تاند- د بریتانیا د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې د افغانستان د انتخاباتو تنظیموونکو(د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون غړیو او څارونکو) ولسمشر حامد کرزي ته ویلي چې حکومتي چارواکي له ټولو دولتي امکاناتو څخه د یوه ځانګړي کاندید په ګټه کار اخلي څو دا کاندید د حامد کرزي ځای ونیسي.
ګارډین ورځپاڼه وايي چې دا خبره د افغانستان د حکومت یوه جګپوړي چارواکي هم تایید کړه.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ريیس یوسف نورستاني وویل، ولسمشر باید هغه کسان له دندو لېري کړي چې د بهرنیو چارو د پخواني وزیر ملاتړ کوي، او یا دې دا خطر په غاړه واخلي چې کرزی هم د راتلونکې اوونۍ د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د یوه کاندید ملاتړ کوي.
ښاغلي نورستاني د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون په دفتر کې په یوه مرکه کې وویل:«ځیني حکومتي چارواکي د ځینو کاندیدانو لپاره کار کوي. قانون وايي چې ملکي مامور باید د کوم کاندید لپاره کمپاین ونه کړي، باید له دولتي وسایلو، د حکومت له وخت، او د حکومت له نقلیه وسایلو څخه کار وانخلي.»
ده همداراز وویل:«ما واورېدل چې په پکتیا ولایت کې یو څوک پر لویو لارو د زلمي رسول عکسونه نصبوي… او ما ولسمشر ته ولیکل او ورڅخه مې وغوښتل، دا کس چې دا ډول کارونه کوي باید سمدستي له دندې ګوښه شي.»
نورستاني په زغرده ونه ویل چې کوم حکومتي چارواکی دا غیرقانوني کار کوي خو د پکتیا د والي جمعه خان همدرد ویندوی روح الله سمون وویل چې د نورستاني منظور د ده امر یعني والي جمعه خان همدرد دی.
د ګارډین ورځپاڼې له راپور سره سم سمون همداراز وویل«داسي کوم ثبوت نه شته چې دا ادعا دې ثابته کړي. والي هم دا تور په یوه خبري غونډه کې رد کړی او زه بیا وایم چې دا حقیقت نه لري.»
د زلمي رسول د کمپاین مسوولانو د دې شکایت په اړه له څه ویلو ډډه وکړه خو چې که که کومه ستونزه وي چارواکي به پرې غور وکړي.
د زلمي رسول د انتخاباتي کمپاین ویندوی جاوید فیصل وویل:«دا مسله له حکومت او د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون سره ارتباط لري. موږ چارواکو او د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون خپلواکۍ ته درناوی لرو. »
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ريیس ښاغلي نورستاني وویل چې د ده شکایت ته د ولسمشر حامد کرزي ځواب به د نوموړي (کرزي) د دې ژمنې یوه مهمه ازموینه وي چې خلک ازاد دي چې څوک غوره کوي:«دا په ولسمشر پوري اړه لري چې د (شکایت په وړاندې) پرېکړه او اقدام وکړي. دا هغه څه دي چې ده یې خلکو ته ژمنه ورکړې وه او ویلي یې و چې بې پرې به وي، د انتخاباتو د کمیسیون په چارو کې به مداخله نه کوي او له ټولو حکومتي چارواکو او کارکوونکو یې غوښتي و چې د هیڅ کاندید ملاتړ ونه کړي.»
یوسف نورستاني د خپلو خبرو په دوام کې وویل:«موږ هیله لرو چې ولسمشر به خپلې ژمنې عملي کړي، که یې دا کار ونه کړ معنا به یې دا وي چې دی په خپله د کوم کاندید ملاتړ کوي.»
د ګارډین ورځپاڼې له راپور سره سم د کرزي ویندوی وویل چې ولسمشر په خپله د انتخاباتو تنظیموونکو ته ویلي چې له حکومتي امکاناتو څخه د سو استفادې په اړه دی (ولسمشر) خبر کړي او دا ژمنه یې هم ورکړې چې چټک او مناسب اقدام به وکړي. خو نورستاني نه د چا د نوم او نه د اسنادو او شواهدو یادونه کړې ده.
ایمل فیضي ګارډین ته ویلي:«شکایت د ولسمشرۍ ماڼۍ ته لېږل شوی، موږ یې تاییدوو چې رارسېدلی دی. په شکایت کې د پکتیا د ولایتي چارواکو په اړه یادونه شوې ده، خو د کوم ځانګړي چارواکي یا مامور نوم پکې نه دی یاد شوی او په لیک کې کوم سند نه دی ذکر شوی.»
فیضي وویل چې د انتخاباتو کمیسیون باید د انتخاباتو د ترسره کوونکي او مسوول اورګان په توګه په زغرده د هغو چارواکو نومونه واخلي چې د قانون سرغړونه یې کړې او د انتخاباتو په بهیر کې لاسوهنه کوي.
تر دې مخکې په ټولنیزو رسنیو کې د زلمي رسول د انتخاباتي کمپاین په غونډه کې د پکتیا د والي د ویندوی او سکرتر عکسونه چاپ شوي او باور کېږي چې ارګ هم انترنټ ته لاسرسی ولري.
فیضي وویل، که شواهد او نومونه وروسپارل شي نو ولسمشر به پرې غور او اقدام وکړي. دا په داسي حال کې ده چې انتخاباتو ته یوازې ۴ ورځې پاتې دي.
پورتنی لیکنه وقعیت لري ځکه کله چې پرون زلمی رسول خوست د ټاکنیز کمپاین په موخه راغلی وو له نورو نوماندانو خلاف نوموړی والي صاحب دولتي میلمستون بوت او هلته یې زما په اند ورته موقع مساعده کړه چې ځيني خرڅ شویو قومي مشرانو ته پیسې ورکړي او ورسره د خپل کمپاین په اړه ځانګړي خبرې وکړي
ما یو شې پیدا کړی که د هر چا وی نو نوم دی واخلی که نه نو زه پری بیا واخه ریبم! شف شف مه کوی خو ووایې چې د زلمی رسول په ګټه تری کار اخالی!!!!!!