عالم په لغت کې په یو یا ډیرو علومو کې یو متخصص او پوه ته ویلاۍ شي.
د اوسنو مدرسو او مکتبونواو حتی د پوهنتون په سویه محصلینو او طالب علمانو په مینځ کې یوه غلط فهمي ده چی باید تشریح شي او باید آخوا شي.
قرآن وايي
فَاسْأَلُوا أَهْلَ الذِّكْرِ إِنْ كُنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ (الآيه)
لنډه ترجمه یی څه ده؟ یعنی له هر متخصص نه د خپل تخصص په باره کې وپوښتئ.
د دین عالم نه د دین په باره کې تپوس وکړئ
د طب علم په باره کې له طبیب نه و پوښته
د نجاری علم په باره کې له نجاره و پوښته
د معمارۍ علم په باره کې له معمار او انجینره وپوښته
د جامعې یا ټولنې په باره کې له ټولنپوه نه و پوښته
د ذهني مشکل په باره کې د اعصابو داکتر ته مراجعه وکړه
د حکومت مسایل د سیاسي علومو له متخصص نه وپوښته
افتصادي مسایل د اقتصادپوه نه وپوښته
ماشوم که مریض شی د ماشومانو متخصص ته یې وروله ، وهلم جر
پخواني علماو لکه ابن سینا بلخی ، ابن رشد، ابن خلدون، یانور د اکثره علومو باره کې مکمل معلومات درلودل. هغوي ریښتنی اهل الذکر ول. هغوی ته د هرعلم او فلسفی باره کې مراجعه کېدلای شوه. تر اوسه د هغوی کتابونو سره د ډیرو علومو باره کې مشوره کېدلای شي. خو زمونږ اوسنی علما، که په دین پوهیږی په دنیا نه پوهیږي، او که په دنیا پوهیږی بیا دین کې عاجزه دي، یعنی ددین هر عالم خو د طب ډاکتر ندی! یا بالعکس
ځګه ددین عالم ته په بانک کې ضرروت دی، ددین عالم ته په شورای کې ضرورت دۍ، ددین عالم ته په بعضی طبي مسایلو کې ضروت دۍ او جومات پوری باید دوی محدود نشي او ملا د خیر په غونډی کېنی او د مسولیته ځان خلاص او ځان محدود کړي.
که ددین عالمان چی په عصري مضامینو نه پوهیږی باید نورو اهل الذکرو ته مراجعه وکړي. او خپل ځانونه دی په بل چا غټ نګڼي. ملا یا عالم چی مریض شی د طب داکتر ته ورځي، د شرعي محکي ريس یا نجار ته نه. هغه فقط لقمان حکیم وو چی هم فیلاسوف وو، هم طبیب وو، هم سیاست مدار وو، او هم اقتصادان.
احادیث وایی: العلماء ورثه الانبیاء
علماء د انبیاو وارثان دي.
معنی یی فقط ددینی مسایلو پوهان ندي، بعضی پیغمبران نجاران ول، نو د نجارۍ علم د هغوی را نقل شوۍ، یا بعضی نبیانو به رمۍ پوولي، حتی بعضی طبیبان ول. نو دا ټول متخصصینو باندی د ورثه الانبیاء اطلاق کېدای شي . ځکه د دا ټول علوم په اصل کې د الله ج د نبیانو او ولیانو پواسطه د الهام یا عقل پواسطه انسان ته القا شوي. خداي ج فرمایی وعلم آدم الاسماء کلها [الايه] بیشکه مونږ آدم ع ته د هر شی نومونه ورزده کړل.
نو د خداي ج په نزد دا ټولو متخصصین یوشان مسؤل دي. بیا هم ټولو متخصصینو کې هم حق علماء او هم علماء السوء شته. که هغه دینی عالم وي او که د عصري مضامینو عالم وي.
که د طب ډاکتر حرام کوي، پدی دی ځان نه خلاصوي چی زه دۍ خو ملا نه دۍ، یا که کوم بل که بل غیر شرعي کار کوي وایی زه خو ملا نه یم، بیستانکۍ خو ملا هغه ولي دا ناروا وکړ. ملا، طبیب، نجار، دا ټول په خپله کچه مسؤل دي. خو اطلاق د عالم ورباندۍ کېدای شي که ریښتیا متخصص وي. او د تخصص شرعي او قانوني بڼی یی طي کړي وي.
ماشاالله ډیره ښه اړینه او ارزښتمنه لیکنه. مانا دا چې دیني زده کړې یوازې او یوازې په دیني عالم پورې اړوندې ندي او هر مسلمان ته ښايي چې په اړینو دیني مسایلو پوه شي او همدا رنګه دیني عالم دې یوازې په دیني علومو بسنه نه کوي او دنیايي علوم دې څه ناڅه زده کړي.