاڅیدل نو دیوال به یې یوه، یوه څپلکه وهلو، دا خبره جوته ده چې دیوال په څپلکه نه ړنګیږي، خو هغوی خپل هوډ څرګندولو چې که د دیوال د ړنګولو لپاره که هیڅ ډول وسیله په لاس ورنشی نو په همدې څپلکو به یې هم یوه ورځ ړنګوي، د جرمنیانو هوډ په ریښتیا هم چې ډبرین وو، د برلین دیوال یې ړنګ کړو او یو ولس یې چې په دوه برخو ویشل شوی وو بیرته سره یو کړو.
پرون کریمیا هم بیرته له روسیې سره یو ځای شوه، پښتونه را پورته شه، ستا خاوره، ستا حقوق او ستا هویت د پنجابۍ رنډۍ په پښتو کې پروت دی، خپل هویت وګټه، خپله خاوره وګټه او خپل ورک ځان را پیدا کړه.
یو ځل دا لاندې شمېرې په غور وګورو، بیا ته او خپل وجدان دی، پریکړه وکړه چې څه باید وشي.
د پاکستان په پوځ، استخباراتو او حکومت کې ۸۰٪ پنجابیان دي، د همدې پوځي او سیاسي چارواکو د واک او ځواک پر مټ ټولې سیاسي وژنې، ترهګریز بریدونه، تښتونې، قتلونه او ورانکارې کړنې په افغانستان او د پاکستان په نورو سیمو کې (په ځانګړي ډول په پښتونخوا کې) تر سره کږي، نه په پنجاب کې په ۲۰۱۲ میلادي کال کې په پاکستان کې چې څومره بمي چاودنې تر سره شوي ۶۵٪ یې په خیبر پښتونخوا کې ترسره شوي چې په باکستان کې د ترهګریزو بریدونو د ټولو قربانیانو ۷۱٪ هم د همدې ایالت خلک چې پښتانه دي تشکیلوي، ۲۳٪ په بلوچستان (جنوبي پښتونخوا) کې تر سره شوي چې د قربانیانو ۲۰٪ په دې ایالت پورې اړه لري.
مګر په پنجاب کې په ټول کال (۲۰۱۲) کې یوازې یوه چاودنه ترسره شوې چې ۵ کسه پکې وژل شوي وه، په داسې حال کې چې د پنجاب نفوس د ټول پاکستان ۶۵٪، پښتونخوا ۱۴٪ او بلوچستان ۷٪ دي.
د نفوس او ترهګریزو بریدونو او د دې بریدونو د قربانیانو شمیرو ته په کتو سره که سړی پام وکړي په هرځه په ډیره آسانۍ سره پوهیدلی شي.
د پنجاب لومړي وزیر شهباز شریف (د پاکستان د اوسني لمړي وزیر نواز شریف ورور) په یوه رسنیزه غونډه کې په ښکاره او څرګند ډول طالبانو ته په خطاب کې وویل چې زمونږ او ستاسې موخې او اهداف ګډ دي، په پنجاب کې ترهګریز بریدونه مه کوۍ، د دې خبرې مانا څه ده؟؟؟ کله مو غور پرې کړی؟؟؟
یانې تاسې هم پښتانه وژنئ او زمونږ هم همدا موخه ده، هر څه چې کوئ همالته یې کوئ، پنجاب ته مه راځئ.
پاکستان په ښکاره ډول د ترهګرو روزنه، پالنه او ساتنه کوي او ترهګرو ته هر ډول شونتیاوې او آسانتیاوې برابروي تر څو په سیمه کې پنجابي اسټبلشمنټ خپل واک او ځواک ته وسعت ورکړي او ساتنه یې د پښتون او بلوڅ د وینو په تویولو سره وکړي، د پنجابي اسټبلشمنټ لاسونه تر څنګلو د پښتنو، بلوڅو، بنګالیانو او نورو لږکیو په وینو سره دي، مګر بیا هم ځینې بې خبره پښتانه د پنجاب او پاکستان په چوپړ ویاړي، په دې ویاړي چې پاکستانی دی، دې ته یې هیڅکله هم پام نه دی کړی چې همدا پنجاب او یا په اصطلاح پاکستان دی چې په نړیواله سطح پښتانه ترهګر، بنسټپال او وحشي قاتلین معرفي کوي، پاکستان یو ترهګرۍ ځپلی هیواد معرفي کوي، خو وینه د پښتون تویوي، ښوونځی د پښتون سوزوي، بچې د پښتون وژني، امتیازات یې پنجاب تر لاسه کوي او په نړیواله کچه د ځان د مطرح کولو هڅې کوي.
نړیوالو هم سره له دې چې په هر څه خبر او پوه دي سترګې او غوږونه بند کړي او د پښتون وژنې ننداره کوي، دوی باید په دې پوه شي چې د ډیورنډد کرغیړنې کرښې له منځه وړل، د پاکستان ړنګول او د افغان ټبر یووالی او لوی افغانستان جوړول اوس نه یوازې د پښتنو غوښتنه، بلکه د ټولې نړۍ اړتیا ده.
همدا پنجابی اسټبلشمنټ دی چې نه یوازې د پښتنو نسل وژنه یې پیل کړې بلکه نړۍ ته هم ترهګر صادروي، مونږ نور باید دا د ترهګرۍ ځاله د نړۍ له نقشې ورکه کړو تر څو نړۍ او سیمه د هوسایۍ سا واخلي.
ای پښتونه خدای ته وګوره، خپل دوست او دښمن وپیژنه، خپل ځان وپیژنه او خپل هویت تر لاسه کړه.
د هوسا، خپلواک او پر ځان بسیا لوی افغانستان په هیله.
له لوی افغانستان اوونیزې څخه په مننې