استاد اجمل ښکلی

دقت په ليکوالۍ کې په درو برخو کې مهم دى.

لومړى، په ژبه کې دقت پکار دى. پر دې مخکې خبرې شوې، چې که ليکوال خپلې ژبې ته ځير نه شي او بې دقته يې وکاروي، مانيزې ستونزې پيدا کولى شي. په ادب کې دقت يواځې د مانا له پلوه مهم نه دى، د اغېز له پلوه هم ارزښتمن دى. يوه جمله ده:

”دا دومره کلک زړي اخلاق مو ځکه پر ځان مسلط کړي، چې له موږ سره د ټولنې د شړېدو ويره ده”

په دې جمله کې پر (کلک زړي)، (اخلاق) او (ويره) کلمو سربېره نورې مهمې کلمې (مسلط) او (شړېدل) دي. د دې کلمو پرځاى د (واکمن) او (ختمېدل) کلمې وراچوو:

”دا دومره کلک زړي اخلاق مو ځکه پر ځان واکمن کړي، چې له موږ سره د ټولنې د ختمېدو ويره ده”.

په دې جمله کې به تاسې ته اندازه شوې وي، چې د (مسلط) او (شړېدو) پرځاى د (واکمن) او (ختمېدو) له کارونې سره د جملې هغه اغېز نه دى پاتې. ځکه (مسلط) کې په زوره د واکمنېدو منفي مانا نغښتې، خو واکمن له دې اړخه خنثىٰ دى. همداسې (شړېدل) راته د ورانېدو عمليه سترګو ته ودروي او متاثره کوي مو، خو (ختمېدل) چې محسوس نوم نه دى، اغېز راباندې نه شيندي.

د دقيقې ژبې د کارونې لپاره راته پکار دي، چې د مانا او اغېز له پلوه د خپلو جملو مهم ټوکونه ځان ته معلوم کړو او بيا يې پر بديل فکر وکړو، چې ښايي بل مورفيم، کلمه يا جمله يې دقيق بديل وي.

دويم، د فکر دقت دى. ليکوال هغه دى، چې پر خپل فکر د فکر کولو وړتيا ولري. کوم فکر چې وړاندې کوو، هغه په خپل ذهن کې ښه وتلو، تيارو اړخونو ته يې ځير شو، ښه ژور ورپسې لاړ شو او هغه اړخونه يې راوسپړو، چې مخکې ورته د چا پام وراوښتى نه وي. مثلا: همدا ليکنه درواخلئ. تر ليکلو ما ته د دې ليکنې فکر راولوېد. د دې فکر پر بېلابېلو اړخونو فکر وکړ. د دغو برخو ورته والى او توپير ته ځير شوم او چې ښه مې په خپل ذهن کې مجسم کړ، بيا مې ورپسې قلم راواخيست.

قلم هله رااخيستى شې، چې د يوه فکر پر منفي، مثبتو اړخونو، ارزښت، وجود، له نورو فکرونو سره پر ورته والى، توپير او پر کوم استدلال چې يې وړاندې کوې، پر هغه دقيق فکر وکړې.

که د خپلې ليکنې مفکوره دې مخکې له مخکې ځيرلې، مشخص کړې او مجسمه کړې نه وي، له څو ستونزو سره مخ کېداى شې:

د ليکنې موضوع او پېغام به دې مبهم وي او چې کله په ليکنه کې فکري ابهام پيدا شي، لوستونکي ته نه فکر ورکولى شې، نه يې اغېزمنولى شې. داسې که يې استدلال ته ځير نه شې، د لوستونکي زره دې پر خبرو اوبه نه څښي.

درېيم، د معلوماتو دقت دى. په ليکنه کې له معلوماتو نه د استدلال لپاره استفاده کېږي. ليکوال چې معلومات راټولوي، ورته دې ځير وي، چې کوم ځاى تېر نه ووځي. د تېروتنې په صورت کې پرې د لوستونکي باور کمېږي او د ده استدلال هم ورسره کمزورى کېږي. مثلا: وايم: ”رحمان بابا د بايزيد روښان هممهال و، خو د ده شاعري له و��دة الوجودي تصوفه پاکه ده”.

که لوستونکى ځيرک وي، له واره، پوهېږي، چې د ليکوال معلومات دقيق نه دي. که ځيرک نه وي، نو خيانت مو ورسره وکړ، چې ناسم معلومات مو ورکړل.

په معلوماتو کې له ليکوال سره د لاسوهنې حق نه وي، خو د نقد حق ىې هر چا منلى. بې دقته په خپله ليکنه کې د زړو معلوماتو د راوړلو پايله همغه ده، چې د سمو معلوماتو ناسم وړاندې کولو وه.

د زړو معلوماتو د نقد دوه لارې دي. يو دا چې پر ځاى يې نوي مستند معلومات وړاندې کړو. بل دا چې، په عقلي استدلال يې سم کړو. مثلا: پخوا به خلکو ويل، چې غزل يواځې د عشق د موضوع لپاره کارېدلى، خو نوي معلومات وايي، چې غزل بېلابېل موضوعات رااخيستي. ارستو ويل، چې که يو دروند او بل سپک شى په ىوه وخت له يو شان واټنه راوغورځوې، دروند شى ځمکې ته ژر رسېږي، خو اوس تجربو ښوولې، چې دا خبره غلطه ده، بلکې دواړه په ىوه وخت رسېږي. پر پټه خزانه ځينو خلکو شک کاوه، چې دا څنګه شونې ده، چې د دويمې پېړۍ د يوه شاعر(امير کروړ) پښتو او اوسنۍ پښتو چندان توپير نه لري، خو نويو دلايلو ثابته کړه، چې پښتو ژبه ځانساتې ده او بدلون پکې ډېر ورو راځي.

One thought on “دقت/ اجمل ښکلى”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *