د وژنو او وینې تویونې سربېره د رای ورکولو مرکزونو ته ځو

د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه، چې د ۴۱ فعالو مدني ټولنو او بنسټونو څخه جوړه شوې، د خپلو غونډو، کنفرانسونو او مدني خوځښتونو په لړ کې دا ځل یې د لاندې سکالو په اړه:

1-    طالبان+ القاعده + د ترهګرۍ ملاتړو! د وژنې او وینې تویونې له لارې نشئ کولای په ټاکنو کې خلک له ګډون څخه بې برخې کړئ؛ موږ ښونځی ته ځو، په ټاکنو کې ګډون کوو، سولې ته لیواله یو، څو پرمختللي او هوسا افغانستان ته لاس پیدا کړو!

2-     د افغانستان لویدیځ او سویل لویدیځ یو شمېر سیمو  پرته د نوي ښوونیز کال پیل.

3-     د نه پلي کیدونکو فرمانونو سربېره د حکومتي چارواکو د لاسوهنې دوام؛ مطبوعاتي غونډه جوړه کړې.

د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه د ټاکنو په بهیر کې د یوازیني پياوړي او ناپييلي خوځښت په توګه؛ په هېواد کې د ټاکنو له بهیر څخه د هر اړخیز ملاتړ ترڅنګ یو ځل بیا د افغانستان له ټولو خلکو غواړي، څو په برخلیک ټاکونکي او حیاتي آزموینه کې په خپل پراخ ګدون سره د هېواد دښمنانو ته کلک ځواب ورکړي او اجازه ورنکړي، څو یو شمېر استفاده کونکي د هغوی له قانوني او مشروع حق څخه په خپله ګټه کار واخلي.

د هېواد تاریخي ټاکنو په درشل کې د طالبانو، القاعده او د هغوی سیمه ایزو ملاتړ کوونکو او یو شمېر نړیوال څارونکو ادارو لخوا د نا امنیو او خونړیو بریدونو زیاتوالی، له افغانستان سره ښکاره دښمني ده، چې په دې سره نه غواړي د لومړي ځل لپاره له یوه ټاکل شوي ولسمشر څخه بل ټاکیدونکي ولسمشر ته سیاسي واک ولیږل شي، چې په دې برخه افغان ولس باید د ګواښونو سربېره د رای ورکولو مرکزونو ته لاړ شي او د افغانستان دښمنانو ته رد ځواب ووايي.

د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکې په باور؛ د هېواد ولسمشریزو ټاکنو په درشل کې، د پاکستان دیني مدرسو رخصتیدل او د طالبانو او نړیوال تروریزم لخوا د ګواښونو او بریدونو زیاتوالی په هیڅ صورت نشي کولای د یوه با ثباته افغانستان لپاره د خلکو رای ورکول له ستونزو سره مخ کړي؛ ځکه چې د هېواد امنیتي ځواکونه د ولسي ملاتړ او له مخالفینو سره د مقابلې توان په درلودلو سره د افغانستان خلکو د دښمنانو خونړیو بریدونو او ګنګوسو مخه به نیسي او د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه په ټول ځواک سره له کورني ځواکونو څخه ملاتړ کوي او د افغانستان له خلکو غواړي، څو په خپل ټول توان، ایثار او قرباني سره د رای ورکولو مرکزونو ته لاړ شي څو راتلونکی نسل قرباني نشي.

له بلې خوا دا شبکه په دې باور ده، چې د ټاکنو په بهیر کې د حکومتي چارواکو د نه لاسوهنې په اړه د ولسمشر کرزي فرمانونه نه دي پلي شوي او دا په داسې حال کې ده، چې اوسمهال هم یو شمېر حکومتي لوړپوړي چارواکي د ولسمشریزو ټاکنو له یو شمېر نوماندانو څخه ملاتړ کوي، که چیري ولسمشر کرزی د رڼو او سالمو ټاکنو ترسره کیدو اراده لري نو په دې برخه کې باید کوټلي ګامونه اوچت کړي او د ټاکنو په بهیر کې لاسوهونکي چارواکي له دولتي دندو ګوښه کړي، چې د نه په صورت کې به له ټاکنو وروسته هر ډول مسوولیت ولسمشر کرزی او نوموړي حکومتي چارواکو ته متوجې وي، چې په ټاکنو کې یې لاسوهنه کړې ده او ملت ته باید ځواب ووايي. له بلې خوا ټاکنیز کمیسیونونه هم باید د لاسوهونکو حکومتي چارواکیو نوم لړ په رسمي توګه اعلان کړي او ولسمشر کرزي ته یې وړاندې کړي، که چیري دا کار سرته و نه رسیږي نو دا دوه بنسټونه به هم مسووله وي.

بله سکاله، چې د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو د شبکې له انده د اندیښنې وړ ده؛ د هېواد په لویديځ او سویل لویديځ یو شمېر سیمو کې د زدکړیالانو پر مخ د ښونځیو تړل دي، چې په خواشینۍ سره له څو کلونو راهیسې په ډیرو ولسوالیو کې ښونځۍ تړلي دي؛ خو د یادو تړل شویو ښونځیو په نوم زیاتې پيسې مصرف کیږي او دا په داسې حال کې ده، چې د پوهنې وزیر د نوي ښوونیز کال د پيل پر مهال زیاتې شمېرې رسنیو ته ورکړې.

شبکه د پوهنې له وزیر څخه غواړي، څو یو ځل بیا د هېواد سویل او سویل لویدیځو سیمو په اړه پر خپلو وړاندې شوو شمېرو بیا کتنه وکړي او د افغانستان خلکو ته کره شمېرې وړاندې کړي، څو د دې ټاټوبي ماشومان، ځوانان او تنکي ځوانان د علم زدکړې په موخه د پاکستان دیني مدرسو ته لاړ نشي او بیرته ځانمرګي بریدګر راستانه نشي.

د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه په دې اند ده، چې د ښونځیو په تړلو کې طالبان رغنده رول لري او د سیمو په نا امن کولو سره یې هڅه کړې، څو ماشومان، تنکي ځوانان او ځوانان ښونځیو ته لاړ نشي، چې په دې برخه کې موږ له ټولو مخالفو وسلوالو ډلو غواړو، څو د افغانستان دولت سره د خپلې دښمنۍ غچ له ماشومانو، ځوانانو او تنکي ځوانانو وا نخلي او هغوی د خپل غیر انساني سیاست قرباني نکړي، څو د دې هېواد راتلونکی نسل د یو شمېر ترهګرو ډلو د جنایتونو د پایلو قرباني نشي. په خواشینۍ سره باید وویل شي، چې قومي مشرانو او مخورو د ښونځیو پرانستلو په برخه کې اړین اقدامات نه دي ترسره کړي، چې له دې وروسته باید خپلې هڅې ګړندۍ کړي، څو د وطن ماشومان، ځوانان او تنکي ځوانان ښونځیو ته له تګ څخه بې برخې نشي.

د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه په پای کې یو ځل بیا ټینګار کوي او د افغانستان له خلکو غواړي، څو په ډیر شهامت سره د رای ورکولو مرکزونو ته لاړ شي او په خپله خپل برخلیک په اړه پریکړه وکړي، څو د هغه کورنیو او بهرنیو دسیسو پر وړاندې، چې د افغانستان خلکو پر وړاندې په لاره اچول شوي، کلک ځواب وي او د کورنیو ځواکونو په وړتیا په پوره ډاډ او اعتماد سره تاریخي او سالمې ټاکنې ترسره کړي.

په درنښت

د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه

دوشنبه، د ۱۳۹۳ لمریز کال د وري میاشتې ۱۱، چې د ۲۰۱۴ زیږدیز کال د مارچ میاشتې ۳۱

کابل – افغانستان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *