تاند- وروستي ۱۰ شهکار هنري اثرونه (انځورونه) د پنجشنبې په ورځ /اپریل۳/ له فرانسې څخه د سختو امنیتي تدابیرو په منځ کې چین ته ورسېدل.
دا اثار به، چې یو ملیارد ډالره ارزښت لري، په هغه نندارتون کې نندارې ته کېښودل شي، چې د چین په ملي موزیم کې جوړېږي.
په دې اثارو کې، چې د پاریس په اورسې موزیم کې ساتل کېږي، د (AugusteRenoir) مشهور اثر (Dance at Le Moulin de la Galette) هم شامل دی.

دا انځورونه دومره ارزښتناک دي چې په دوو جلا الوتکو کې چین ته یووړل شول. دا اثار به له راتلونکې اوونۍ د ۹ اوونیو لپاره د پیکینګ په تیان انمین چوک کې نندارې ته ایښي وي.