په هره مدني ټولنه کي پوليس د خلګو د خدمت په موخه کمربند تر ملا تړي او وسله اخلي.
پوليس د شې ګزمه کوي، چي خلګ ارام خوب وکړي .
پوليس له ټولو خلګو سره ښه چلند کوي او دا ښه چلند پر خلګو احسان نه دى، دا دپوليس مسؤليت دى، چي هر وخت په ځانګړي ډول د وظيفې پرمهال پوليسو اخلاقو ته کلکه پاملرنه وکړي.
له بده مرغه د کندهار يو زيات شمير پوليس له خپل مسؤليت څخه ناخبره دي، د دې پرځاى ، چي د خلګو خدمت وکړي، پر خلګو باداري کوي.
يو شمير پوليس، خو نه يوازي چي ځان د ټولني بادار ګڼي، دا حق هم ځان ته ورکوي چي پر خلګو بايد سرې سترګي راوکاږي او سپين ږيرو هيوادوالو په زوره نارې کړي.
د پوليسو په ليکه کي داسي پوليس هم سته، چي تر ډېره پوليسي قوانينو او ښه راسه درسه ته ژمن دي.
کندهارښاريان غواړي، چي د پوليسو په ليکه کي د واقيعي پوليسو کچه زياته سي.
د امنيت مسؤلينو ته په کار ده، چي کندهاريان له نشيي او نالوستو پوليسو څخه وژغوري، ځکه په دې وروستيو کي کندهاريان له دغسي پوليسو څخه په تکليف سوي دي او غوښتنه کوي، چي د پوليسو ليکي په قانوني خلګو پياوړي کړل سي.
قانون ته ژمن پوليس هم ځان ساتلاى سي او هم خلګ، ليکن يوازي په هر نشيې کس پوليسي يونيفورم اغوستل او کلاشنکوف په لاس ورکول هيڅ وخت امنيت نه سي راوستلاى، ځکه دا تاريخ ثابته کړې ده، چي پوليس بايد د خپلو اصولو له مخي د خلګو خادم وي او که يې ځان ته د بادار په سترګه وکتل، نو له خلګو سره ښه چلند نه کوي، د ګزمې پر وخت بيديږي او د خلګو خوب حراموي.
سپين ږيري کيسه کوي، چي د دوى په وخت کي به يو پوليس د وسلې پر ځاى لرګى ګرځاوه او په ټول کلي کي به يې خلګو ځکه درناوى کاوه، چي هغوى په دا يو لرګي او يو کمربند ځان پوليس ګڼي او د خلګو خدمت يې موخه وه.
همدا سبب و، چي نه يوازي پر خلګو ګران او درناوى يې کاوه، بلکي مرسته يې هم ورسره کول او پوليس يې د خپل کور ګڼي، خو اوس خبره تر ډېره سرچپه ده او خلګ له هغو پوليسو څخه ځان ګوښه کوي، چي خپل مسؤليت نه پېژني او يوازي ځان په سترګو ويني.
که چيري د پوليسو له ليکو څخه په رښتيا هم دغسي ناخوښه کسان ويستل سي، نو دا خبره په ښکاره کوو، چي خلګ به د پوليسو همکارۍ ته نږدې او تر ډېره به د ناامنيو ګراف راکښته سي.
له يوشمير امنيتي مسؤلينو څخه دا خبره په وار وار اورېدل سوې ده، چي ( موږ اړ يو، چي له داسي کسانو د امنيت په ساتلوکي ګټه واخلو، ځکه نور کسان عسکري ته زړه نه ښه کوي. )
دا سمه خبره ده، ليکن تر لسو نشيي او غيري معياري پوليسو دوه تنه په ژبه پوه او قانون ته ژمن پوليس ډېر ګټور دي، امنيتي مسؤلين يوازي بايد د پوليسو په ډېروالي خوشحال نه سي، بلکي د هغوى د کيفيت په لوړولو کي هم ډېره هڅه وکړي.
يو سرتيرى د ټولو امنيتي څانګو استازيتوب کوي، نو که دا سرتيري په ښو اخلاقو او پوليسي اصولو سمبال وي، د ټولو نوم په ښه دى او که سرتيري د ولس غم نه کوي، نو [خداى مه کړه] د ټولو د رنګ بدېدو سبب ګرځي.
د کندهار ترڅنګ په ټول هيواد کي د مسلکي پوليسو د پياوړتيا او زياتوالي په هيله