ډاکټر معين ګل څمکنی –

*د ټولو نوماندانو کتونکو (څارونکو) سره يو ځای شئ، هر څومره کسان چې د رايې ورکونې مرکز ته ننوځي هغه وشمېرئ، وروسته بيا رايې وشمېرئ نو مالومه به شي چې په دې کې خو به چا زياتې رايې نه وي اچولي او لاس وهنه به يې نه وي کړي.

* کله چې صندوق شمېرل کېږي هر ناظر دې د صندوق د رايې شمېرنې پارچه له ځان سره واخلي که چېرې کمره يا موبايل ورسره وي، انځورګري (ويډيو) دې وکړي او د محل د مشر سره دې په دې اړه مصاحبه هم وکړي چې وروسته بيا څوک انکار ونه کړي، چې دا يو کره ثبوت دی.

*د ټولو خلکو ګوتې دې وګوري چې ايا رايه يې اچولې او که نه، خدای دې نه کړي که چېرې ټګۍ برګۍ وشوې په هغه صورت کې به د يوه داسې ميتود څخه کار واخلو چې د هر يوه نوماند لپاره به بېل بېل (په يو پټ ځای يا کوټه کې) صندوقونه کېږدو د هغوی انځورونه به پرې وځړوو، هغه رای‌پاڼه چې رايه ورکوونکی يې يوه صندوق ته اچوي دا ټول ناظرين به يې لاسليک کوي چې وروسته بيا څوک ونه وايي چې دا يې زياتې رايې اچولي يا ټګي او برګي شوې ده، هر سړی به خپل لاسليک په هماغه پاڼه باندې ګوري او قناعت به کوي، هماغه ساعت او هماغه ورځ به پرې لېکل کېږي چې دا تر ټولو سوچه او بې له ټګيو او برګيو کړنه ده.

نو زموږ د ولس ارادو ته به په درنه سترګه کتل شوي وي او د هيچا په منځ کې به خپګان نه وي، ټول به په يوه يووالي خپل ولسمشر وټاکو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *