عمر منصور انصاري
سريزه:
دا مقاله د اې ټي آر مشورتي ادارې د “محبوب کانديد” په اړه د نظرپوښتنې نتايج او ارقام تر بحث لاندې نيسي. دا تحليل د د جنډر په اساس تقسيم او جغرافیوي تقسيم په اساس د نظرپوښتنې د خپرو شويو مجموعي ارقامو له مخې ، شوی دی. د ولايتي ارقامو د نشتوالي له کبله دا مقاله په ولايتي کچه پر نتايجو بحث نه کوي. همدا راز، تحليل د دوو نظر پوښتنو نتايج سره پرتله کوي، چې لومړۍ هغه يې په ډېسامبر، ۲۰۱۳ام کې د اې ټي آر او طلوع نيوز لخوا تر سره او خپره شوې او دويمه يې په مارچ ۲۰۱۴ام کې د اې ټي آر لخوا تر سره او خپره شوې ده.
د اې آر ټي دا وروستۍ نظرپوښتنه د افغانستان په ټولو ولايتونو کې له ۳۲۲۲ افرادو سره د نوماندانو د محبوبيت د کچې معلومولو په موخه تر سره شوې ده. د نظر پوښتنې ځوابوونکي ۲۲۵۹ نرينه، ۹۵۳ ښځينه او ۱۹۳۴ ښاري او ۱۲۸۸ اطرافي وګړي تشکيلوي. دغه نظرپوښتنه د ټلېفون له لارې په شپږو سيمو/ زونونو کې تر سره شوې چې: ۱. کابل (کابل ښار)، ۲. مرکزي حوزه (پروان، کاپيسا، باميان، دايکندي، لوګر، ميدان-وردک، پنجشېر، او د کابل اطراف)، ۳. شمال حوزه (بدخشان، بغلان، بلخ، کندوز، سرپل، جوزجان، تخار، سمنګان، فارياب)، ۴. جنوبي حوزه (هلمند، کندهار، غزني، روزګان، زابل)، ۵. غربي حوزه (هرات، بادغيس، غور، فراه، نيمروز)، ۶. شرقي حوزه (خوست، پکتيکا، پکتيا، لغمان، ننګرهار، کنړ، نورستان) زونونه جوړوي.
د نظرپوښتنې نتايج او تحليل:
مجموعي ارقام:
د نظرپوښتنې د ټوليزو ارقامو په اساس ډاکټر اشرف غني احمدزی (۲۷،۱٪) تر ټولو محبوب کانديد دی او ډاکټر عبدالله عبدالله (۲۴،۶٪) دويمه درجه مجبوبيت لري. ډاکټر زلمی رسول (۸٪)، استاد عبد رب رسول سياف (۲،۷٪)، محمد شفيق ګل آغا شېرزی (۲،۳٪) او قطب الدين هلال (۰،۳٪)، له لومړيو دوه نوماندانو په پرتله په ډېر توپير سره، په ترتيب په درېيم، څلورم، پنځم او شپږم کتار کې راغلي دي.
تحليل:
د نظرپوښتنې ټوليز ارقام ښيي، چې ۶۴،۵٪ خلکو خپل خپل کانديد خوښ کړی دی. دا د رايه ورکوونکو اکثريت تشکيلوي او د دې ښکارندوينه کوي، چې کانديدان په دې توانېدلي، چې د کمپاينونو له لارې خپل پيغام تر ولس ورسوي او د اکثريت رايه ورکوونکو حمايت راخپل کړي.
د دې نظرپوښتنې مجموعي ارقام څرګندوي، چې مخکښ نوماندان يوازې دوه دی: ډاکټر اشرف غني احمدزی (لومړی) او ډاکټر عبدالله عبدالل (دويم). نورو نوماندانو رايې وېشلي، چې د دوه مخکښو کانديدانو له يوه سره د يو ځای کېدو په صورت کې يې توله درنولی شي. په پاتې نوماندانو کې یوازې ډاکټر رسول او استاد سياف کولی شي د مخکښو کانديدانو پر نهايي پايلو د پام-وړ اغېزه وکړي. که څه هم له مخکښو کانديدانو سره د شېرزي او هلال يو ځای کېدنه، د هغوی د مجموعي حاميانو پر کميت لږه اغېزه لري، خو له سياسي-اجتماعي او تبليغاتي پلوه خپل اتحادي کانديد لپاره ګټور ثابتېدای شي.
که د نظرپوښتنې دغه نتايج د همدې ادارې د ډېسامبر، ۲۰۱۳ له پايلو سره پرتله کړو، نو ليدل کېږي، چې ډاکټر غني په خپلو انتخاباتي منډو کې چټک او پاموړ پرمختګ کړی دی. په تېره نظرپوښتنه کې د ډاکټر غني د محبوبيت کچه يوازې ۱۹٪ وه، خو په تېرو دوه-درې مياشتو کې ۲۷،۷٪ ته ختلې ده. ډاکټر عبدالله له بلې خوا خپل محبوبيت له لاسه ورکړی او له ۲۷٪ نه ۲۴،۶٪ ته راغورځېدلی. ښايي د عبدالله ځينو حاميانو د ډاکټر غني او ډاکټر رسول په ګټه خپل تصميم بدل کړی وي.
بې- تصميمه/ ناراضه رايه ورکوونکي:
د نظرپوښتنې د نتايجو په اساس ۲۸،۸٪ ځوابوونکو د کوم مشخص کانديد په اړه لا تصميم نه دی نيولی او ۶،۷٪ ځوابوونکو ويلي، چې هېڅ يو کانديد يې هم خوښ نه دی.
تحليل:
په دې ټول پوښتنه کې د هغو کسانو فيصدي چې تصميم يې لا تر اوسه نه دی نيولی او يا هېڅ کانديد يې هم خوښ نه دی ټولټال ۳۵،۵٪ جوړوي. له دې ډلې به يوازې ۲۸،۸٪ بې-تصميمه په وروستيو ورځو کې خپل کانديد خوښوي، او له ۶،۷ ناراضو رايه ورکوونکو ښايي يا اشتراک ونه کړي او يا هم په وروستيو شېبو کې د کوم نوماند په ګټه تصميم ونيسي. يوه فرضيه دا هم کېدای شي چې له دې ۳۵،۵٪ څخه ځينو د شخصي/ امنيتي او نورو دلايلو له مخې د خپلې خوښې د نوماند په هلکه دغې نظرپوښتنې ته سم ځواب نه وي ورکړی.
خو، د کانديدانو لپاره مهمه ده، چې ددې ډلې زړونه تر لاسه کړي. هر نوماند چې په دې بريالی شو چې ددې ډلې د اکثريت حمايت راجلب کړي، نو پر نتيجه يې کافی اغېزه لرلی شي. هغه کانديدان چې په ولسي کچه د کمپاين ټيمونه لري او له خلکو سره نږدې او دوامدار تماس لري، کېدی شي په دې بريالي شي، چې ددې طبقې حمايت راجلب کړي.
د مارچ ۲۰۱۴ او ډېسامبر ۲۰۱۳ نظر پوښتنو له مقايسې ښکاري، چې د هغو وګړیو چې هېڅ کانديد يې خوښ نه دی کچه ۰،۳٪ راکمه شوې او د نوماندانو له ډلې يې يو خوښ کړی دی. تېرکال دغه فيصدي ۷ وه، چې سږکال ۶،۷ ته راکوزه شوې ده.
د جنډر په اساس تقسيم:
د جنسيت په اساس د ډاکټر غني د ۲۸،۸٪ ملاتړو له جملې ۲۷،۳٪ نر او ۲۶،۹٪ ښځې تشکيلوي او د عبدالله ۲۴،۵٪ نر او ۲۴،۷٪ ښځې جوړوي. د نورو کانديدانو د جنډر په اساس د ملاتړو تناسب داسې دی: رسول (نر:۸،۶٪، ښځې: ۷،۵٪)، سياف (نر:۴،۳٪، ښځې:۱،۲٪)، شېرزی (نر: ۲،۷٪، ښځې: ۱،۸٪)، هلال (نر: ۰،۴٪، ښخې: ۰،۱٪).
تحليل:
د ټولپوښتنې له پايلو ښکاري، چې د غني اکثره ملاتړي نرينه دي، د عبدالله هغه ښځينه. غني او رسول د خپلو نرينه ملاتړو په نسبت يو څه کم ښځينه ملاتړي لري. د سياف، شېرزي او هلال د ښځينه ملاتړو شمېر ددوی د نرينه ملاتړو له نيمايي هم کم دی، چې ښيي دا نوماندان په ښځو کې چندان محبوبيت نه لري.
که څه هم هلال د خپلو مجموعي ارقامو په اساس شپږم دی، خو په ښځينه ملاتړو کې په آخري رديف کې ولاړ دی. په ښځينه حاميانو کې تر ټولو لږه فيصدي دده ده، چې له داوود سلطانزوی، هدايت امين ارسلا او سردار محمد نادر نعيم څخه هم لږ ملاتړي لري. ښايي علت يې دا وي، چې د مېرمنو تر منځ يې مناسب کمپاين نه دی کړې، يا مېرمنې د هلال د ټيم په کاري پلان کې د پام وړ ځای نه لري. او يا هم دواړه. دا مسئله د هلال، سیاف او شېرزي د کمپاينونو مشترکه ستونزه ښکاري. او دا هم امکان لري، چې هغو مېرمنو ته چې ددې کانديدانو ملاتړ کوي د نظرپوښتنې پر مهال مناسب لاسرسی نه دی شوی.
د ډېسامبر، ۲۰۱۳ (لومړنۍ) او مارچ، ۲۰۱۴ (وروستۍ) نظرپوښتنو مقايسه ښيي، چې غني د ښځينه حاميانو په جلب کې د پام وړ پرمختګ کړی. دغه کچه نږدې ۱۲٪ زیاته شوې ده. خو د عبدالله لپاره د ښځو حمايت د لومړۍ نظرپوښتنې په نسبت کافي اندازه کم شوی، له نږدې ۳۱٪ څخه ۲۵٪ ته راغورځېدلی دی. د رسول، سياف، شېرزي او هلال په مېرمنو کې د محبوبيت تناسب تقريبا په خپل حال پاتې دی.
ښايي د ښځو د حقوقو په مناظره کې د عبدالله، رسول، سياف او هلال غير حاضري او د غني فعاله ونډه او د مېرمنو د حقوقو لپاره د ده واضحه طرحه په ښځو کې د غني د حمايت ګراف يو څه لوړ کړي.
ښاري/کلیوالي تقسيم:
د ښاري او کليوالي نفوسو تناسب ښيي چې د غني له ټولو ملاتړو يې ۲۸،۶٪ کلیوالي او ۲۲،۶٪ ښاري نفوس تشکيلوي. د عبدالله ۲۴،۸٪ کلیوالي او ۲۴،۲٪ ښاري ملاتړي تشکيلوي. د نورو نوماندانو د ښاري/ کلیوالي نفوسو د حاميانو تناسب داسې دی: رسول (۸،۰٪ کليوالي، ۸،۲٪ ښاري)، سياف (۲،۷٪ کليوالي، ۲،۸٪ ښاري)، شېرزی (۲،۴٪ کلیوالي، ۱،۵٪ ښاري)، هلال (۰،۲٪ کلیوالي، ۰،۴٪ ښاري).
تحلیل:
د وروستۍ نظرپوښتنې او د دواړو نظرپوښتنو له پرتلې هم جوتېږي، چې په کلیو کې غني په اغیزمنه توگه کمپاین کړی او خپل پیغام یې رسولی دی، چې د افغانستان اکثريت نفوس په کې ژوند کوي. خو په ښاري سيمو کې لا هم کار ته اړ دی. له عبدالله پرته نور ټول نوماندان په کلیواله کچه د حمايت په جلبولو کې وروسته پاتې دي.
عبدالله، سياف او رسول بيا د ښاري او کليوالي نفوسو د حمايت تناسب تقريبا په خپل حال ساتلی دی. خو د شېرزي کليوالي ملاتړي بيا زيات شوي او ښاري هغه يې راکم شوي دي.
زوني/ سيمه ييز تقسيم:
د زون په اساس د ملاتړو تناسب څه داسې دی:
کابل:
د سيمه ييزو رايو په اساس په کابل ښار کې اشرف غني د ۲۴،۱٪ حاميانو په درلودلو سره په سر کې دی، او عبدالله د ۲۱،۹٪ ملاتړو په لرلو سره په دويمه درجه کې واقع دی. زلمی رسول (۷،۵٪)، سياف (۳،۳٪)، شېرزی (۰،۶) او هلال (۰،۳٪) په ترتيب سره په درېيم، څلورم، پنځم او شپږم کتار کې ځای لري. په کابل کې غني له عبدالله يو څه مخته دی، خو رسول او نور کانديدان ډېر شاته دي.
مرکزي حوزه
په مرکزي حوزه کې عبدالله (۲۵،۳٪) له غني (۲۵،۲٪) په لږې فيصدۍ (۰،۱٪) مخته دی. رسول او نور کانديدان په دغه حوزه کې په کافي اندازه وروسته دي.
همداراز، که د تېر کال د ډېسامبر نظرپوښتنه د روان کال د مارچ له نظرپوښتنې سره مقايسه شي، جوتېږي چې په مرکزي افغانستان کې ډاکټر غني پاموړ محبوبيت ترلاسه کړی دی. د ډېسامبر د نظرپوښتنې له مخې ډاکټر غني د کابل ښار په شمول، په مرکزي حوزه کې ۱۷٪ و، چې اوس په کابل ښار کې ۲۴،۱٪ او د کابل اطرافو او پاتې مرکزي زون کې يې محبوبيت ۲۵،۲٪ ته ختلی دی. ډاکټر عبدالله د کابل ښار په شمول په مرکزي حوزه کې ۲۷٪ و، چې دا ځل په کابل ښار کې ۲۱،۹٪ او د کابل د اطرافو په ګډون په مرکزي حوزه کې ۲۵،۳٪ ته پرېوتلی دی. سياف له ۶٪ څخه نږدې ۳،۳٪ ته راکوز شوی. ډاکټر رسول له بلې خوا، د کابل ښار په شمول په مرکزي حوزه کې له ۱٪ نه نږدې ۷،۵٪ ته ختلی، چې ښايي په سيمه کې د قيوم کرزي د تېرکال ۶٪ رايو ورسره ددې کال په نظرپوښتنه کې يو څه مرسته کړې وي.
دا حوزه د عبدالله او رسول لپاره کليدی ده، ځکه دا هغه سيمې رانغاړي، چې ددوی د ټيمونو د نفوذ مراکز ګڼل کېږي. خو ښکاري، چې غني په کې کافي اندازه حمايت لاسته راوړی دی. ښايي د غني موفقيت د ده د دويم مرستيال سرور دانش او د هغه د حاميانو له کبله وي. همداراز، ښایي د هزاره شخصيتونو (کاتب او مزاري) په اړه د غني تحليلي ويناوو او د هزاره قوم او هزاره مېشتو ولايتونو لپاره د غني طرحو هم خپل تاثير غورځولی وي. دا هم ممکنه ده چې د دې حوزې اوسېدونکو د سيمې د پخوانيو بانفوذه سياستوالو له حمايته لاس اخيستی وي او د هېواد لپاره د نوي زعامت غوښتونکي وي. که چېرې غني وکړای شي په مرکزي افغانستان کې تر ټولو ډېرې رايې واخلي، نو دا به د عبدالله او د ده معاون محقق او همداراز د رسول د معاونانو مسعود او سرابي لپاره لويه ماتې وي.
شمال:
په شمال کې عبدالله له غني په ۱۰٪ زياتوالي مخکې دی. په شمال حوزه کې د رسول حاميان ۵،۲٪ ، د سياف ۰،۹٪، او د شېرزي هغه بيا ۰،۳٪ دي. هلال په شمال کې حامي نه لري.
د لومړنۍ او وروستۍ نظرپوښتنې د نتايجو له پرتلنې ښکاري، چې د غني په محبوبيت کې ۱،۵٪ او د عبدالله په محبوبيت کې ۱،۵٪ کموالی راغلی دی. رسول چې په لومړنۍ نظرپوښتنه کې يوازې ۴٪ و، ۵،۲٪ ته ختلی او سياف له ۴٪ څخه ۰،۹٪ ته او شېرزی له ۱٪ نه ۰،۹٪ ته رالوېدلي دي. له دې ارقامو ښکاري، چې په شمال حوزه کې په حيرانوونکې توګه غني، عبدالله، سياف او شېرزي ټولو د رسول په ګټه خپل محبوبيت له لاسه ورکړی.
که څه هم په شمال حوزه کې غني د ازبکانو او په شمال کې مېشتو پښتنو او تاجکو د ملاتړ او په تخار، کندوز او بدخشان کې د غني د لويو غونډو په ترسره کولو خپلو رقيبانو ته جدي ګواښ متوجه کړی و، خو د وروستۍ نظرپوښتنې زوني ارقام د ده په ګټه نه دي. همداراز عبدالله په شمال کې د ده د ډلې د کلونه سياسي فعاليت او د بلخ د چارواکو ملاتړ دا تصور منځته راوړی و، چې د عبدالله د حمايت ګراف به په لوړېدا وي، خو وروستي ارقام د ده خلاف ځي. په عين حال کې، ښکاري، چې په بلخ او ځينو نورو شمالي ولايتونو کې فعال د پکتيا والي، جمعه خان همدرد، ملاتړ رسول ته هغومره ګټور نه دی تمام شوی لکه څومره چې توقع کېده او نه يې هم په پکتيا کې رسول ته کومه خاصه ګټه رسولې ده.
جنوبي حوزه
د وروستۍ نظرپوښتنې د ارقامو په اساس، په جنوبي حوزه کې غني تر ټولو زيات ملاتړي لري. غني (۲۰،۹٪) له عبدالله (۱۳،۶٪) تقريبا ۷،۳٪ مخکې دی. رسول (٪۱۶،۷) له نورو سيمو په جنوب کې غښتلی ښکاري. شېرزی (۱۱،۹٪) د حاميانو د کميت په حساب په جنوب کې له ټولو نورو سيمو غښتلی دی. سياف (۰،۹٪) او هلال (۰،۹٪) په جنوب کې د پام وړ حاميان نه لري.
د لومړنۍ او وروستۍ نظرپوښتنې د پايلو له مقايسې جوتېږي، چې غني په دې حوزه کې ښه پرمختګ کړی، د ده په محبوبيت کې ۸،۹٪ زياتوالی راغلی دی. برعکس د عبدالله محبوبيت په جنوبي حوزه کې ۳،۴٪ راکم شوی دی. خو رسول بيا له ۰٪ نه ۱۶،۷٪ ته ختلی، چې عمده علت به يې د قيوم کرزي (۱۱٪)، ځينو جنوبي والو مخورو او حکومتي چارواکو له خوا د ده ملاتړ وي. همداراز د شېرزي په محبوبيت کې ۳،۹٪ زياتوالی راغلی، چې ښايي د ده قومي نفوذ او په دغه سيمه کې يې د ډېر عمر پاتې کېدا او کار له کبله وي. شېرزي په جنوب کې د مخکښو کانديدانو رايې سمې وېشلي، چې که له مخکښو نوماندانو له هر يوه سره يې اتحاد وکړ، هغه بل پرې ګواښلی شي. سياف بيا له ۲٪، ۰،۹٪ ته او هلال له ۱٪ نه ۰،۵٪ ته راغورځېدلي دي.
له دې پرتلنې ښکاري، چې عبدالله، سياف او هلال د غني، رسول او شېرزي په ګټه په جنوبي حوزه کې خپل حمايت له لاسه ورکوي.
غربي حوزه
په غربي حوزه کې عبدالله د پام وړ ملاتړي لري، چې دا یې د ملاتړو په تناسب تر ټولو قوي مرکز دی. عبدالله (۴۱،۱٪) په دغه سيمه کې له غني (۲۰،۹٪) نږدې ۲۰،۲ سلنه مخکې دی، چې غني ته يې په انتخاباتي منډو کې سم چلنج ورکړی. سياف (۹،۸٪) په جنوبي کې په درېيم رديف کې قرار لري. رسول (۸،۵٪)، شېرزی (۱٪) او هلال (۰،۳) په جنوبي حوزه کې په وروستيو کتارونو کې ولاړ دي او له پاموړ حمايته نه دي برخمن.
د ډېسامبر، ۲۰۱۳، د لومړنۍ نظرپوښتنې او مارچ، ۲۰۱۴، د دويمې نظرپوښتنې له مقايسې جوتېږي، چې په غربي حوزه کې د غني محبوبیت ۶،۹٪ او د عبدالله محبوبیت ۲،۱٪ زیات شوی دی. رسول له ۱٪ نه ۸،۵٪ ته ختلی او سياف برعکس له ۱۰٪ نه ۹،۸٪ او شېرزی له ۲٪ نه ۱٪ ته رالوېدلي دي. او هلال بيا ۰.۳٪ حمايت ترلاسه کړی دی.
سياف چې تصور کېده د خپل لومړي مرستيال، اسماعيل خان له برکته به په دغه حوزه کې پاموړ ملاتړ ولري، ښکاري چې خپل محبوبيت د غني، عبدالله او رسول په ګټه له لاسه ورکوي. دا ارقام جوتوي، چې اسماعيل خان په دې نه دی توانېدلی چې عبدالله ته په سيمه کې جدي ګواښ متوجه کړي، ځکه اکثره حمايت لا اوس هم د عبدالله دی.
مشرقي حوزه:
په شرقي حوزه کې غني سرلاری دی. قاطع اکثريت (۵۹،۹٪) مشرقي وال د غني ملاتړي دي. په شرقي حوزه کې رسول (۴،۷٪) دويم مقام او عبدالله (۴،۶٪) په درېيم کتار کې ولاړ دی. سياف (۰،۴٪)، شېرزی (۰،۲٪) او هلال (۰،۷٪) په دې حوزه کې چندان ملاتړي نه لري، خو هلال په څلورم کتار کې ولاړ دی. پد نورو سيمو په پرتله ه مشرقي کې د هلال د حمايت د ګراف يو څه لوړوالی ښايي له سيمې سره دده د قبيلوي تړاو او په سيمه کې دده د حزبي ملاتړو له کبله وي.
په شرقي حوزه کې غني له عبدالله ۵۵،۳ فيصده ډېر محبوبيت لري. غني په مشرقي کې د ټولو کانديدانو له مجموعي محبوبيته نږدې پنځه چنده زيات محبوب دی. دلته ټول کانديدان، په ځانګړي ډول، عبدالله له لوی چلنج سره مخ دی، چې دده لپاره به ورته رسېدل ناممکن وي.
که د لومړنۍ او وروستۍ نظرپوښتنې ارقام سره پرتله کړو، د غني د محبوبيت کچه ۲۷،۹٪ زيات شوی، چې دده د چټک او خورا پاموړ پرمختګ ښکارندوينه کوي. له رسول پرته، چې له صفره يې محبوبيت ۴،۷٪ ته ختلی، نورو ټولو کانديدانو محبوبيت د اشرف غني په ګټه په کافي اندازه له لاسه ورکړی. سياف ۲،۶٪، شېرزی ۶،۸٪ او هلال ۱،۳٪ راغورځېدلي دي.
رسول که څه هم په سيمه کې د پام وړ ملاتړ نه لري، خو ښايي د قيوم کرزي (۵٪، لومړنۍ نظرپوښتنه) د يو ځای کېدو له کبله وي.او هم د پکتيا والي او په ننګرهار کې د ولسي جرګې د غړي ميرويس ياسينې ده ته يو څه ګټور تمام شوي وي. عبدالله ښايي په لغمان، ننګرهار او کونړ کې د خپل لومړي مرستيال د حزبي ملګرو او د ولسي جرګې د غړي حضرت علي د ملاتړ له کبله دا وروستۍ فيصدي ساتلې وي.
د ټولپوښتنې نتيجه ګيري:
د ۱۳۹۳ کال ولسمشرۍ ټاکنې يوازې دوه جدي رقيبان لري، چې لومړی يې ډاکتر اشرف غني احمدزی دی او دويم يې ډاکټر عبدالله عبدالله دی.
که څه هم د دې ټولپوښتنې د ارقامو په اساس له دغو کانديدانو يو هم ګټونکی شمېر (۵۰٪ + ۱) نه دی تر لاسه کړی، خو راتلونکې څو ورځې به د دوی کمپايني منډو ترړو او سیاسي ايتلافونو جوړولو لپاره خورا مهمې وي.
د ټوليزو ارقامو له مخې اشرف غني له عبدالله يوازې ۲،۵٪ مخته دی، چې که غني خپله منډه چټکه نه کړي، نو کېدی شي دا ګراف په خپل ځای پاتې شي او يا هم وغورځي
تر ټولو په زړه پورې پرمختګ د ډاکټر غني هغه دی، چې په مېرمنو او کليوالي نفوسو کې يې د کافي اندازه ممکنه رايه ورکوونکو زړونه ترلاسه کړي دي.
په مشرقي، جنوبي، مرکزي حوزو او کابل ښار کې اشرف غني مخکښ دی.
په شمال او غربي حوزو کې عبدالله سرلاری دی، خو په مشرقي، جنوبي او مرکزي افغانستان کې له سخت چلنج سره مخ دی.
د زلمي رسول له نږدې صفر څخه ۸٪ ته راجګېدل حيرانوونکی انکشاف دی، چې د وجوهاتو ځانګړې ارزونې ته اړتيا لري،
غني په غرب او شمال کې او عبدالله په جنوب او شرق کې بايد کافي کار وکړي، چې له يو بله مخته شي.
ګل آغا شېرزی که څه هم په مجموعي ارقامو ډېر تاثير نشي غورځولی، خو د جنوبي حوزې په رايو کافي تاثير غورځولی شي. دی له يوې خوا خپلې رايې لري او له بلې خوا په انتخاباتو کې د درغلۍ په مخنيوي کې تر ډېره مرسته کولای شي.
د مېرمنو اشتراک کولی شي پر نتايجو ډېر تاثير وغورځوي، غني او رسول کولی شي د ښځينه رايه ورکوونکو د حمايت د جلبولو له لارې خپل ګراف لوړ کړي. سياف، شېرزی او هلال ته په کار دي، چې په ښځينه رايه ورکوونکو خاص تمرکز وکړي، چې وکړی شي خپلې رايې زياتې کړي.
د ۲۰۰۹ کال د ولسمشريزو ټاکنو د رايه ورکوونکو ارقام ښيي، چې د کابل ښار په ګډون په مرکزي افغانستان کې (۱۱۳۳۰۱۰) تنو رايه ورکړې وه، په شمالي حوزه کې (۱۶۰۲۸۷۵) تنو، په جنوبي حوزه کې (۷۲۷۴۰۶) تنو، په غربي حوزه کې (۹۸۵۹۰۸) تنو او په شرقي حوزه کې (۱۲۱۳۵۵۹) تنو رايه اچولې وه. د ۲۰۰۹ کال د انتخاباتو د رايه ورکوونکو مجموعي تعداد په دې اساس ۵۶۶۲۷۵ تنه جوړېږي. که چېرې په سږنيو انتخاباتو کې د رايه ورکوونکو تعداد د ۲۰۰۹ ام تعداد فرض کړو او بيا د دې نظرپوښتنې د ارقامو فيصدي د ۲۰۰۹م د انتخاباتو د رايه ورکوونکو په تناسب محاسبه شي، نو د انتخاباتو ټوليزه نتيجه به داسې راوځي:
له دې محاسبې او ارقامو ښکاري، چې د مختلفو کانديدانو ترمنځ مجموعي رايې په کافي اندازه وېشلي دي، چې هېڅ کانديد پر خپلو رايو په لومړي راونډ کې نه شي بريالی کېدلی. خو ښکاري، چې که د زلمي رسول، عبد رب سياف، ګل آغا شېرزي او قطب الدين هلال رايې د اشرف غني له رايو سره يو ځای شي، نو په لومړي راونډ کې د اشرف غني د بريا چانس برابرولی شي.
دا ارقام بيا د دويم خکښ کانديد، عبدالله، لپاره داسې راځي:
له دويم مخکښ کانديد، عبدالله سره د نورو ټولو کانديدانو د رايو له یو ځای کېدو سره سره بيا هم ۱۰٪ + ۱ رايې ته اړ دي چې انتخابات پرې وګټي.
له لومړي مخکښ کانديد، غني، سره بيا د نورو ټولو کانديدانو د رايو په يو ځای کېدو سره غني يوازې ۳،۲٪ + ۱ ته اړ دی، چې انتخابات وګټي.
د دواړو فرضيو له مقايسې جوتېږي، چې لومړي مخکښ نوماند، غني، په یوازې ځان د ټولو نورو نوماندانو له مجموعي رايو سره ډېر توپير نه لري او له ۷٪ نور ملاتړ له جلب سره به وکړی شي انتخابات په لومړی رونډ کې وګټي.
د عبدالله، رسول، سياف، او شېرزي د محبوبيت د کچې رالوېدنه پخپله ښايي اشرف غني ته د نور حمايت د جلب لامل شي او د ده مجموعي رايې تر ډېره لوړې کړي.
———————————————
د ليکوال په اړه:
عمر منصور انصاري په کابل کې مېشت او د معلوماتي/ مخابراتي ټکنالوجۍ په ډګر کې فعال دی. انصاري کارپنځګر او ريسرچر دی، چې لسګونه د ټکنالوجۍ، عامه پاليسۍ، انکشافي او تحقيقاتي پروګرامونه يې رهبري کړي دي. د افغانستان د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوجۍ ملي اتحاد (نېکټا) مشر دی.