تورې شپې هرې خوا ته خپلې تیارې وزرې خورې کړې وې. تپه تیاره وه. سترګه په سترګه نه ښکارېده.
په داسې حال کې چې د ژمي ترخه سیلۍ چلېده یو شغال له خپلې سوړې ووت. د آسمان ټینګو ورېځو ته موسکی شو. ژر یې په خپلو شونډو ژبه تېره کړه، او د کلي یو کور ته د تنکیو چرګوړو ښکار پسې ننوت.
په ځنځیرونو تړل شوي سپی ورغپ کړ، او د شغال زړه یې له پردې ووېست. خوارکی له ډېرې وارختایۍ د رنګرېز خم کې ولوېد، او خیشت پیشت راووت.
د شغال ښکار له مرګه شو.، لکۍ او ځان یې ژر ژر وڅنډل، او بیا له ډاره مخ په غره روان شو.
سبا چې له خوبه پاڅېد، که ګوري چې د رنګرېز خم د ده رښتینې څېره بدله کړې ده، نو سمدستي یې ځان د ځنګله باچا اعلان کړ.
یوه ورځ چې د ځنګله باچا، شغالشاه، چې د خپلې لکۍ په سر ناست و د غرو ځناورو سره یې د ځنګله کیسې شریکولې. د غره او ځنګله چارواکو هر یوه په خپل وار ورته د خپل خلوص څرګندونه کوله:
زمری: ګرانه باچا! ما چې کوم ښکار کړی دی، او کومې تنکۍ هوسۍ مې چې له ستوني تېرې کړې دي، نو بیا مې تاته تاوده تاوده لړمونونه درډالۍ کړې دي. او دا ځکه چې زما او ستا معده شریکه ده. عمر دې ډېر شه باچا!
پړانګ: ما هم چې د تنکیو وریو ستوني زبېښلي دي تا ته مې لپې لپې وینې لکه د “میو” په څېر وړاندې کړې دي، ځکه چې مونږ او تاسې ازلي شریکان یو.
ګیدړه: خدای دې زما له سره مه کموه ګرانه باچا! ما چې کوم کورني چرګوړي ښکار کړي دي، او بیا مې پرې خپلې سپېرې شونډې غوړې کړي دي، نو ستا د سر دوعا مې کړې ده.
نو بیا چې ګیدړې د شغالشاه تندی ولید، نو د سترګو په اشاره یې شغالشاه کونج ته کړ، او په غږ کې یې ورته وڅڅوله:
ای د غرونو او ځنګلونو باچا!
ته ډېر زمریان او پړانګان لرې. هغوی زور لري، مټې او خونړۍ پنجې لري، ډېرې تنکۍ هوسۍ یې له ستوني تېرې کړې دي، او د ډېرو تنکیو وریو ستوني یې زبېښلې دي… خو ته یو سلا کار ته اړتیا لرې چې د باچاهۍ چل، او د کالیو آغوستلو کلتور درزده کړي…
بیا ګیدړه تر ډېرو کلونو پورې د شغالشاه سلاکاره وه، خو یوه ورځ شغالشاه ګیدړه خپل دربار ته راوغوښته.
شغالشاه: ګرانې سلاکارې! تا چې ما سره دومره خواخوږي وښودله، نو زه به هم په تا ورحمېږم، او یوه نه هېرېدونکې پېرزوینه به درډالۍ کړم:
ته پوهېږې چې زما رنګ بدلېدونکی دی… باران زما د رنګونو څېره او مزه پیکه کړې ده، زه نور نه چلېږم… نو تا ته هم سپارښتنه کوم چې ته هم د تیارې شپې منګلو ته ځان وسپاره، او د کوم رنګرېز په خم ځان غوټه کړه، او بیا راشه زما ځایناستې شه!!!
ګیدړې چې د شغالشاه خبرې واورېدې له ډېرې خوښۍ نه یې لکۍ چنګه کړه:
راځه چې اوس په ګډه ووایو چې لوی څښتن دې د شغالشاه باچاهي تلپاتې لري:
زوړ شغالشاه + نوماند شغالشاه = بریالیتوب