تواب غورځنګ

یوه لویه ورځ وه، باران و، سپرلی و، مکتب و او د خلکو بهیرونه وو. یو هېواد و، یو ولس و او د یوې راتلونکې انتخاب و. دا ورځ د یوه هېواد د تاریخ تر ټولو جالبه ورځ وه. یوه بوډۍ مور د څو نورو میندو په کومک را روانه وه، رایه یې ورکوله، نور یې پر وطن او اولاد، جنګ او خواري پېرزو نه وه. یو بوډا بابا، په دمو، دمو د رایې ورکولو خونې ته را رسېږي. د بابا غږ ستړی خو روح تازه دی، خاندي او لوند څادر څنډي. د بابا پیغام واضح دی، هغه په داسې زمانه کې نړۍ ته راغلی و، چې خلکو د زعامت د انتخاب حق نه درلود، خو موږ نېکمرغه بولي او په دې نېکمرغۍ کې د ده په ګومان د محدودو کلونو لپاره ځان شریک بولي.

یو جمهور رییس د ځان د بدیل د ټاکلو لپاره رایه ورکوي. هغه جمهور رییس، چې کابو دولس کاله، په منطقه او نړۍ کې د سترو سیاستونو محور و. نن تر هرې بلې ورځې تازه دی، غږ یې له خوښۍ او هیجان او سترګې له اوښکو ډکې دي. هغه جمهور رییس، چې په تېرو کلونو کې، د واک د غځولو، په تهمتونو په سلګونو ځلې توهین شوی دی، نن یې د ارګ د پرېښودو پر لور لومړی ګام کیښود. دا په حقیقت کې په یوه ډېر غریب وطن کې، د نړۍ د تر ټولو عالي او مدني ارزښت د کامیابې تجربې اغاز دی.

عسکر شاوخوا څاري او د یوه ملت تر ټولو سترې پرېکړې ته، د مخامخ امنیتي تهدیداتو د مخنیوي هڅه کوي. دوی د نن ورځې په ارزښت پوهېږي. نن یو نظامي قوت د دې لپاره مصروف دی، چې خلک په خپله اراده راتلونکی مشرتوب انتخاب کړي. هماغه قوت، چې په تېرو وختونو کې ترې، د حکومتونو د سقوط استقاده کیدله. نن عسکر د دې لپاره قرباني ورکوي، چې خلک د بهترې راتلونکې لپاره، خپله خوښه او اراده تمثل کړي. هماغه عسکر، چې پخوا د مستبدو رژیمونو د دفاع او بقا لپاره قرباني کیدل. زما په باور دا کاملا ایډیاله فضا ده.

پر مطبوعاتو او ټولنیزو رسنیو، د ټاکنو ژوندی جریان خپرېږي. نن ټول افغانستان د رسنیو تر پوښښ لاندې دی. فراه، غور، بدخشان، نورستان، زابل او دایکندي پر لومړي ځل د خلکو د ارادې د دومره ستر مظهر شاهدان دي. دلته پخوا کله هم، د سترو ملي فیصلو لپاره دومره خلک نه وو راغونډ شوي. دلته خلکو تاریخ جوړ کړ، د خپلې ارادې د تمثیل او د خپلې رایې د قوت تاریخ. خلک کامیاب شول او خلک به هېڅکله پر شا لاړ نه شي. خلکو خپله بیداري او د مخکې تګ اراده په ټول قوت وښوده. خلکو ثابته کړه، چې هېڅ تقلب، هېڅ زور او هېڅ تپل شوي او فرمایشي ارزښتونه ورته قبول او مقبول نه دي. خلک لاړل له خپلو خوښو او انتخابونو سره او رایې یې ورکړې.

افغان ملت د نړۍ له بیدارو او متحرکو ملتونو څخه دی. هغه وړتیا، چې دا ملت یې، پر سترو مسلو د راټولیدو لپاره لری، زموږ شاوخوا ملتونه یې نه لري. دا ملت انقلابي ملت دی، خو معقول ملت هم دی، منندوی او با پاسه ملت هم دی او قدرشناس ملت هم دی. زه غواړم، د نن ورځې د ټولې خوښۍ له کبله، له خپل ستر ملت، حکومت، مدني ټولنې، رسنیو او ځوانانو څخه مننه وکړم. دوی په ګډه بریالي شول، چې د یوې مشترکې ملي فیصلې لپاره مناسب چاپېریال برابر کړي. هیله لرم، چې د ټاکنو پایلې په افغانستان د ثبات د دوام او مثبتو بدلونو له راتګ سره مرسته وکړي.

0 thoughts on “یوه لویه ورځ/ تواب غورځنګ”
  1. ډېر عالي! واقعاً چې د ټاکنو ورځ دا ټول کیفیت درلود او هیله ده چې په راتلونکې کې به یې لا مثبت اثرات څرګند شي او خلک به د خپلو رايو په ارزښت پوه او لا رڼې او تاریخ جوړوونکې ټاکنې په لار واچوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *