راپور: همت
د پکتيا په مرکز ګردېز کې قومي مخورو او په ولسي جرګه کې د پکتيا د خلکو پخواني استازي باچاخان ځدراڼ په خبري غونډه کې له دولتي چارواکو په کله غوښتنه وکړه چې په ټاکنو کې درغلي ونکړي او غوښتنه يې وکړه چې خلک پريږي دي، چې د خپلې خوښې وړ نوماند د رڼو ټاکنو له مخې وټاکې نه په درغليو.
پکتيا کې قومي مخور او په ولسي جرګه د پکتيا د خلکو پخواني استازي باچان ځدراڼ د پکتيا په ولايتي ادارې او د ټاکنو په خپلواک کميسون غږ وکړ چې په ټاکنو کې بې طرفه پاتې شي.
بادشاخان ځدراڼ وايي، که دولت په ټاکنو کې درغلي وکړي او يو کس په درغليو بریالی کړي، په هېواد کې به لوی کړکيچ رامنځ ته کړي.
(( دوئ مشکل جوړوي او که مشکل حل کوي، که په انتخاباتو کې درغلي وشي په وطن کې به شخړې رامنځ ته شي))
قومي مخور حاجي صوفي حبيب بيا وايي، خلک دې ته ليواله دې چې په ټاکنو کې پراخه برخه واخلي، او د خپلې خوښې وړ نوماند ته به رايه ورکوي.
صوفي حبيب وايي، د پکتيا ولايتي مسوولينو له پخوا څخه د يو نوماند په اړه په غيري قانوني ډول کمپیان کاو او وايي چې لا هم انديښنه موجوده ده، چې د يادې ادارې چارواکي به په ټاکنو کې درغلي وکړي، چې دا ډول لاس وهنې به د ټاکنو بهير تر پوښتنې لاندې راولي.
(( حکومتي چارواکي په هېڅ ډول بې طرفه ندي،خو دا به زموږ ولايت ته ضربه ورسوي، مشر د ولايت چې په خپله کمپیان کوي نو څرنګه به ټاکنې رڼې تر سره شي))
دا په اسې حال کې دی، چې په دې وروستيو کې د هېواد په ګوټ، ګوټ کې داسې خبرونه او شواهيد د ټاکنو خپلواک کمیسون ته ورسيدل، چې په ښکاره يو شمير دولتي چاوراکي د يو ځانګړي نوماند په ګټه له دولتي موقيفه او له دولتي وسايلو کار اخلي.
او په دې وروستيو کې د پکتيا يو شمير قومي مخورو په دې ولايت کې د کانديدانو استازو، له مرکزي حکومته غوښتنه وکړه، چې د پکتيا ولايتي ادارې چارواکي او يو شمير ريسان دې نور له يو ځانګړي نوماند په ګټه ملاتړ پريږدي.
په دې وروستيو کې د ټاکنو د شکايتونو خپلواک کميسون د پکتيا والي جمعه خان همدرد او د کندهار د امنيه قومندان جنرال رازق له دندې د لرې کيدو غوښتنه له مرکزي حکومته کړې، او ويلي چې داسې اسناد لري چې له يو ځانګړي نوماند څخه ملاتړ کوي.