تاند- افغان چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د سرپل ولایتي شورا ته یو کاندید او د هغه اووه ملګري تښتولي دي.

د سرپل والي عبدالجبار حقبین نن وویل، د ولایتي شورا کاندید حسین نظري او ۷ تنه نور تېره شپه د سخت دریځو له لوري تښتول شوی دی.

خو د طالبانو ویندوی قاري یوسف احمدي بیا ویلي چې د بلخاب اوسېدونکی حسین نظري له لسو ملګرو سره طالبانو تښتولی دی.

د حقبین په وینا تښتول شوی کاندید له خپلو ملګرو سره تېره شپه په کرايي موټر کې د ولایت مرکز(سرپل ښار) ته روان و چې سخت دریځو یرغمل کړ.

د سرپل والي وویل چې سپین ږیري او مشران هڅه کوي له طالبانو سره خبرې وکړي او د نظري او د هغه د ملګرو د خلاصون لاره اواره کړي.

پنځه ورځې وروسته (حمل شپاړسمه) د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات ترسره کېږي. طالبان هڅه کوي چې دا انتخابات ګډوډ کړي.

دا انتخابات د افغانستان په تاریخ کې خورا مهم بلل کېږي ځکه چې د لومړي ځل لپاره یو منتخب ولسمشر بل ته په سوله ییز ډول واک سپاري او له بلې خوا په داسي وخت کې کېږي چې نړیوال پوځیان له افغانستانه وتلو ته تیاري نیسي.

افغانان په ډېره لېوالتیا غواړي چې په انتخاباتو کې ګډون وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *