د پکتيکا ولايت چارواکي وايي چې د دغه ولایت د ملي امنيت رياست په هڅو د وسلوالو مخالفانو يوه اته کسيزه ډله له مخالفته لاس په سر او د سولې له پروسې سره يو ځای شوه.

 په همدې حال د پکتيکا والي محب الله صميم له کورنيو وسلوالو مخالفانو غوښتل چې نور دې حقيقتونه درک  کړي او د پرديو په لمسون دې هېواد نه ورانوي

د پکتيکا ولايت د ملي امنيت رياست په هڅو د دولت د وسلوالو مخالفينو هغه اته کسيزه ډله چې مشري يې اخترمحمد عمري کوله له وسلوال مخالفته لاس په سر او په دې ولايت کې د سولې ملي پروسې سره يو ځای شوه، د يادې ډلې قومندان وايي چې دوی نيغ په نېغه د ګاونډي هېواد پاکستان د استخباراتو په لارښونه جګړه کوله او د افغان چارواکو په وژنه، ښوونځي، روغتون په ورانولو پيسې ورکول کېدې

د ملي امنيت رياست مسؤولين وايي چې يادې ډلې د تيرو دوو کلنو راهيسې د پکتيکا ولايت په اومنې ولسوالۍ کې فعاليت کاوه او دوی به هڅه وکړي تر څو نور غولول شوي کسان هم د سولې پروسې سره يو ځای کړي

په همدې حال د پکتيکا والي محب الله صميم له  کورنيو وسلوالو مخالفينو وغوښتل چې د پرديو په لمسون راتلوونکي ټولټاکنې زيانمنې نه کړي او پرېږدي تر څو هېوادوال په ارامه خپلې رايې وکاروي

په داسې حال کې د وسلوالو مخالفينو اته کسيزه ډله په دې ولايت کې د سولې پروسې سره  سره يو ځای کيږي چې په هېواد کې ټولټاکنو ته يوازې دوه ورځې پاتې دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *