د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د آسیایي پریمیر لیګ سیالیو کې د ګډون لپاره ملي لوبډله اعلان کړه.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د روان زیږدیز کال می میاشتې په لومړیو کې د آسیا پریمیر لیګ سیالیو کې ګډون کوي. دغه پنځوس اوریزې سیالۍ چې د افغانستان په شمول شپږ آسیایی لوبډلې په کې ونډه لري د می په لومړۍ نیټه د مالیزیا په کولالمپور کې پیل کیږي او تر اوومې نیټې به دوام کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس داکټر نورمحمد مراد ددغو سیالیو لپاره د ملي لوبډلې له چمتووالي یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې د تل په څیر به یو بیل بیا هم ملي لوبډله د خپلو سیالانو پر وړاندې د بریا څخه ډکه لوبه ترسره کړي او دغه جام به انشاءالله د افغانستان په برخه وي.
په دغو سیالیو کې د افغانستان په شمول د مالیزیا، هانګ کانګ، نیپال، عمان او متحده عربي اماراتو لوبډلې ونډه لري.
د یادونې وړ ده چې د متحده عربي اماراتو او هانګ پر وړاندې به د افغانستان ملي لوبډلې سیالۍ د نړیوالو یو ورځینیو سیالیو بڼه ولري.