تاند- سره له دې چې د افغانستان د شنبې د ورځې /حمل۱۶مه/ د انتخاباتو پایلې لا نه دي اعلان شوي د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزارت د افغانستان له نوي ولسمشره وغوښتل چې د واک له ترلاسه کولو سره سم د امریکا له متحدو ایالتونو سره دوه اړخیزه امنیتي موافقه لاسلیک کړي.
د اې بي سي نیوز د راپور له مخې پینتاګون او سپینه ماڼۍ د افغانستان نوي مشر ته په بې صبرۍ انتطار باسي چې له امریکا سره دوه اړخیزه امنیتي موافقه لاسلیک کړي څو امریکا او د ناټو غړي هیوادونه د روان ۲۰۱۴ کال له پای ته رسېدو وروسته په افغانستان کې د خپلو پاتې کېدونکو ځواکونو د شمېر او نورو چارو په اړه پلانونه جوړ کړي.
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د امریکا له فشارونو سره سره دا موافقه لاسلیک نه کړه او راتلونکي ولسمشر ته یې پرېښوده.
په همدې منځ کې پینتاګون د افغانستان د انتخاباتو سوله ییز بهیر وستایه، ویې ویل چې د طالبانو له هڅو سره سره انتخابات ترسره شول او طالبان ونه توانېدل چې ګډوډ یې کړي.
پینتاګون ویلي، سره له دې چې ناټو او امریکايي پوځیانو ویلي و چې د انتخاباتو د امنیت په ساتنه کې به د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي خو د دوی مرستې ته هیڅ راز اړتیا پیدا نه شوه.
این بي سي نیوز وايي، په داسي حال کې چې افغانان د انتخاباتو پایلو ته انتظار دي څارونکي وايي چې په نسبي ډول په ټاکنو کې لږه درغلي شوې ده.