د ډاکټرمحمد اشرف غني د کمپاین عمومي مرکز
د ختیزو ولایتونو څانګه
مطبوعاتي خبرپاڼه
د وري ۱۳مه
په ننګرهارکې د بېلا،بېلو غونډو او ناستو پرمهال سلګونه تنو د ولسمشرۍ نوماند ډاکټراشرف غني احمدزي د نوماندۍ ملاتړ وکړ.
یوه غونډه د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ په بګرامیو کلي کې جوړه شوې وه،چې سلګونه تنو برخه پکې لرله.
په غونډه کې قومي مخور حاجي مدیرجعفرخان،حاجي غلام محمد او د ولایتي شورا نوماند ملک محمد انوراکرام د خپلو ویناوو پرمهال ډاکټراشرف غني ولسمشرۍ ته ترټولو وړ نوماند وباله او ژمنه یې وکړه چې پوره ملاتړ به یې کوي.
په ختیځ کې د بدلون او دوام ټاکنیزټیم د کمپاین عمومي مسول احسان الله کاموال د بګرامیو د استوګنو له دغه ملاتړه په مننې سره وویل،چې د بدلون او دوام ټیم کمپاین په ټوله کې ولسي،داوطلبانه او د خلکو پرخپلو امکاناتو روان کمپاین دی.
کاموال له خلکو وغوښتل،چې د مصنوعي ناامنیو له احتمال څخه ونه وېریږي او په پراخه کچه په ټاکنو کې برخه واخلي.
بلخوا:د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ یو شمېرقومي مخورو په ختیځ کې د ډاکټرغني د کمپاین له عمومي مسول سره د لیدنې پرمهال د بدلون او دوام ټیم د ملاتړ ژمنه وکړه.
دوی خپلې ځینې ستونزې او غوښتنې هم له احسان الله کاموال سره شریکې کړې،چې ښاغلي کاموال یې په حل کې د خپل وس مرستې ژمنه ورکړه.
همدا شان په ننګرهارکې د ناصرو قوم ځینې استازي هم په ختیځ کې د کمپاین عمومي دفتر ته راغلي وو او د دفتر له مشر احسان الله کاموال سره یې د لیدنې په ترڅ کې د ډاکټراشرف غني له نوماندۍ څخه ملاتړ او د ټاکنو پرورځ د هغه په پلوۍ د رایه اچونې مرکزونو د جدي ولسي نظارت ژمنه وکړه.
د ختیځ زون د کمپاین مطبوعاتي مسول:ارشاد رغاند