د پلار له کوره په خپل بخت پسې تلل د هرې پیغلې ارمان وي. ماشومه وم، نه پوهېدم چې بل کور ته تلل او د اولادونو لرل څه ډول وي.

 د کوم چا له خولې به مې چې د مېړه او اولاد خبره واورېده ډېره به ورته غوسه شوم، نه پوهېدم چې ولې دومره بد کار راته ښکارېده. خو کله چې مې د ماشومتوب نړۍ د پېغلتوب په خوا واوښته په هرڅه پوهه شوم.

هغه وخت مې بيا د ښه خاوند، لرل تر ټولو لويه هیله وه دا یوازې زما نه بلکې د ټولو پېغلو هیله وي. خو خدای دې نورې پېغلې زما له حاله وساتي. ځکه چې د بې موره لور ژوند ډېر سخت وي الله دې هېڅوک هم نه بې موره کوي. کومه نادوده نه وي چې نه پرې راځي، ميره يې هم په کيسه کې نه وي.

هغه وخت چې د شپاړسوکلونو شوم، پلار مې پوروړی شو، هره خوا يې چې د ژوند د ژرندې د چلولو لپاره منډې وکړې او هر بوټي ته يې چې لاس واچاوه ونشوه. نه يې شو کولای ځان ته د ژوند چلولو لپاره کومه بوختيا پيداکړي.

يوه ورځ يې مېرمنې (زما ميرې) ورته وويل:

ــ سړيه! دا لور دې هم پېغله ده، وخت بد دی، په خپل بخت پسې يې ولېږه!.

پلار هم زړه سوی راباندې ونه کړ، د پور په بدل کې يې يوه څلوېښت کلن ته ورکړم، هرڅومره چيغې مې چې وکړې، ځای يې ونه نيو. د ميرې مې هم چې څنګه زړه غوښتل همغسې وشول.

پلار مې په دې هم خبر و، چې مېړه مې بله ښځه او څو اولادونه لري، خو د هغې غريب له لاسه هم څه نه کېدل، خدای دې په چا داسې حالت نه راولي. واده مې هم د يوه واده په څېر نه بلکې د يوې مېلمستيا په څېر تېر شو. زما د وړلو لپاره يوازې څو تنه سړي او ښځې راغلې وې. خاوند مې هم نه و راغلی.

زما لپاره يې يوازې يو د ناوېتوب کمېس راوړی و، نور څه نه و، په يوه زاړه ټکسي موټر کې يې پورته کړم. موټر روان شو، مخ  مې پټ و څه مې نه لیدل، موټر يوه کلي ته وګرځېد، د یوه زاړه کور په مخه کې ودرېد. يوې مېرمنې د کوزېدو راته وويل، کوزه شوم. هلته هم کراره کراري وه، نه دريا وهل و نه سندرې او نه هم د خوشالۍ کوم څرک لګېده. يوازې دوو زړو ښځو چې د خاوند مې خويندې وې په يوه زاړه پتنوس دريا وهله.

کور ته ننوتو د لويې کلا په يوه خوا کې درې غواوې تړل شوې وې. په سرای کې وړاندې څلور بې دهلېزه کوټې وې، چې د ټولو ورونه کلا ته خلاص وو.

په کوټه کې يې په يوه خيرنه توشکه ودرولم. لږ وروسته يوه غنمرنګه د لوړې تنې مېرمن چې زري کميس يې اغوستی و، راغله. لومړی يې بد بد راته وکتل بیا يې نورو ته وويل رامو وسته د پور ښځه. له خبرو يې پوهه شوم چې بن مې ده.

د مازيګر د لمر لوېدو په وخت کې يې یوې خونې ته بوتلم غټ غټ دستک یې وو، په کړکۍ یې سرې زړې پردې ځړولې وې، د پردو رنګ خیرو تور اړولی و.

څه وخت وروسته مې د کلي ښځې لیدو ته را غلې زما په لیدو به هرې يوې مخ ته ټک ورکړ، ویل به یې د پلار کور يې دې وران شي، دا خو سپینه خوله جلۍ ده، ولې يې داسې چا ته ورکوله؟ بنه مې یې په خبرو کې ور لوېده، دومره ستاينه يې مه کړه، که سپينه خوله ده که توره، بيا هم د پور ښځه ده.

بنې مې څلور لوڼې درلودې، زوی یې نه و. لږ وروسته مې د خپل پلار په عمر  يو کس ته پام شو چې په انګړ کې ګرځېده، فکر مې کاوه خسر به مې وي، خو خبره نه وم چې خاوند مې دی.  ډېر مې وژړل، خو کومه ګټه یې نه کوله کله به مې له ځان سره د ځانوژنې پرېکړه وکړه، خو ژوند خوږ دی له خپلې پرېکړې به بېرته وګرځېدم. خپل نصیب ته حیرانه وم.

د نوي ژ��ند مې يوه شپه تېره شوه، په سبا مې بنې راته ويل څه ته ناسته یې پورته شه کار وکړه څه ناوې خو نه یې د پور ښځه يې.

 درېغی مور مې لرلی، ميره مې څه په غم کې وه، پلار به مې په کومو سترګو زما پوښتنې ته راغلی وای. زه او خپل بخت هر څه چې تېرېدل پر ما تېرېدل، بنې مې کار را معلوم کړ چې د غواوو ساتنه به زما په غاړه وي. په همدې کې راباندې یو کال تېر شو. په دې يوه کال کې مې پخلنځی په سترګو ونه ليد، که به مې څه خوړل هم د بنې له لاسه به راتلل.

له کال وروسته خداې پاک راته یو زوی راکړ اوس نو پر خاوند یو څه ګرانه شوم، ناز مې چلېده نصیب مې د بدو دی، زوی چې مې د دوه نيمو کلونو شو پلار یې مړ شو کونډه شوم.

درېغی يوازې کونډه وای، له کونډتون سره سره، له سلو نورو ستونزو سره مخ شوم. د مېړه د مرګ مې مياشت نه وه پوره شوې چې بنې مې له کوره وويستم. زوی مې په انګړ کې منډه راپسې اخيستې وه، نوی يې د مور نوم زده کړی و. په انګړ کې يې چيغې کړې، نه پوهېږم چې ماشوم زړه يې پوه شوی و چې مور يې له کوره وباسي که څه خو په ماپسې په منډه کې و چې پړمخې په ځمکه ولوېد او مور مور چيغه يې له خولې وتله.

هر څومره زارۍ مې چې ورته وکړې چې زوی مې راکړي، خو بنې ويل دا زوی په تا پورې اړه نه لري. بيا دې دلته ونه وينم.  هلته مې ډېرې چېغې وکړې، ګاونډيان مې پرې راخبر کړل، خو دا چې بنه مې د کوم ملک لور وه، نو ځکه چا زړه نشوای کولی، چې څه ورته ووايي.

له هغې ځايه مې په منډو منډو د پلار د کور په خوا مخه کړه، د هغې پلار د کور په خوا چې دوه نيم کاله يې زما هېڅ پوښتنه هم نه وه کړې. دروازه مې ورخلاصه کړه، ميرې مې راته کړل ته بدمرغه دلته څه کوې؟.

بې څوابه ورته ودرېدم، دا چې پلار مې په کور کې نه و، ميرې هم له کوره وويستم.

له هغې وخته چې اوس لس کاله تېر شوي، خو زه د زوی د ليدو په ارمان د خپلې عمه په کور کې شپې سبا کوم، د سر وېښتان مې د ډېرو غمونو له لاسه سپين شوي، خو تر اوسه مې دا توان نه دی پيداکړی چې يو ځل مې خپل زوی ووينم. زه له هېچا ګيله نه کوم يوازې له خپله بخته ژاړم او بس.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *