ډېرد وجداني سکون احساس کوم، ځکه یوولس بجې شاوخوا مې له خپلې درنې مېرمني افسانه جانې او ګران دوست عصمت الله جان بهیر سره، دکابل په شاه محمود هوتکي لیسه کې، پرته له کوم فشار او اجبار څخه دپوره ولسواکۍ په فضاء کې، دخپل ملي سرنوشت په انتخاب کې خپله اراده تمثیل کړه او رایه مې وکاروله.
زما هیله دا وه چې، دخپلو ویښو او وطن مینو خلکو په اوږده کتار کې دخپل نوبت نقطه ونیسم او دنوبت تر بریده، ښه ستړی شم، په باران کې لوند خېشت شم او سم ستومانه کور ته راستون شم، ما په دغه اراده دکتار اخیر ټکي ته منډي وهلې، چې موظفو کسانو دخپلې انساني خواخوږۍ له مخې مخامخ د رایو محل ته وروستم او بهیرجان هم زما له معبویت څخه په استفاده بې نوبته رایه راسره وکاروله، بهیرجان دافغانستان ملي بیرغ له ځانه سره لېږداوه او دغې منظرې زموږ دلا ډېرې وطنپرستۍ احساس ته عیني تجسم ورکړې و.
افسانه جانې زما دمنونکي زینب ګلي په خاطر بې نوبته رایې ته وهڅول شوه.
دغه وضعیت ځکه ما ته تر بل هر اختر دزیاتې خوښۍ کیفیت رابخښه، چې ډاډه وم، دا وار ولسمشر له دوشنبې، راولپنډۍ او بن څخه نه را واردېږي او نه هم له کوم ورک ادرسه راباندې نازلېږي، بلکې دافغانستان له اساسي قانون سره سم، دنړیوالي ټولنې په مطلق حمایت او دخپل ملي مسؤلیت داحساس پر اساس مې په خپله بېخاره خوښې سره راتلوونکی ولسمشر ته رایه ورکړه.
هېڅ پروا نه کوي، چې که زما دخوښي کاندید بریالی نشي، هر یو چې کامیابېږي، د اساسي قانون له مخې به راځې او دغه قانون زما د ابرو ساتونکی دی او زه پر دیموکراسۍ دمعتقد انسان په توګه دخپل ولس داکثریت رایو ته احترام لرم او پر سرسترګو یې منم.
زموږ هغه افغانان چې مسافر دي، موږ په ګډه دعا کوو چې په بله دوره ټولټاکنو کې ګران افغانستان ودان وي او دوی ټول خپل مطمئن کور ته راستانه وي او په ګډه ورسره دخپلې ملي ارادې دتمثیل ډګر ته سره را ووزو، خو د افسوس وړ به هغه وګړی وي او په وجداني عذاب به اخته وي چې د ټولټاکنو پروسي کې یې د نه ګډون په سبب دخپل مملکت او ملت په وړاندې لویه بې پروایي کړې وي؛ موږ باید ټول دوی ته دویښتیا او روښانتیا لپاره لا ډېره دعا وکړو، چې په آینده کې یو افغان هم دخپل سرنوشت په باب بې تفاوته پاته نه شي.
دماځیګر تر څلورو بجو، لاهم کافي فرصت شته چې، د وجداني عذاب علاج وکړو او دانتخاباتو په بهیر کې ګډون وکړو، که دخوښي نوماند نه لرئ، سپینه رایه وکاروئ او که مو د رایو کارت نه وي اخیستی نو فقط د دغه ملي جشن دلمانځني په نیت د ثواب لپاره یوه مرکز ته حاضري ورکړئ او په بله دوره کې،له همدا اوسه دجديت اراده وکړئ.
دا دلوی خدای(ج) لوی لطف وکرم وګورئ چې، دپرون ورځې راهیسي یې ټوله فضاء په خپل خاص رحمت(باران) سره پاکه راته پریولې ده او ما ته دا شاعرانه پیام راکوي، لکه څنګه چې، باران دکابل دود او دوړې کښېنولي دي همداسې یې د ټولټاکنو په برکت زموږ د خلکو له زړو او ذهنو څخه دکرکې او نفرت لړي شړلي دي.
او بله لویه مهرباني یې دا ده چې تر دې دمه الحمدلله، کومه ناوړه پېښه نه ده رامنځته شوې او دافغانستان په تاریخ کې تر بل هر وخت زیات په خورا پراخ کمیت سره ، دافغان ولس پراخي پرګنې دخپلې ملي ارادې دحاکمیت په نیت راوتلي دي.
ډېر شکر دی
زه همدا اوس دشکرانې دوه رکعته لمونځ اداء کوم
دافغانستان راتلونکي زموږ ده.
مخ دټولټاکنو او ولسواکۍ پر لور
محمدیار- یار