لومړۍ برخه – 

ليکنه: علامه وحيدالدين خان

د جهاد په هکله چې د نن زمانې يوه له ډېرو مهمو موضوعاتو څخه ده، د هندي عالم وحيدالدين خان هغه مقالې چې د هندوستان په يوه خپرېدونکې (الرساله) مياشتنۍ مجله کې خپرېدې، ژباړې ته ملا وتړله. په دغو مقالو کې چې کتابي بڼه هم لري، هڅه شوې، تر څو د جهاد په اړه پوښتنو ته هر اړخيز ځوابونه وويل شي. په دې لړۍ کې به تاسو ته د جهاد مفهوم، ډول، شرايط، اصول، وخت او اهداف له وضاحت سره وړاندې شي.

وحيدالدين خان په ١٩٢٥ عيسوي کال، هندوستان کې زېږېدلى. د نړۍ په کچه په ډېر لوى مسلمان عالم او د سولې په استازي پېژندل کېږي. په انګلېسي ژبه يې قرآن کريم ژباړلى او په لسګونو اثار يې په بېلابېلو ژبو خپاره شوي دي. څلور د يادښتونو (ډايريانې) ټ��لګې يې خپرې شوې او د اسلامي زده کړې يو مشهور مرکز هم لري چې له لوري يې يوه ويبپاڼه پر مخ وړل کېږي. د هندوستان پر ډېرو ټلوېزيونونو يې لکه (ETV Urdu, Zee Salaam, Bridges TV, ITV, ARY Digital, QTV او Aaj TV) ليکچرونه خپرېږي. په الرساله مياشتنۍ خپرونه کې يې چې په څو ژبو جلا-جلا خپرېږي، بېلابېل مضامين نشرېږي. په نړيوالو لويو مذهبي کنفرانسونو کې يې ويناوې کړې دي. په ټوليزه توګه ويلاى شو وحيدالدين يو مفکر، عالم دين، مدبر، ټولنپوه، غوره ليکوال او مخکښ مدني فعال دى. (ژباړن)

سريزه

ستاسو په لاسونو کې پروت کتاب د هغو مضامينو يوه ټولګه ده چې په الرساله مياشتنۍ خپرونه کې د څو کلونو راهيسې د امن او اسلام پر موضوع خپرېږي. په عمومي ډول د دغو مضامينو هدف په اسلام کې د امن او جنګ اړوند د غلط فهميو له منځه وړل او پر ياده موضوع د اسلام د صحيح تصور وضاحت دى.

اسلام په بشپړ ډول يو سوله ييز مذهب دى. په اسلام کې امن عمومي حيثيت لري او د جګړې حيثيت يوازې تر استثناء پورې محدود دى. دغه نادره استثناء تل د مقابل لوري له خوا په اضطراري حالت کې رامنځته کېږي، نه د مسلمانانو له خوا د يو طرفه اقدام په صورت کې.

د اسلام اساسي هدف د افکارو تعمير او په انسان کې د توحيد پر بنياد د يو ذهني تحريک رامنځته کول دي. دغه حقيقت په يوه حديث کې په دې ډول واضح شوى دى: الا وان فى الجسد مضغة اذا صلحت صلح الجسد کله، واذا فسدت فسد الجسد کله الا وهى القلب. (فتح الباري، کتاب الايمان، ١\١٥٣) (خبر اوسئ، د انسان په وجود کې د غوښې يوه داسې ټوټه ده چې که هغه جوړه وي، ټول وجود ورسره سم وي، که ناجوړه (ناسمه) وي، ټول وجود ورسره ناسم وي، پوه شئ چې هغه زړه دى).

پوښتنه دا ده چې له دې حديثه د زړه هدف څه دى؟ ابن حجر العسقلاني استدلال کوي چې عقل په زړه کې دى (ويستدل به على ان العقل فى القلب) مګر دا ناسمه خبره ده. دلته له زړه څخه هدف مرکزِتفکير نه، بلکې د وينې مرکزي جريان دى. په دغه حديث کې د زړه و جسد ذکر د تمثيل په ډول شوى دى، يعنې لکه څنګه چې جسماني روغتيا د زړه پر هغې منحصره ده، همداسې د مذهبي ژوند قيام و بقا پر هغه چا –چې په زړه کې يې ايمان وي- منحصره ده.

د انسان د اعمالو سمون تل د هغه د فکر پر سمون منحصر وي، له دې کبله په اسلام کې د سالم فکر پر راژوندي کولو ډېر ټينګار شوى دى. په دغسې حالت کې جنګ د اسلام د ايجابي عمل له نقشې وتلى دى. د اسلامي تعليماتو له مخې په هر حالت کې د فکر و شعور د راژوندي کولو هڅې مهمې دي. د انساني نفسياتو مطابق له سوچ و فکر څخه عمل جوړېږي، مګر له عمل څخه سوچ نه رامنځته کېږي.

حقيقتاَ جنګ د اسلام اصلاحي نقشه فسخ کوي، مګر امن د اسلام اصلاحي نقشه ورجوړوي. د هېڅ تګلارې لپاره ممکنه نه ده چې د جنګ او تشدد له مخې دې مثبته ګټه ترلاسه کړي، لېکن که د تشدد له مخنيوي سره-سره په اضطراري ډول جګړه رامنځته شي، د مسلمانانو لومړنۍ هڅه بايد د جنګي ماحول له منځه وړل وي، تر څو په امنيتي ماحول کې د اسلام اصلي هدف جاري وساتل شي.

جهاد د پُرامن جدوجهد دويم نوم دى. د (Peaceful Activism) اصطلاح هم ورته کارولاى شو، يعنې د پُرامنه اسبابو په استعمال سره د اوچتو مقاصدو د ترلاسه کولو هڅه.

د جهاد لفظي مانا کوښښ يا جدوجهد ده. قرآني حکم دى چې؛ له دوى سره په الهي کتاب کبير (ستر) جهاد وکړه (الفرقان ٥٢). يو حديث د دې تاييد کوي، مجاهد هغه څوک دى چې د الله د اطاعت په خاطر له خپل نفس سره مقابله وکړي. (المجاهد من جاهد نفسه فى طاعة الله). رسول الله صلي الله عليه وسلم چې کله له تبوک غزا څخه –چې يو سوله ييز کمپاين و- راستون شو، نو يې وويل موږ له واړه جهاده د لوى جهاد لوري ته ستانه شوو. (رجعنا من الجهاد الاصغر الى الجهاد الاکبر). (که څه هم دغه حديث ضعيف دى، لېکن په همدغه مفهوم آيتونه و حديثونه شته. ژباړن)

جهاد په تمامه مانا د سوله ييز عمل نوم دى. له انفرادي پلوه جهاد دا دى چې انسان له نفسي ترغيباتو او د ماحول پر خرابۍ سربېره الهي لار ترک نه کړي او له مخالف فکر سره-سره د حقايقو تابعداري وکړي او جهاد ته د ټولنيز اعتبار له مخې سوله ييز جدوجهد هم ويلاى شو. مطلب هغو غورځنګونو ته -چې اسلامي مقاصد لاسته راوړل غواړي- په کار ده له مجاهدانه انداز څخه کار واخلي، نه له متشددانه انداز څخه. د متشددانه انداز په صورت کې تل پر زور او جبر تکيه کېږي، برعکس مجاهدانه اسلوب دا دى چې د ترغيب د فطري طريقې په استعمال سره خپل اهداف لاسته راوړي.

د مجاهدانه اسلوب په صورت کې زيات باور پر ذهني بيدارۍ کېږي، په زړونو کې مثبت احساسات راپاورل کېږي، په تعميري شعباتو کې مثبت استحکام برلاسى کېږي، په خلکو کې د لوړ کردار د راژوندي کولو هڅه کېږي، خلک د يو-بل مرستندوى ګرځي، په زړونو کې د يو-بل لپاره د همدردۍ او خيرغوښتنې جذبات راوپارول کېږي، بناءَ د جهاد وسيله مينه ده، نه نفرت او تشدد.

جهاد د قتال په مانا تعبيرول د جهاد تصغير دى، قتال يو نهايي محدود او لنډمهالى عمل دى، برعکس جهاد يو مسلسل او ټوليز هغه دى. جهاد د اسلام يوه داسې ستره برخه ده چې د انسان په ژوند کې هره ورځ او هره شېبه جاري وي، په هېڅ حالت کې نه موقوفېږي.

انسان په فکري جهاد هغه مهال مشغولېږي چې کله يې په زړه کې د حقيقت موندنې جذبه راوپارېږي، کله چې حقايقو ته ورسېږي نو يې پر اوږو د جهاد پېټى نور درنېږي. انسان ته ښايي د نفس، شيطان او ماحول په مقابله کې د جدوجهد له مخې خپل ايمان په مسلسل ډول اوچت کړي. انسان بايد د مثبت ذهنيت د ساتلو لپاره داسې هڅې وکړي چې هره شېبه يې کوښښونه محسوس وي.

حديث کې راځي: الايمان يزيد وينقص (ايمان زياتېږي و کمېږي). ايمان له نقص (erosion) څخه د ژغورنې په موخه د يو مسلسل جهاد غوښتونکى دى. انسان تل په اجتماعي ژوند کې تکراراَ له غوسې، حسد، غچ اخيستنې، غرور، ناشکرۍ او حرص غوندې جذباتو سره مخ وي، دغه ډول منفي جذبات ايمان ضعيف او ناقصوي. په دغسې حالت کې بايد انسان له دروني احساساتو سره په جنګ شي او د جذباتو ريښې ختمې کړي. له دغه ډول جذباتو سره جګړه يو جهاد دى، له نقص يا ضياع څخه له دې پرته د ايمان ژغورنه ناممکنه ده.

نور بيا …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *