له دې سره – سره چې په نړیواله کچه د ملتونو په خپلو منځونو او ملي مسئلو کې د ولسواکۍ د حاکمیت لپاره ډېرې هڅې کېږي بیا هم ولسواکي په ټوله نړۍ کې نه ده خپره سوې، اصل کې ولسواکي د خلکو له منځه زېږي او خلک ورته اصول او تګلارې ټاکې، نن ورځ چې د غرب کومه ولسواکي وینو، همدا یې د خلکو د فکر زیږنده او د یو اصل په توګه یې منلې ده او لا هم پکې مخ پر وړاندي روان دي، نو دا چې ولسواکي باید د خلکو له منځنه وزېږي، بیا یې خلک د یو اصل په توګه ومني او بلاخره د خلکو د خوښي یو سیاسي نظام ورته برابر کړي،هغه څه دي چې لا هم نړیوال پکې تر دې دمه پاته راغلي، دوی دا هیره کړې چې په افغانستان او نورو ورته هیوادونو کې د لویدیځ ولسواکي ساز نه کوي، او نه هم کولی سي د خلکو په منځ کې رېښي خپرې کړي، په افغانستان کې د ولسواکۍ د خپرېدا یوه ښه طریقه دا ګڼم چې د خلکو له منځه د هغوی له دینې، افغاني او نورو ټولنیزو ارزښتونو سره سمه وي او له مخي یې چلن وسي، بیا ورته یوه افغانۍ ولسواکي ویلی سوی.
ولسواکي یوه کړنه نه ده، بلکي د کړنو یوه تسلسل لرونکې پروسه ده چې د وخت په تېرېدو د خلکو په منځ کې په هغه صورت ځای نیسي چې د اکثریت له فکرونو سره په ټکر کې نه وي، په افغانستان کې لا ولسواکي تنکۍ ده، که یو ځل بیا د میرویس خان هوتک (۱۷۰۹ز) او احمدشاه ابدالي (۱۷۴۷ز) وختونو جرګو او د ولسواکۍ تطبیق اوس هم غواړو او یا هیلې لرو چې هماغه څه دي اوس هم وي، ځکه به ناسمه وي چې موږ په وروستيو معاصرو وختونو کې له بل هر وخت نړیوالو، سیمیزو او کورنیو سیاستونو او جګړو ځپلي یو، ډېر وخت ته ضرورت دی چې ولسواکي له ښارونو کلیو ته ولاړه او له تیورۍ په عمل کې پلې سي.
که یواځې معاصر تاریخ ته سر ښکاره کړو، پکې تر ډېره په دې وروستیو کې د واک لېږد د وینه بهوونکو کودتاوو پر مټ اخیستل کېده، او لا هم داسي جنګسالاران او زورواکي سته چې هماغه ناولې فکرونه او هیلې له ځان سره لري، ولس که مو نالوستی دی، خو کم ځواک نه دی، ولس اوس په دې پوه سوی چې ماشومان ښوونځیو ته ولېږي، ولس اوس په دې پوه سوی چې د افغانستان د لانجې حل یواځې د افغانانو پرمټ د یوه ولسواک نظام تر سیوري لاندي ممکن دی، ولس نور له جګړو ستړی سوی، ولس د پردو په هر ډول دسیسو او چلونو پوه سوی، ولس پوه سوی چې د ټاکنو په ورځ د هر راز ننګوونو سره سره بیا هم خپلي رایې د خپلې خوښي سره سمې وکاروي، دا هر څه ورځ تر بلې ښه کېږي او پر مخ ځي، نو ځکه ولس نه پرېږدي دا ځل په ارګ کې وینې توی سي، نه پرېږي چې کوم ډکټاټور په ټانک کې په زور ارګ ته ننوځي، نه پرېږي چې یو ځل بیا کابل او ګران هیواد لوټې لوټې سي.
نن په افغانستان کې د ټاکنو ورځ ده، د هیواد په ګوټ ګوټ کې له هر راز ننګونو سره سره بیا هم خلک خپلې رایې اچوي، ستونزې په ځان تېروي او بیا یې پایلو ته سترګې په لار وي، بوډۍ مور په کور کې راډیو ته غوږي وي، او بوډا پلار په کرونده کې راډیویې خبرونه تعقیبوي، ځوانان ټوله ورځ د کمپیوټر پردې ته متوجه وي چې د ټاکنو پایلې وګوري، دا چې ولس پاک دی او پاک نیت لري، نه نړیواله ټولنه او نه هم افغان حکومت (د ټاکنو خپلواک کمیسون) څوک پرې نږدي چې په ټاکنو کې درغلي وکړي او یا هم د ټاکنو وروسته یې په شمیرنه او ورته نورو پروسو کې درغلي وسي، ولس د خپلو رایو په ارزښت پوه سوی، او د خپلې هرې رایې به په کلکه ننګه کوي.
دا د خطر ږنګ دی!، که په ټاکنو کې د یوه ځانګړي نوماند په ګټه له درغلۍ څخه کار واخیستل سي، ولس به هیڅ وخت هغه رهبر او حکومت ته په خپله پاکه غېږي کې ځای ور نه کړي، موږ او تاسو تېره لسیزه ښه تجربه کړه، دا چې حکومت ځان د خلکو نه ګڼی او نه یې د خلکو زړونه خپل کړي وو، نو ځکه ورسره خلکو په ټولیزه توګه مرسته او همکاري نه کول، که په رښتینې توګه د ولس د ارادې پر مټ دا ځل یو سالم کس د همدې سالمې ولسواکي لارې ولسمشرۍ ته بریالی سي، نو زیری درکوم چې همدا به مو د ستونزو د حل پیل وي. په پای کې دعا کوم چې نن ورځ ټاکنې پوره سولیزې، شفافې او بې طرفه وي او د خلکو په اکثریت ګډون ترسره سي او په پایله کې یې د افغانستان لپاره یو ښه ولسمشر ارګ ته په سولیزه توګه د ولس په زور ننوځي.
د همدې حکومت برکت دی چې ټولټاکنې کیږي
مننه له کرزېي څخه وکړه
Actually Karzai did not want the election to be held. he wanted his term to be extended due to uncertainties in the country. But Mr. Obama did not agree with that and told him,” in that case there will be temporary interim government with different leadership, not you Mr. Karzai, until the elections are held” and that is one reason Karzai has not been happy with Obama.