عمران خان د پاکستان په سياستوالو کې يو له هغو احساساتي سياستوالو دی چې ډېر ځله يې د خپل تېز او نهايي احساساتي دريځ سزا ليدلې او پاتې راغلی. د کرکټ ښه تکړه کپتان و چې په 1992 کال کې د نړېوال جام خپلولو له امله وکولای شو د ولس زړونو ته لاره وکړي. له همدې محبوبيت نه په ګټه اخستنې يې په 1994 م کال د شوکت خانم په نوم د سرطاني ناروغيو د وېړيا درملنې روغتون جوړ کړ. چې هغه وخت د سرطان د درملنې د ډېر لګښت له امله دغه ډول ماډل روغتون ممکن نه برېښېده خو دی په کې بريالی شو او په همدي ډول يې لا نور هم د ولس زړه ته لاره وکړه.
په پاکستان کې د سياستوالو د بې کچې ډېر فساد او همېشنۍ سياسي بې ثباتۍ له امله يې د انصاف غورځنک جوړ کړ. نوم يې هم خورا جاذب و. خو لکه د ګوند په ولس کې ريښې نه درلودل، د جنرال مشرف واکمني، له ټاکنو بايکاټ او ايډياله شعار ورکول يې هغه څه و چې د ګوند په چارو کې هغومره زر بريالی نشو. د جنرال مشرف له واکمنۍ وروسته د اصف علي زرداري په واکمنۍ کې د ناامنيو ډېرېدل، له کچې ډېر فساد او د قضايه، اجراييه او مقننه قواوو ترمنځ همېشني ټکر دغه هېواد د سياسي بې ثباتۍ سره هم مخ کړی و.
د ولس لپاره يواځينۍ هيله دی برېښېده. خو نتايج برعکس راغلل هغومره چې هيله وه بريالی نشو. خو بيا يې هم د خيبرپښتونخوا حکومت خپل کړ. په سياست کې خام او احساساتي عمران خان دلته هغومره بريالی نه ښکاري او د وروستيو مالوماتو پورې خو يې حتی ګوند کې هم درزونه لوېدلي. د خيبر پښتونخوا اسامبلۍ کې د انصاف غورځنګ د 17هم خياله غړو بلاک جوړېدل هغه څه دي چې اوس مهال يې عمران خان او انصاف غورځنګ ته لوی سردرد جوړ کړی. کې يې همدغسې دوام وکړ نو ضرور ده چې د خيبرپښتونخوا ايالت اعلی وزير بيا د باور رايه واخلي. د طالبانو په وړاندې د مالوم دريځ نه درلودل يې هغه څه دي چې ډېر کله عمران خان ته طالب خان ويل شوي. له کابو يو کال واکمنۍ يې مالومېږي چې د ګوند يې تر دې دمه کومه واضحه تګلاره نشته او ډېرې پرېکړې يې لا هم احساساتي دي. د عمران خان د ګوند بل ستر مشکل د تجربه لرونکو سياستوالو نه شتون دی. ډير غړي يې هغه څوک دي چې بيخي ځوانان او له سياست سره نااشنا دي او يا هم هغه سياستوال دي چې په نورو ګوندونو کې يې چندان ځای نه دی جوړ کړی. لومړيتوبونه يې نه دي مالوم او تر دې دمه بريالی نه برېښي.
که څه هم فساد، د قانون نه واکمني، بې امني، مخ پرځوړي اقتصاد او سياسي بې ثباتي هغه څه دي چې افغانان هم ورسره دمګړۍ مخ دي. مالومه خبره ده چې په دغسې حالاتو کې به د بدلون شعار ورکونکی خلکو ته زړه راښکونکی وي. خو کوم بدلون؟ يو مثبت بدلون يواځې هغه څوک راولي چې اداره کولی يې هم شي. شونی هم وي او يواځې د شعار تر کچې نه وي. د ډاکټر اشرف غني د بدلون ناره بيخي همدغه ډول ده. ايډيال شعارونه يې نه دي ورکړي.
د ولس بې کچې ډېر ملاتړ، په نړيواله ټولنه کې ښه ډېر شهرت، نېک نوم او ملاتړ، د نړۍ او هېواد په کچه د سياست او ادارې بې سارې تجربه، د خپل خدای ورکړي استعداد او پوهې په برکت د هېواد دننه او بهر برياليتوبونه، مذهبي ارزښتونه پالل او ورته احترام لرل، تر شا يې د هېواد د وتليو سياستوالو او باتجربه کسانو قوي ټيم درلول، سالم رقابت، له پوره فکر کولو وروسته د هر ګام پورته کول او ترټولو مهمه يې لا دا چې د غيرمتنازعه شخصيت درلودل هغه څه دي چې ښاغلی غني به بريالی کړي.
لومړيتوبه يې مالوم او ښه معقوله تګلاره لري. هغه څه چې وايي يې شوني دي او دی يې د عملي کولو وړتيا هم لري. هغه څه چې اشرف غني يې وايي که کوم بل سياستوال ويل نو مسخره شوی به وای ځکه غني يې د شعار له کچې پورته په پوره
دلايلو د ثابتولو وړتيا هم لري
Good, Dear What about Dostum as A deputy President ( You know about the post of dostum) also in Nangrahar Province about Qadir Brothers past .
سلام ننګیال صاحب
وبحښه ستاسی په لیکنه زه سم نه یم پوه سوی او که تاسی سم تحلیل نه دی کړی؟
ګرانه تاسی اوس د ښاغلی اشرف غنی غندنه کړی که ستاینه ؟ دا سوال په دی را ته پیدا سو چی تاسی ښاغلی غنی د عمران خان سره تشبیه کړی او ستاسی د لیکنی څخه ښکاری چی عمران خان یو ناکام سیاستوال دی او د لیکني په پای کی مو ښکاری چي ښاغلی غنی یو کامیاب شخص معرفی کوی . نو ایا دا تشبیه مو څنګه ارز وی؟
په درنښت
دغه ليکنه مې هغه پوښتنې ته په ځواب کې ليکلې وه چې ويل يې د بدلون ناره خو عمران خان هم په ټاکنو کې وهلې خو بريالی نه بريښي. دلته خبره په وړتيا کې ده. که څه هم دواړه نارې د بدلون تر شعار لاندې د فساد، بې امنيتۍ او اقتصادي زوال پرخلاف وهل شوي. خو عمران خان ولې بريالی نه بريښي عوامل يې ذکر شوي او ولې هيله ده چې غني به بريآلی شي هم دلايل يې شته. مختصر غني د بدلون راوستو وړتيا لري خو عمران خان ته هغومره اسانه نه ده.