ډېر پخوا به مې پخپل چم مالت کې د ځینو سپین سرو مېرمنو نه دا متل بیا، بیا اورېده، چې ویل به یې ((چېرته چې ډنګ شي د ابۍ ګوډی ترڅنګ شي))، تر ډېره به دغه متل د هغو پېغلو یا مېرمنو لپاره کارېده چې په هر واده کې به مکررې وې، که چا به بللې وې یا نه، خو دوی به ارو مرو د هر چا په ښادیو کې ملکانې وې.
خو زه د خپل کور کلي ابۍ نه یادوم، دا پلا د هغې لوېدیځوالې ابۍ یادونه کوم چې د دنیا په هر ګوټ کې ډنګ شي، نو د دې ګوډی ترڅنګ وي، د دغې ابۍ ګوډی هم د کلیوالو له ګوډي سره توپیر لري، د دې په ګوډي کې داسې کوډګر څیزونه پراته دي چې د یوې وړې یا سترې پېښې په اړه د سترګو په رپ کې ټول نړیوال خبرولای شي.
که تاسو وایاست چې دغه مېرمن به ارو مرو کوډګره وي، کوډګره هم نه ده، که وایاست چې دا به پېرۍ وي پیرۍ هم نه ده، دا هغه خبریاله ده چې کلونه، کلونه یې یوې معتبرې نړیوالې راډیو لپاره کار کړی او لا هم له کاره ستړې شوې نه ده، په ډېره مینه او لېوالتیا سره خپلې چارې مخ ته وړي، د نړۍ داسې کړکېچنه سیمه به نه وي چې هغې د کړکېچ یا بدلون پر مهال سر نه وي ورښکاره کړی.
دغه مېرمن لیزدوسیت نومیږي، هغه له نن نه درې لسیزې وړاندې هم کابل او اسلام اباد ته په تګ راتګ کې وه، هغه مهال چې له افغانستانه سرې لښکرې په وتو وې د لیزدوسیت یوه منډه به په کابل وه بله به یې یا په اسلام اباد او یا هم سویس وه.
هغه مهال به چې کابل ته راښکاره شوه، نو د ډېرو کابلیانو په زړونو به دا خبره ډېره ګرځېده چې بیا کوم بدلون په لاره دی هغوی داسې انګیرله چې کابل ته د دغې ابۍ راتګ بې څه نه نه دی، ارو مرو د افغانستان په سیاسي حالاتو کې یو بدلون په را دبره کېدو دی، ټول به په هماغو شپو ورځو کې بي بي سي ته غوږ، غوږ وو.
ان تر دې چې یو شمېر لوړ پوړو چارواکو به هم هڅه کوله چې د لیزدوسیت سره ځانونه نژدې کړي او د افغانستان د سیاسي پېښو په اړه وروستۍ خبره د دغې نړیوالې خبریالې نه ترلاسه کړي.
لیزدوسیت هماغه مهال د افغان کابینې د ټولو غړو سره ډېره نژدې راشه درشه پاللـه، خو اټکلونه داسې وه چې لیزدوسیت به د دغو چارواکو ځینې د لومړي لاس مالومات ترلاسه کول او بیا به یې رپوټول، له یاده مې نه وځي چې په هر مطبوعاتي کنفرانس یا خبري غونډه کې به د خبریالانو ترڅنګ ګڼ حکومتي چارواکي د هغې شاوخوا راټول وو، چا به یې د ځوانۍ او ښایست خبرې کولې او څوک به یې پر مسلک غږېدل.
له هغه مهاله ښایسته ډېر کلونه تېر شوي خو لا هم د افغانستان په سیاسي حالاتو کې د هر بدلون سره هم مهاله نوموړې کابل ته راځي، او هغه وخت چې د بن په غونډه کې د افغانستان په اوسني ولسمشر ټولو غاړو هوکړه وکړه، لیزدوسیت لومړنۍ مېرمن وه چې ولسمشر کرزي ته یې مبارکي ورکړې وه، هغه په هغه سفر کې هم د ولسمشر کرزي سره مله وه چې د هغه په پلرني ټاټوبي کندهار کې پرې وژونکی برید وشو، او اغلې لیزدوسیت یې په اړه په ژوندۍ بڼه رپوټ خپور کړ او ګرده نړۍ یې ترېنه خبره کړه چې د هغې دغه رپوټ ستره جایزه هم تر لاسه کړه.

خو کلونه کلونه وړاندې د افغانستان د جهاد په دوران کې کله چې لیزدوسیت غوښتل له جهادي قومندان جلال الدین حقاني سره مرکه وکړي، د هغه مجاهدینو اجازه نه وه ورکړې چې مشر یې دې له یوې ښځې سره مرکه وکړي، خو حقاني بیا په دې پلمه لیزدوسیت ته دا اجازه ورکړې وه که چېرې د نارینه جامې واغوندي مرکه به ورسره وکړي، بالاخره لیزدوسیت د نارینه وو په جامه کې له حقاني سره مرکې ته حاضره شوې وه.
نن سبا چې یو ځلې بیا په افغانستان کې د ولسمشرۍ د ټاکنو نغارې کړنګیږي دغه اغلې بیا هم په کابل کې ده ، که څه هم چې دا پلا هغه تر ډیره انګریزي ژبو کتونکو او اوریدونکو ته حالات بیانوي ، خو لا هم افغانان هیله من دي چې د دغې ابۍ نه هغه څه واوري چې د دوی ژوند ورسره تړلی دی ، او هغه په ارامۍ سره په افغانستان کې راتلونکې ټاکنې دي چې رڼې او له کړکیچه پرته تر سره شي