په ننګرهار کې دولمشریزو او ولایتي شورا دواړو لپاره کمپاینونه پای ته ورسېدل، خو هغه څه چې ولس یې غواړي لا هم په کې زړه نا زړه دی.
ولسمشریزې ټاکنې خو ټولې ته معلومې دي، چې څومره کاندیدان وو، څومره یې پاتې شول، څومره له خپلو دریځونوپه شا شول او د کوم یوه پښې څومره په اوبو کې دي، خو دولايتي شورا د کاندیدانو په اړه ډېر بحث نه کیږي، ځکه، چې ددغو شوراګانو ترکمپاینونو دهېوادمشریزو ټاکنو مسله خلکو ته او هم رسنیو ته ډېره مهمه ده.
په ننګرهار ولایت کې ټول ۱۶۵تنه کاندیدان وو، چې څلور تنه یې دشکایتونو کمیسیون د ارزونې له امله وځنډول شول او پاتې کاندیدانو ښه په درز کې کمپاین وچلاوه.
اصلي خبره داده، چې په دغو کاندیدانو کې په رښتیني توګه زموږ دولس څومره استازي شته؟ په دې کې شک نه شته، چې يو لږ شمېر دا کاندیدان به دخپل ولس دخدمت وړتیا ولري، خو زیات شمېر یې بیا دا وړتیا نه لري.
په دغو کاندیدانو کې زیاتره زورواکه او خپلواکه خلک دي، چې زما په اند که دخپلواکه پرځای ورته خپلسري ووایو، بده به نه وي.
دا ځکه ، چې که موږ ددغو کاندیدانو شالید وګورو، نو پوهیږو، چې دوی څوک دي. دوی زیاتره د قوماندانانو زامن، دوالیانو زامن، مخکیني جهادي ولسوالان او دمخدره موادو سوداګر، د زمکو غاصبین او په ورته نورو جرمونو ککړ خلک دي.
لږ شمېر په کې بیا دکار خلک هم شته، خو ستونزه داده، چې دا لږ شمېر نه خلکو سم وپېژندل، نه په دوی کې دومره وسه وه، چې پرخلکو ځانونه وپېژني.
ځکه، چې کمپاين په پیسو او جوړجاړیو کیږي او زموږ دختیزې سیمې سیاسي او ټولنیزه جغرافیه تر دغو خلکو زورواکو او خپلسرو ته ښه معلومه ده.
موږ هره ورځ لیدل، چې ګڼ شمېر زوراکو، په لسګونو لوکس موټر په ځان پسې کړي وو او کمپاینونو ته روان وو، داسې موټرې مې په کې ولیدې، چې د چا خبره تراوسه به لا د جاپان پانګوال هم په کې نه وي ناست!؟
هیچا دا پوښتنه ونه کړه، چې دغو ښاغلیو دا دومره لوکسې او ګرانبیه موټرې له کومه کړې، دا دومره وسلې ورپسې ولې ګرځي؟
په دوی کې زیاتره داسې کسان دي، چې پلرونو او وروڼو یې قوماندانۍ کړې وې او نه یوازې، چې دهغو میراث ورته پاتې شو، بلکې دوی په خپله هم وزګار نه دي ناست، په دولتي ادارو کې يې خپل خپلوان او یاران مقرر کړي، له امنیتي چارواکو سره هم په سلا مشوره کې دي او دوی د خپلو ګټو لپاره په هیڅ کار صرفه نه ده کړي.
اوس اندېښنه داده، چې په راتلونکې پنځه کلنه شورا کې به بیا هم همدوی ناست وي، ځکه، چې ټول امکانات دوی لري، دخلکو غولول، خلکو ته ځان لوړ معرفي کول، له خلکو سره مادي مرسته کول او په اصطلاح رایې په پیسو اخیستل.
بل پلو ستونزه دولس په ځينو خلکو کې هم ده، چې ددغه ډول خپلسرو کاندیدانو په تبر کې یې لاستی اچولی، هغه داده، چې زموږ ولس کلونه کلونه په زور، جبر، جوړجاړي او دنورو دحقونو دغصب په مسلو کې تېر کړی، نو زیاتره بې سواده، کمسواده او ناپوهه خلک هم دهمدغسې خلکو ملاتړ کوي.
له یو چا نه مې وپوښتل، چې رایه به چاته ورکوي، راته یې وویل، زوی یې ناروغ دی، په صحت عامه کې پروت دی، پلاني صیب راته لس زره روپۍ راواستولې، چې علاج یې وکړم، نو ته ووایه ، زه باید رايه پلانې انجینیر او کارپوه ته ورکړم، که دغه ته؟
نو ما وویل، چې ته ملامته نه یې، ځکه د کلونو په اوږدوکې، له خپلو حقونو محروم ساتل شوی یې او ته باید همداسې وکړې، چې دیوې ورځې ګټه په پام کې ونیسې.
داسې خلک نور هم شته، چې ښه پوهیږي، پلانی شخص زورواکه دی، چارواکی دی، پانګه وال دی او دموټرو او وسلو خاوند دی، خو بیا به هم رایه ورکوي، ځکه، چې زموږ دولس د زیاترو خلکو ژوند همداسې روان دی اوپه دغسې چارو کې رالوی شوی دی.
څومره چې زه وینم، همداسې به کیږي، یو شمېر خلک به له ناپوهۍ نه زورواکو او قوماندان ټيپه خلکو ته رایې کاروي، یو شمېرخلک به دلنډې مودې ګټه سود کړي او پیسې به غوره وګڼي او یو شمېر به بیا وډارول شي.
ډار هم عجیبه شی دی، کله داسې وي، چې ظاهرا د ډار کومه وسیله موجوده نه وي، خو ځينې خلک په دې ډاریږي، چې کال دوه یادرې وروسته به یې بیا له پښې رانیسي او له ککړو خلکو سره به په جوال کې ولویږي. ځکه نو ځان اړ بولي، ناخوښه کس ته رایه ورکړي.
خدای دې وکړي، چې داسې ونه شي. دا بیا هم زموږ په ولس پورې اړه لري، که خپل ملي وحدت او اتفاق وساتي او په یوه خوله له زورواکو او چارواکو نفرت څرګند کړي، داسې نه ده، چې دښو خلکو انتخاب دومره ګران کار دي، هیڅکله ګران نه دی، خو څه ژرنده پڅه ده او څه غنم لامده دي.
په ننګرهار کې په تېرو دوو دورو کې هم دولایتي شورا همدا حال و، دزورواکو او چارواکو نفوذ کې ښه پراخه و، معتدل او سوله خوښي او قانوني خلک په کې ډېر لږ وو، چې له بده مرغه دهغه اول ګروپ تر اغېز لاندې و، زموږ په شان خلکو تمه لرله، چې ورو – ورو به وضعیت ښه شي او یوه شورا به له بلې نه غوره وي، خو اوس ، چې دکمپاینونو وضعیت سړی وګوري او ورسره د قوماندانانو، قاچاقبرو او سوداګرو زامن او وروڼه له خپلو لویو لویو عکسونو سره وویني، نو فکر کوي، چې دا وړۍ به شړۍ نه شي، ځکه، چې پنځه کاله ډېر وخت دی، که پرموږ همدغه خلک ددولت د څارونکې قوې په توګه یو ځل بیامطرح شي، نو داد علم او ادب کور به لا دبې علمۍ او بې ادبۍ پرخوا ور برابر شي.
کله کله سړی فکر کوي، چې ځه خو چې دا دوره پوره شوه، بله به سمه شي، خو دسمون هیلې ځکه ناشونې او پاتې برېښي، چې همدا یاران بیا دخپل حاکمیت او دندې په دوران کې هومره پیسې او امکانات مومي، چې بیا یې ترې په بله دوره کې هم څوک ګتلی نه شي.
خدای دې زموږ پرولس ورحمیږي، که ولس خپله وجداني پرېکړه، په سمه توګه وکړي او یا په بله اصطلاح دولس زیاته برخه حقیقتونه په نظر کې ونیسي، بیا هم دا ناممکنه نه ده، چې موږ دې په ننګرهار کې یوه ښکلې، کارپوهه ، لایقه او مسلکي ولایتي شورا ولرو، او که داسې ونه شي، نو بیا دې پنځه کاله نور هم ددې ولس خدای مل شي.
دیدار احمد مایار