تاند- د خوست ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نن لس بجې او ۴۵ دقیقې د دغه ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د پولیسو د یوه بلوک قومندان د اسوشیتید پریس خبري اژانس پر دوو خبریالانو ډزې وکړې چې په نتیجه کې یې د دغه اژانس عکاسه (انیا) ووژل شوه او خبریاله کتي ګانن ژوبله شوه.

کتي ګانن، چې اصلاً د کاناډا اوسېدونکې ده، د اسوشیتید پریس خبري اژانس خورا مشهوره او فعاله خبریاله ګڼل کېږي. دې د افغانستان په اړه بې شمېره راپورونه جوړ کړي او یو کتاب یې هم لیکلی دی. د خوست د والي ویاند مبارز ځدراڼ وايي چې د کتي ګنن جراحي عملیات بریالي پا�� ته رسېدلي او نوموړې له مرګه ژغورل شوې ده.

حمله کوونکی پولیس د نورو امنیتي ځواکونو له لوري ژوندی نیول شوی او دا شېبه تحقیقات ورڅخه روان دي.

کتي ګانن پخه وروستیو کې په وروستیو کې له تروریزم څخه د پاکستان د ملاتړ په اړه یوه مفصله مقاله لیکلې وه چې نیویارک ټایمز خپره کړې وه.

کتي ګانن په دې مقاله کې ویلي و چې اسامه بن لادن د پاکستان د پوځ او استخباراتو له لوري ساتل شوی و.

وژل شوې عکاسه انیا د جرمني تابعیت لري.د خوست د ولایت د چارواکو په وینا دا دوه ژورنالستانې د ټاکنو د کمیسیون د موادو له کاروان سره تڼیو ولسوالۍ ته تللې وې. دوی غوښتل چې د انتخاباتو په ورځ د تڼیو او نورو ولسوالیو راپورونه برابر کړي.

لومړنی خبر

په خوست کې پر دوو بهرنیو خبریالانو حمله وشوه

تاند- یوه تن چې د پولیسو یونیفورم یې په تن و، د افغانستان په ختیځ کې د پاکستان پولې ته نژدې یوه بهرنۍ خبریاله وژل شوې او بله ټپي شوې ده.

راپورونه وايي چې په دغو دوو بهرنیو خبریالانو، چې ویل کېږي یوه جرمنۍ او بله کاناډايي وه، د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې ډزې شوي دي.

د خوست د والي ویندوی ویلي چې غالباً حمله کوونکی پولیس و.

د خوست ولایت یوه چارواکي او یوه ډاکتر وویل چې دا پېښه نن شوې ده.

د پېښې نور جزییات نه دي څرګند.

One thought on “د خوست په حمله کې د اسوشیتید پریس عکاسه وژل شوې او مشهوره خبریاله ټپي شوې”
  1. د بې وسلې، بیګناه او ملکي خلکو وژل هغه که افغان،‌غیر افغان،‌مسلمان او یا غیر مسلمان وي له ټولو افغاني،، اسلامي او انساني قوانینو او اصولو سره په ټکې کې دي، زه دغه پیښه په کلکو ټکو غندم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *