تاند- د افغانستان استخباراتي چارواکي ادعا کوي چې په غزني کې د طالبانو ۱۶ قومندانان او مشران په یوه ځانمرګي برید کې وژل شوي دي.
د ملي امنیت ریاست نن /سې شنبه/ وویل چې دا پېښه د غزني ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د طالبانو په غونډه کې وشوه.
د ملي امنیت د ریاست په خبرپاڼه کې ویل شوي، د طالبانو قومندانانو او مشرانو په خپله غونډه کې په غزني ولایت کې د همږغو بریدونو پلان جوړاوه چې یو طالب ځان والوزاوه او شپاړس قومندانان یې له ځان سره ووژل.
په دې برید کې ۹ نور طالب قومندانان ټپیان شوي دي.
ملي امنیت ویلي چې دغه طالب د خپلو قومندانانو له پلان سره مخالف و او خپل مخالفت یې د ځان په چوولو سره څرګند کړ.
ملي امنیت وايي چې په وژل شویو طالب قومندانانو کې پاکستاني طالبان هم شامل دي.
وسله والو طالبانو تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي خو دا به لومړی ځل وي چې طالبان په خپل منځ کې ځانمرګی برید کوي.
د غزني په شمول د ډېرو جنوبي ولایتونو اوسېدونکي وايي چې په وروستیو ورځو کې په سلګونو طالبان د جګړې د فصل تر رارسېدو مخکې ورغلي او هڅه کوي چې په انتخاباتو کې د خلکو د ګډون مخه ونیسي.
داخو د لمرسپینه ده وایی چی څه کری هغه به ریبی داوس فیدایی حملی خاص دمامو افغانانو لپاره جوړی سوی دی دادافغان مظلوم ولس ازاردی تاسولیږ فکر وکړی تراوسه داسی فی ښه نده سوی
داخو د لمرسپینه ده وایی چی څه کری هغه به ریبی دا داوس فیدایی حملی خاص دعا مو افغانانو لپاره جوړ سوی دی دادافغان مظلوم ولس ازاردی تاسولیږ فکر وکړی تراوسه داسی پیښه نده سوی
کوهی مکند دبل سړی پلرکی
چیری ستابه دکوهی پعاړه لرشي
کوهی مه کنده دبل سړی په لار کی
چیری ستابه دکوهی په غاړه لارشي
Dir sha
په غزني او لوګر کې دخپل انفجارله امله د مجاهدینو ….
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱۴۳۵/۶/۱هـ ق
۱۳۹۳/۱/۱۲هـ ش ــ 2014/4/1م
که نن د اپریل لومری ورح نه وای نو حتما دا خبر د منلو وه
هغه د ندی اوریدلی ؟چی وایی: د مارګیر مرګ د مار نه وی،او رحمان بابا خو بیا داسی ورته وییلی دی: ته چی بل په غیشو ولی هسی پوه شه«» چی همدا غیشی به ستا په لو ګوذار شی