په ګران وطن افغانستان کې ټولټاکنې نه یواځې د افغانانو راتلونکي لپاره اړين رول لوبوي بلکې د ګاونډيو هيوادونو، امريکا او د امريکا ټولو پلويانو لپاره هم ستر رول لوبوي. د ټولټاکنو روان بهیر ته که د یوې سپورتي سیالۍ په سترګه وګورو نو په سیالیو کې دوه لوبډلې وینو د يوې لوبډلې لوبغاړي امرېکایان د هغوی پلويان، ګاونډي هيوادونه د هغوی جاسوسان او زمونږ د هیواد هغه ټوپکسالاران دي چې قدرت لرل يې عادت ګرځيدلی او بل لور ته یې خوار او بې وسه افغان ولس دی.

د ټولټاکنو نتیجه به هر لوبغاړی لکه د اوزلوبې (بز کشۍ) پسه خپل لور ته کش کوي. او د خپلو ګټو لپاره به څوک درغلي، څوک تخريب او څوک هم زور او پیسی کاروي تر څو لوبه ددوي په کټه تمامه شي. ټولټاکنې به د افغانستان په څېر هيواد کې چې د څو لسیزو راهیسې په کورنيو او بهرنیو جګړو کې ښکيل دی ضرور هر اړخیزې ننګونی ولري.

بهرنۍ ننګونې꞉ د بیلګې په ډول به ګاوندی هيواد پاکستان یاد کړو : فکر کوو ډاکټر اشرف غني احمدزي لوبه وګټله او د خپلو ژمنو سره سم يې د افغانستان اقتصاد، صنعت او ښه اداره جوړه کړه افغانستان په کور د ننه بسیا شو نو د افغانستان دا په کور بسیاتوب به پر پاکستان څه اغېزې ولري ایا پاکستان به دا وغواړي چې افغانستان د په کور د ننه هر څه ولري حال دا چې اوس د خوړلو له مالګې رانيولي تر کاريګره پورې له پاکستان نه را واردوو ؟.

افغانستان په وچه کې را ایسار هیواد دی د برېښ��ا بندونه نه لري د کرکېلې لپاره د اوبو لګونې سیستم نه لري او اوبه یې په وړیا پاکستان ته رغړي او هلته په زرګونه جريبه ځمکه خړوبوي که چېرې په افغانستان کې د بریښنا بندونه او د اوبولګونې خوندي سیستمونه جوړ او په پاکستان اوبه بندې او یا را کمې شي نو د پاکستان غبرګون به څه وي ایا دوی به د پخوا په څېر د زیربېناوو له منځه وړلو کوښښ ونه کړي دا به د افغانستان او پاکستان پر اړیکو ښه اغېز وښیندي که بد ؟. که افغانستان ښه اداره ولري او خپلې بهرنۍ اړيکې يانې بهرنی سياست پیاوړی کړي نو ايا د پاکستان دغه د بوسو لاندې اوبو تيرولو لوبه ( طالبانو ته په خپله سينه کې ځاي ورکول او د هغو په واسطه هر اړخیزه ګټه تر لاسه کول) همداسې دوام وکړي؟

 همدا شان په سلګونو او زرګونو نوری مسئلې دي چې اوسنۍ ټولټاکنی پرې اغيز لرلای شي. کورنۍ ننګونې꞉ د امنيت مسئله خو جوته ده چې لمړيتوب لري. فقير ولس چې د هيواد په اطرافو کې اوسيږي يانې کوم چې په جنګونو او واک کې ښکیل نه دي. که امنيت ښه وي، د طالبانو او د همغو ځايونو د واکدارانو نه ډار نه وي او د ټولټاکنو صندوقونه ورورسول شي نو طبعي خبره ده چې ګټونکی به د ولس په خوښه وي.

د اوسني حکومت اکثريت په فساد ککړ خلک دي. او دغه خلک د خپلو هغو جايدادونو د بقا لپاره د يوې ښې اداري چې له دوي څخه غصب شوې ځمکی بيرته واخلي، يا يې له دغو ګټو بې برخی کړي او په مجازات يې ورسوي هیڅ غوښتونکي نه دي او دداسې ادارې پر ځای د خپلو غلو او په فساد ککړو ملګرو د بقا لپاره کار کوي. سمتيزم ، حزبي او قومي رقیبې ډلې او ژبنی تعصب هم لویې ننګونې زیږولی شي .

په پورتنيو مسئلو په کتابو کتابو خبری کيدلای شي او بايد وشي. زما د ليکنې موخه دا نه ده چې خدای مکړه لوستونکي له اوسنیو ټولټاکنو ناهیلې کړم بلکې د دې لپاره ده چې ولس بايد د هرې مسئلې په هر اړخ سم پوه شي. د ټولو ننګونو سره سره اوسنۍ ټولټاکنې روانې دي اوس وار د ولس دی چې خپل هغه جهاد ته دوام ورکړي کوم چې الله مونږ ته د ظلم او فساد په مقابل کې امر کړی.

ولس بايد نور هغه ګوډاګي او مفسد دولت ته د پای ټکی کيږدي او پر ځای يې د هغه چا تر څنګ ودريږي چې د ټانګ او ټوپک پر ځای يې د ځان سره د پوهې او علم نه ډکه ککرئ ،او په لاس قلم راوړای وي. اوس نو الله زمونږ او ستاسو هغه غوښتنه او هیله پوره کړی چې ويلې به مو꞉ د شملو وطن ته راشه چې شملې درته په سر کړو ته رڼا د ستورو راوړه مونږ به وينې د زړه درکړو اوس هغه د ستورو درڼا راوړونکی راغلی او وار زمونږ د ژمنو د پوره کولو دی چې شملې ور په سر کړو او د زړه وينې ورکړو تر څو د هيواد راتلونکی نسل زمونږ پر کړو وياړ وکړي. د يو سرلوړي او سوکاله افغانستان په هيله هلمند ياد مالمو ‍- سويډن

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *