انور وفا سمندر

د بل بدلولو دوزخ هفته راته یو قرن شو!

لس دولس کاله د یو بل بدلولو اورونه بل وه؛ خو دومره مو جسمونه، حواس، عواطف، ذهنونه، روانونه او ارواوې را وسوځېدی، چې اوس هر یو له قرن قرن غم او رنځ سره ولاړ یو؛ خو د بل بدلولو عادت مو لا هم ذهن، حواسو، دریځ او زړه ته کولپونه را اچولي.

دغه اور دومره وخوټولو، دومره یې واېشولو، دومره یې سره او شنه او تور کړو، دومره یې مات ګوډ او کاږه واږه کړو؛ چې اوس هر یو د معیوبو او سوځېدلو احساساتو، عواطفو، افکارو لوی دیوان په قهر او غوسې سره چیغې وهو او له فردي مسوولیتونو غاړه غړو.

له موږ هر یوه، کتاب جوړ دی، دفتر جوړ دی، داستان او رومان جوړ دی. دلته تراجیدۍ له سره کر کړی. دلته د جنګ ناروا خدایانو بیا بیا د خپل ډول بنده ګي دود کړې او انسان یې د د انسان د آزادۍ، ژوند او ګټو پرضد جنګولی.

انسان خوړونکي دلایل

دلته انسان وسیله ګرځېدلی.

دلته انسان توره، ټوپک، بم، ټانک او طیاره ګرځېدلی.

دلته انسان سور اور شوی او ددې اور منبع فقط دود شوي فکرونه، اندونه، اخلاق او رواجونه وه او دي.

فکر، باور، اند او اخلاق د دلیل په غلاف کې پټ دي او د دلیل تریاک هر ساده وګړی نیشه کوي او تسلیموي.

هغه مهال داسې وه. هرې غاړې خپل دلایل د عوامو د قناعت لپاره، د ذهنیت سازۍ د ماشینونو له لارې، د خلکو په غوږونو، سترګو او غوږونو ورمنډل.

دې مینځ کې چا د کارګري ورورولۍ په نامه او چا د دیني او فرهنګي ورورولۍ په نامه، او چا هم د څه شي او څه شي په نامه دلته تورې او ټوپک ووېشل.

زموږ د بې مسوولیتۍ ناروغي

زموږ د غوښو او زړونو سوداګرو ټوپک او توپونه، راکټونه او الوتکې، بمونه او ځانختمولو واسکټونه را برابر او را په غاړه کړل؛

خو ډز له خپل سړي شوی.

نښه خپل سړي نیولې.

چاړه خپل سړي کش کړې.

او ذهنونه-ښایي زړونه هم- لاهم د غچ له نه افشا شویو لیستونو ډک پک د غچ لپاره موقع ګوري.

د وژلو لپاره یو یو نوم موږ غوره کړی.

ضرورت، دلیل او روایښت یې موږ جوړ کړی او موږ تصدیق کړی.

د دوه درې میلیونه مړو نومونه موږ کښلي او پټ لیستونه مو لا ذهن او زړه کې پټ ساتلي!!!

او ددغه دوزخي جنګ کیسه لا روانه ده!

د ما مشر ماما، د شاهي دورې ژاندارمه پولیس، ضابط محمد علي به د ځوانو ټانکستانو او پیلوټانو د انقلاب په وختونو کې وېل: کار کار دی خارجیانو دی: «پسونه!» یې شنه او سره او ژېړ رنګ کړي، او یو بل سره په جنګ خوشې کړي!

بیا هم عذر غواړم!

له اضافي خبرو مخکې، زه له هر هغه ورور انسان او انساني خور څخه په ټول ځان عذر غواړم، که دلته راغلې اندونه، نظرونه د خپل فکر، باور او دریځ خلاف انګیري.

باور وکړئ، موږ ټول دوزخ سوي یو. موږ ټول د غږ او رڼا په ستر سمندر کې د لامبلو او معنوي غسل تازه کولو وږي او تږي یو.

ښه د ځان دې نندارې ته به په بله بیا راګرځو!

لږ دمه وکړئ!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *