مازدیګر دی، یو داسې مازدیګر چې د لمر وړانګې د کوټې له کړکۍ نه راننوځي او زه په دا سوچ کې یم چې څنګه د احساس په باره کې یو څه ولیکم.
ولې نه شم کولای چې خپل احساسات بیان کړم ولې احساس نه راځي؟ دا زما احساس چېرې دی؟
ولې د پخوا په شان څه نشم لیکلی؟ ولې هغه د لیکلو احساس نه دی راپاتې؟
مازدیګر دی، د توور چایو په پیاله کې خپلې څېرې ته ځیر یم. د چای په پیاله کې له خپل تصویر سره غږیږم، له خپلو سترګو څخه پوښتنه کوم، هغه احساس چې پخوا په تا کې و، اوس چېرې دی؟
خپل احساس مې ډېر ولټاوه خو پیدا مې نه کړ.
یوه ورځ کورته راغلم، ګورم چې زما احساس يې په سپین ټوکرکې نغښتی زما د سترګو په وړاندې یې جنازه پورته کېږي او زه هېڅ کولای نشم. احساس مې دفن شو. خوما هېڅ ونشو کړی.