مجیبالرحمن ساپی، کابل
په قطر کې وسلهوالو طالبانو ته د دفتر له پرانیستلو څخه وروسته د پاکستان حکومت د دغه دفتر له پرانیستلو هرکلی کړی او په افغانستان او پاکستان کې د سولې او ثبات رامنځته کېدو هیله یې څرګنده کړېده.
افغان دولت د پاکستان حکومت دغې څرګندونې په غبرګون ترې غوښتنه کړې، څو هغه طالب چارواکي، چې په پاکستان کې بندیان دې خوشې کړي. بهرنیو چارو وزارت د یوې ویناپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې پاکستان د افغان دولت وسلهوالو مخالفینو اصلي ملاتړی هېواد دی او طالب چارواکي د پاکستان په خاوره کې مېشت دي، چې له همدې امله د بل هر هېواد په پرتله د سولې په خبرو اترو کې د پاکستان ونډه مهمه ده.
د بهرنیو چارو وزارت له لوري د پنجشنبې ورځې په خپره شوې ویناپاڼه کې راغلي: « په دې حاضره مرحله کې ترټولو مهم ټکی دا دی چې که د پاکستان دولت دا ريښتينې اراده لري چې له خبرو ها خوا هم د افغانستان د سولې له بهير څخه ريښتينی او عملي ملاتړ وکړي، نو تر ټولو ګټور او عاجل ګام په پاکستان کې د هغو افغان طالب مشرانو آزادول دي چې د تيرو څو کلونو په جريان کې د پاکستاني چارواکو لخوا نيول شوي او نن سبا په پاکستاني بنديخانو کې شپې سبا کوي. د دې مطرح طالب مشرانو آزادول به دا فرصت برابر کړي تر څو د افغانستان د سولې عالي شورا له دوی سره ترجيحا دننه په افغانستان کې او يا هم په قطر کې د طالبانو د مذاکراتو د دفتر له لارې د سولې خبرې پيل کړي.»
دا لومړی ځل ندی، چې افغان دولت له پاکستان څخه د طالب بندیانو خوشې کولو غوښتنه کوي. لدې وړاندې هم افغان دولت غوښتنه کړې او تېر زېږدي کال د افغان دولت غوښتنې په پایله کې پاکستان شل تنه طالب بندیان خوشې کړي وي. همداراز د دغو شلو تنو له خوشې کېدو څخه وروسته د سولې عالي شورا مشر بیا هم له پاکستان څخه د طالب بندیانو خوشې کېدو غوښتنه کړې وه؛ خو که څه هم دغې غوښتنې ته د پاکستان له لوري مثبت ځواب ورکړل شوی و؛ اما عملي نه شوه.
افغان دولت پداسې حال کې له پاکستان څخه د طالب بندیانو خوشې کېدو غوښتنه کوي، چې خپله یې په قطر کې وسلهوالو طالبانو د دفتر پرانیستو په غبرګون له امریکا سره د امنیتي سند پر سر خبرې ځنډولې دي.
په افغانستان کې د نوي دولت په رامنځته کېدو سره پاکستان تل په افغانستان کې د سولې او ثبات غوښتنه کړې؛ خو په عمل کې بیا کړنې یې منفي وي او اوس هم دغه لړۍ دوام لري.
تېر زېږدي کال کله، چې پاکستان شل تنه طالب بندیان خوشې کړل د دغو بندیانو برخلیک څرګند نه شو. دا هم معلومه نه شوه، چې دغه بندیان چېرې او د چا په مرسته تللي دي.
پدې کې شک نشته که چېرې پاکستان طالب بندیان خوشې کړي دا به په افغانستان کې له سولې او ثبات سره لویه مرسته وي؛ ځکه پاکستان هغه طالب چارواکي بندیان کړي دي، چې له افغان دولت سره یې د سولې خبرو اترو ته لېوالتیا درلوده. خو داسې برېښي، چې پاکستان دې د دغو بندیانو خوشې کېدو په بدل کې له افغان دولت او امریکا څخه د امتیاز ترلاسه کولو په لټه کې و اوسي.
په قطر کې د وسلهوالو طالبانو دفتر پرانیستل پاکستان لپاره د خطر زنګ دی؛ ځکه د دغه دفتر په پرانیستلو او د سولې خبرو اترو په پیل سره پر وسلهوالو طالبانو د پاکستان نفوذ د کمېدو په حال کې دی. اوسمهال پاکستان ته یوازینۍ لاره، چې پاتې هغه له طالب بندیانو څخه ګټنه ده. پاکستان به پدې لټه کې وي، څو د وسلهوالو طالبانو تر نفوذ راوستلو په موخه لدغو بندیانو څخه ګټه واخلي او دا هم شونې ده؛ هغه طالب مشران، چې اوسمهال د پاکستان تر ولکې لاندې سیمو او د پاکستان په خاوره کې ژوند کوي او سولې ته لېوالتیا لري له منځه یوسي یا لږ تر لږه بندیان یې کړي.
په تېرو کلونو کې د افغانستان او نړۍوالې ټولنې پر وړاندې د پاکستان کړنو ته په پام سره داسې نه برېښي، چې دغه هېواد دې د طالب بندیانو خوشې کېدو په برخه کې د افغان دولت غوښتنه ومني. له همدې امله افغان دولت باید په لومړي ګام کې د قطر دفتر په اړه له امریکا سره هوکړې ورسېږي او په دوحه کې له مېشتو طالب استازو سره خبرې اترې پیل کړې او په دویم ګام کې د نړۍوالې ټولنې په ځانګړي توګه د امریکا په ملتیا له داسې لارو چارو کار واخلي، چې پر پاکستان فشار راوړي، څو هغه طالب بندیان، چې د سولې په خبرو اترو کې مثبت رول لوبولی شي له بند څخه خوشې کړی شي.