د وردګو ولایت چې د هېواد په کچه تر ټولو نا امنه ولایت دی، د ټاکنو په رارسېدو سره یې امنیتی وضع تر پخوا لازیاته کړکېچنه شوې ده نوموړی ولایت ۸ ولسوالۍ لري، چې په دې ولسوالیو کې یوازې او یوازې د بهسودو مرکز، د بهسودو لومړۍ حصې ، د جلریز ولسوالۍ په څو محدودو مرکزونو او د مرکز میدان ښار په درې ټاکنیزو محلونو کې ټاکنې کیدای شي. د سید اباد ولسوالۍ چې د کابل کندهار پر لوی سړک پرته ده کېدای شي، چې یوازې د ولسوالۍ په یوه مرکز کې یې خلک رایو ته راووتلای شي. خو دا په هغه صورت کې، چې خلک له امنیتي عواقبو ونه ویریږي.

په دې توګه د  وردګو ولایت په نرخ، چک ، سیداباد او جغتو ولسوالیو کې په هیڅ صورت ټاکنې نه کیږی او هیڅوک د وسله والو مخالفینو له وېرې د ټاکنو په ورځ له کورونو نه شي راوتلای. همدارنګه د جلریز ولسوالۍ ۹۰ په سلوکې مرکزونه د مرکز ۸۰ په سلو کې مرکزونه او د سیداباد ۹۰ په سلوکې مرکزونه به تړلي وي،

په داسې حال کې، چې د میدان وردګو ولایت ۷۰ په سلو کې کليوالې سیمې د حکومت له کنټروله وتلي او ټولې د مسلح مخالفینو تر تهدید لاندې دي د ټاکنو کمیسیون د دې ولایت ټول مرکزونه پرانیستي اعلان کړي دي، چې دې کار د درغلیو او سازمان شویو تقلبونو لپاره لاره پرانیستې چې په وروستیو کې په دې اړه یو شمیر شواهد هم لاس ته راغلي دي.

په دې ولایت کې په ټولیز ډول د امنیتی وضعیت خرابوالي او په تېرو پارلماني ټاکنو کې د دې ولایت د مطلق اکثریت رایو بې اعتباره کېدو ته په پام سره د جمهوری ریاست هیڅ کاندید دې ولایت ته سفر نه دی کړی، خو د درغلیو او تقلب لباره له وړاندې تدابیر نیول شوي ، له ډي اف سیانو او محلي پولیسو سره د صندوقونو د ډکولو پر سر معاملې شوي دي. د جمهوري ریاست په کاندیدانو کې عبدالله عبدالله ، عبدالرب الرسول سیاف او زلمی رسول هغه نوماندان دي، چې پلویانو یې د درغلیو لپاره مخکې تر مخکې د صندوقونو د ډکولو لپاره تیاری نیولی دی.

د زلمي رسول د انتخاباتي دفتر مسوول حسیب الله کلیمزی چې په خپله هم ولایتي شورا ته کاندید دی، د ټاکنو په کمیسیون کې د یو زیات شمېر مامورینو په ګومارلو او له هغو سره د فاسدو اړیکو په جوړولو سره په نرخ ، چک، مرکز ، سیدا باد، او جغتو ولسوالیو کې د تقلب لپاره پراخ امکانات لري، په سیمه کې د اربکیانو مشر ډاکټر اشرف، چې د وحیدالله کلمیزي اوښی  دی د ټاکنو په شپه او ورځ د سیمې امنیتي مسوولیت لري. او مخکې له مخکې د شپې له خوا د صندوقونو د ډکولو لپاره د ټاکنو د کمیسیون له کارکوونکو سره همغږٍي لري. د حسیب الله کلیمزي مشر ورور د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې د ډېر تقلب له لامله د ټاکنو کمیسیون د کاندیدانو له لیست څخه حذف کړی و.

د حسیب الله کلیمزی د تقلب کارانو له ډلې څخه یوتن رفیع الله د محمدالله زوی د نرخ ولسوالۍ د عمرخیلو د کلي اوسیدونکی دی ، چې د زلمي رسول د کمپاین د دفتر د نظارت کارت یې درلود پرون د وري په ۱۲ مه   له ۲۰۰۰ جعلي کارتونو سره د کابل په میرویس میدان کې د ملي امنیت له خوا ونیول شو. همدارنګه یو بل تن چې بختیار د عبدالمالک زوی د نرخ ولسوالۍ د کریمدادو اوسېدونکی  او  د عبدالرب الرسول سیاف د ډلې له عبدالاحمد دراني سره یې اړیکه درلوده هم پرون د وري په ۱۲ نېټه په کابل کې له زرګونو جعلي کارتونوسره د ملي امنیت له خوا نیول شوی دی.

عبدالاحمد درانی ، چې د ولسي جرګې غړی دی، د یو شمېر کسانو په ګمارلو سره د ټاکنو د کمیسیون په کارکوونکو سخت زیات نفوذ لري او له اوسه یې د تقلب او صندوقونو ډکولو لپاره تیاری نیولی دی ، د میدان وردګو  یو زیات شمیر ډي اف سیان یې په خوشال خان مېنه کې خپل کور او دفتر ته راغوښتي او د پیسو یا نورو امتیازونو په بدل کې یې قانع کړي دي. چې سیاف ته به صندوقونه ډکوي. یوکس چې ابراهیم نومیږي او د اریانا به تلویزیون کې خبریال و ، په تېرو تاکنو کې یې عبدالاحمد ته یو زیات شمېر صندوقونه ډک کړل او د ټاکنو کمیسیون له نورو کارکوونکو سره یې د عبدالاحمد اړیکې جوړې کړې ، ابراهیم دا ځل هم سره له دې چې د ټاکنو په کمیسیون کې کارکوي هره ورځ د عبدالاحمد درانی په دفتر کې ناست وي.

یوبل مکتوب ، چې په دې ورستیو کې لاس ته راغلی ښودنه کوي، چې د امنیې قوماندانۍ د استخباراتو د مدیریت له خوا صادر شوی ، په نرخ ولسوالۍ کې د وردګو د امنیې قوماندان، د نرخ ولسوالۍ  دامینې قوماندان او امنیت امر او د اربکیانو د قوماندان توره کي له هغې معاملې پرده پورته کوي، چې د تقلب لپاره یې په خپلو کې د عبدالله له خوا لیږل شوې پیسې وېشلې . فهیم قایم چې د شمال ټلوالې غړی دی د میدان وردګو د امنیې قوماندان دی، دا مکتوب چې ټولنیزو شبکو هم خپور کړی دی . دا څرګندوي چې د فهیم قایم توره کي ته چې د نرخ د بازیخیلو اوسیدونکی او د اربکیانو قوماندان دی ۱۰۰۰ دالر ورکوي او ورڅخه غواړي چې عبدالله عبدالله ته به کار کوي .

په داسې یوه حال کې چې په دې ولایت کې په ۷۰په سلو کې مرکزونو کې انتخابات نه کیږي دا به د ټاکنو د کمیسیون له خوا یوه تاریخی تېروتنه او غفلت وی، چې نورو ته د تقلب زمینه برابروي ، د میدان وردګو والي چې په راتګ سره یې امنیتي وضع نوره هم خرابه شوې داسې ښکاری، چې د زلمي رسول لپاره د تقلب په تنظیمولو کې له حسیب الله کلیمزی سره همکار دی او رسنیو ته وايي، چې دلته هیڅ امنیتی ستونزه نشته . د ټاکنو په برخه کې ناظرې ادارې او د ټاکنو کمیسیون باید له دې حالته زده کړه وکړي او د تقلب مخه ونیسي. که نه نو سال نیکو از بهارش پیداست !

2 thoughts on “په وردګو کې د تقلب تنظیموونکي ونیول شول/ نعمت الله وردګ”
  1. دا یو څرګند حقیقت دی چې د مفسد حکومت له وجهې په وردګو کې چې د کابل دروازه ګڼل کیږي هیڅ ډول امنیت وجود نه لري، هغه حکومتي چارواکي چې دغه حقیقت نه مني یو ځل د همت وکړي لږ د تر سیداباد پورې سر ورښکاره کړي، هغه وردګ چارواکي چې هیڅ ډول قومي بنسټ نه لري هغوی هم په دغه معامله کې له کرمیانو او یو شمیر یې د ډبل اودلا (ډا) سره په معامله کې شریک دي، د ټاکنو د شکایتونو کمیسون او نور چارواکي د په لوی لاس نه ځان شرموي او نه هم افغانستان. څومره صندقونه به مفسد کسان په لغتو ډک کړي، یو، دوه، دری، زر، دوه زره، ټول افغانستان د غني پلوی دی، ټول افغانان بدلون غواړي،

  2. دا لوبه دوردګوسره نه بلکه د ټولو پښتنو او افغانانوسرهده چی اوبه خړوی او کبان بکی نیسی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *