له کومې ورځې چې انسان دې نړۍ ته سترګې غړولي او د ژوند  کولو چارې يې پيل کړي دي،  نو له  هغه مهال راهيسې  تر اوسه پورې  د ستونزو سره لاس اوګرېوان دي. خو په ټوله کې افغان ولس تر نورو ولسونو ډېر زيات له ستونزو سره مخ ،  داځکه چې دانسان ضرورتونه اوخواهشات ډېر زيات دي اود هغې لپاره وسايل محدود دي .خوپه انسانانوکې يوه داسې طبقه شته،  چې هغوى د ژوند له ضرورت څخه زيات  وسايل په واک کې لري اويو ډول  خلک  داسې هم  دي،  چې دژوندي پاتې کېدوپه خاطر په کافي اندازه ضروري بنسټيز وسايل لکه خوراک،لباس،اودهستوګنې لپاره ځاې نه لري چې دغه طبقه خلک د فقر او غربت په حالت کې ژوندتيروي اودغوخلکوته فقيراوناداره خلک ويل کېږي.

هر کله چې په يوه ټولنه کې فقر زياتوالى ومومي نو يو ډول ټولنيز او اخلاقي زيانونه زېږوي،که چېرته فقرپه يوه ټولنه کې موجودوي؛ نوهلته  نا امني اوناقراري وجودلري، ځکه  چې خلک دخپل ژوند دبقاپه خاطرغلا ، چور،قتل ،د خلکوتښتول ،دنشه يي موادوقاچاق اوداسې نوروغيرې اسلامي اوغيرې اخلاقي فعاليتونوترسره کولوته مجبوريږي. 1نوددغه ډول ناوړه فعاليتونودمخنيوي په خاطرد فقرد له منځه وړلولپاره تدابيرنيول پکاردي، ځکه چې فقرد ټولنې د بې ثباتۍ لامل ګرځي،. که چېرته خلکوته د کاروبارزمينه برابره شي يو فعال اقتصادي نظام رامنځته شي، نوتريوحده پورې دفقرپه سطحه کې کموالې راتللى شي ،په همدې ترتيب د د ځوانانو ښوونې او روزنې  د  سطحې لوړول، زراعتي سکتورته  په برخه کې پرمختګ کول  او همدارنګه د دولت په ټولو برخو کې د استخدام چارې زياتوالى مومي  او د خلکو په ژوند کې ښه والى رامنځته کيږي اوپس اندازونه زياتيږي اوپه آينده کې دپانگې اچونې دزياتوالي سبب گرځي،  چې پدې ترتيب سره دفقر په سطحه کې کموالې راځي اويوهېواد د پرمختگ اوهوسايني په لورروانيږي.

که وغواړو هېواد پر خپلو ولاړ واوسي نو بايد له لاندې فعاليتونه سرته ورسو:

١: هغه ځوانان  چې د زده کړو څخه بې برخې پاتې د کار په څنګ کې ورته د زده کړې چانس برابر شي.

٢: برېښنا چې زموږ د  ولسونو تر ټولو غټه ستونزه ده له منځه لاړه او د پراخ برېښناييز سيستم لرونکي واوسو.

٣: د سوداګر مو خپلې پيسې په داخل کې د هېواد په کار واچوي.

٤:  د فابريکو خاوندان بهرني کارګر تر هغه وخته ولري، ترڅو خپل خلک پرې وروزي او وروسته له خپلو داخلي اشخاصو ګټۀ واخلي.

٥: په هېواد  کې مو د امن او سولې ټغر خور او د نا امنۍ ټغر ټول شي.

٦:   په دولتي ادارو کې د استخدام  چارې له فساده پاکې او رڼې شي.

٧ :  د زکات سيستم  په هېواد د فقيرو خلکو پوره لاسنيوي کوي، که چېرته په سم ډول زکات  توزيع شي ستونزه حل کېږي.

په پاى کې بايد ووايم، هغه وخت به موږ له  دې ټولو ستونزو  چې د خپل خاورې قدر په خپله وکړو او په درنه سترګه ورته ګورو، نو ولس به مو هم سوکاله او له فقر څخه به نجات ومومو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *