تک سپين نوى ماډل موټر و، پکښي ناست څلور تنه ځوانان هم فيشي معلومېدل.

موټر به يې کله تېز او کله به يې تر عادي تګ يوڅه کرار کړ.

ياد ځوانان او سپين ګران بيه موټر مي د شهيدانو په څلور لاري کي وليد، موټر د سردارمددخان څلوري خواته وګرځيد او زه هم هره ورځ پر دغه لار کور ته ځم.

دوى ترمخه او زه پر موټر سايکل د شاخوا لخوا پسې روان يم.

ځوانانو د موټر هنداري  کښته کړي او د موټر په ټيپ کي د غربي موسيقۍ لوړ ږغ يې د لارويانو پام ځان ته ور اړه.

موټر يوځل بيا تيز او ترما يوڅه نور له مخه سو، خو د موسيقۍ ږغ يې اوس هم ما اورېدى.

پر سړک بيا د موټرونو ګڼه ګوڼه سوه او موټر سايکل مي د ځوانانو موټر ته نږدې کړ.

دوى د مخ موټر ته، چي د لاري بندېدو له امله ولاړ و، هارونونه وهل.

ما د لاري د پرانيستل کيدو په پلمه موټر سايکل د تک سپين نوي ماډل موټر څنګ ته نور هم ورنږدې کړ.

په موټر کي سپاره کسان په رښتيا هم فيشني ځوانان، ږمنځ کړي سرونه او هغه د چا خبره ټول سينګار يې منظم دى.

لار پرانيستل سوه،  موټرونه روان سول، زه هم په دوى پسې د خپل کور خواته روان يم.

زه ورته ګورم، يوځوان له همدغه تک سپين نوي ماډل موټر څخه لاس سړک ته راويست او د مالټو پوستکي يې پر سړک وغورځول.

پر هغه بله هنداره يوبل ځوان له همدې موټر څخه لاس راويست د کيلې پوستکي يې پر سړک دانه دانه وغورځول.

تر هغه مهاله، چي موټر زما له سترګو پناه کيدى، په موټر کي ناستو عصري ځوانانو د ښارپه پاکۍ کي خپل مسؤليت (!)په پوره ايماندارۍ سره تر سره کاوه.

نو، پورته خبرو ته په کتو د ښار هر اوسيدونکي ته په کار ده، چي  د ځان، کور او موټر د پاکۍ ترڅنګ د ښار پاکوالي ته هم تر خله وسه پاملرنه وکړي او په رښتيا د متمدن ښاري په ډول خپل مسؤليت سرته وري.

زموږ يوشمير ښاريان په دې خبره زړه خوشحالوي او ځان ته  (ښاري )ګڼي، چي خپل د کور خاوري خځلي د ګاونډي د کور مخ يا د کوڅي په منځ کي وغورځوي.

موږ ته په کار ده، چي د ځان او کور ترڅنګ د کوڅې، ناحيې او ښار پاکوالي ته هم پاملرنه وکړو، داسمه خبره ده چي د ټولي ناحيې خاوري خځلي په يوازي سر نه پاکيږي ، ليکن دومره خو کولاى سو، چي د خپل کور يا مېلې کثافات ټاکل سويو ځايونو ته ورسوو.

که غواړو، چي له ناروغيو ژغورلي يواو پاک کور ولرو، نوښايي چي تر هرڅه لومړى د ښاري کلتوري همدغه لومړى اساس زده کړو، ځکه د چاپيريال پاکي زموږ او زموږ د کور پر پاکۍ سربيره زموږ پر غوره ښاري اخلاقو هم دلالت کوي.

دکندهارښار او د افغانستان نور ښارونه به هغه مهال د نړۍ په پاکو ښارونو کي وشميرل سي، چي زه او ته په ښار کي د اوسيدو کلتور په پام کي ونيسو.

همدا ( زه او ته ) يو، چي ګذر، ناحيه، ښار، ولايت او بالاخره نړۍ په موږ ودانه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *