اباسین بریال –

 د کابل لویديځ موټرو په یو تم ځای کې ترانسپورتي شرکتونو خپلو ډریورانوته په تېز سرعت او اول نمبر پارچې ته په رسېدو انعام ټاکلی. هغه ډریوران چې د میاشتې تنخوا یې ۲۰ زره افغانۍ ده، ۳۰ زره نورې په انعامونو ګټي، د دوی اکثره یې ۳۰۳ ماډل د سورلۍ بسونه چلوي او له کابله کندهار، هلمند او هرات ته مسافر وړي. که له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۱۴ په افغانستان کې د وژل شوو یوه احصایه واخلو په ځانمرګو بریدونو او سړک غاړې ماینونو کې په  وژل شوو ملکیانو پسې لویه شمېره هغه تلفات دي، چې د بسونو د ټکر له کبله رامنځ ته شوي دي. علت وران سړکونونه ندي، د مسافرو د سر په قیمت د پارچې او انعام ګټلو سیالي ده او ددې پېښو خون د هغو ترانسپورتي شرکتونو په غاړه دی، چې څو بې باکه مستان یې د موټرو د ځغاستې میدان کې خوشي کړي دي.

پرون په زابل کې د میوند شرکت یو مسافر وړونکی موټر له یو بل هغه سره وجنګېد، چې اته مسافر یې و وژل او د پېنځلسو نورو ټپیانو اکثره یې په ناوړه روغتیايي حالت کې دي. احمدشاه ابدالي ترانسپورتي شرکت د مسافرو په قتل عام کې ریکارډ ټينګ کړی دی. که یې همداسې پسې راواخلې له هلمند بسه تر المپیا هر یوه یې د هرات په لاره، د بلخ په لاره یا د کندهار په لاره لسګونه پېښې کړې او زیاتره ترافیکې څېړنې عامل د ډریورانو بې احتياطي په ګوته کوي.

په افغانستان کې د لویو لارو مسافر وړونکو موټرو ته د سړو وسپنو جنازې وايي، دا اصطلاح ځکه مشهوره شوې، چې د سړو وسپنو دې بې کنتروله نظام ګڼ خلک وژلي دي.

سوارلۍ شکایت کوي، چې ډريور د پيپسي په بوتل کې الکول ګډ کړي او په سر یې واړوي، د بسونو د ډریورانو مطلق اکثریت یې چرسیان دي او تر هغې دوه ګامه موټر نه روانوي چې سترګه سره نکړي. زیاتره وخت ډريور ويده شي او موټر کندې ته واړوي. د شپې درې بجې چې په کمپنۍ کې د موټرو د تم ځای لویه دروازه پرانستل شي، د هر شرکت ۳۰۳ ماډل موټر چلوونکي د بې ترتیبه ځغاستې سیالي پيل کړي او تر هغې شېبې د سورلیو زړونه بېځایه وي، مګر ژوندي خپل منزل ته ورسېږي. داسې امکان به بیخي کم وي چې اونۍ کې یو ځل دې د کابل کندهار په لویه لاره د لویو موټرونو یوه حادثه رامنځ ته نشي.

د سړو وسپنو د جنازو مالکان له زیانمنو سره تر یو تاسف ور اخوا ځان په هېڅ ډول مسوولیت مکلف نه ګڼي، پېښه چې وشي ځکه شرکت سلامت را و وځي چې ډریور یې هم په پېښه کې وژل شوی وي.

افغانان هم ویرجن خلک دي او هم د سر بیه بې انتها له ارزښت تشه ده. د سلګونو پېښو د قربانیانو له کورنيو یوه یې تر اوسه ندی توانیدلی او یا ندی راپورته شوی، چې په ترانسپورتي شرکت باندې د خپلوانو د مرګ دعوا ثبت کړي.

په زابل کې د یو چپه شوي موټر چلوونکی ځايي خلکو رانیولی و او په کوتکونو یې واهه، یو بوډا دوکاندار ورجګ شو، ویل؛ دامه وهئ، د موټر مالک راګير کړئ، چې موټر یې چاته سپارلی. د خلکو مباح او بې ارزښته مرګونو معمول له یوې خوا خو د ترانسپورتي شرکتونو له خوا مسافرو ته د بیمې نشتوالی له بلې خوا هغه ربړه ده، چې ترانسپورتي شرکتونه د خلکو له شر او دعوې ژغوري.

د حیرانۍ ځای خو دادی، چې د ډېرو ملکونو د دولتي اداري تشکیلاتو خلاف افغانستان د ترانسپورت وزارت لري، هغوی یوازې د جواز په ورکړه ځان مکلف ګڼي، خو د متقابل مسوليت او قواعدو رامنځته کولو باندې نه توانېږي. که له مسافر وړونکو ترانسپورتي شرکتونو د ترافیکي پېښو د تحلیل پر بنسټ حد اقل غرامت واخستل شي،  د احمدشاه ابدالي او میوند په څېر به تر پنځلسو ډېر مسافر وړونکي شرکتونه وي، چې مالکان یې پلچرخي ته ولېږل شي او سرمایه یې یوازې د کندهاریو قربانیانو کورنیو ته د بدل اندازه پوره نکړای شي.

ستونزه داده، چې له زیاترو ترانسپورتي ‌شرکتونو سره د افغانستان د مافیا دارایي بنده ده، دوی په ټاکنو کې کاندیدانو ته پيسې ورکوي،‌ لوړ پوړو چارواکو ته ونډه او بلاعوض مرستې کوي، قرضې ورکوي، د هغوی لپاره قاچاقي انتقالونه کوي او حتی داسې بېلګې شته، چې ډېری شرکتونه طالب اورپکي او له بل لوري‌ نشي توکي له یو ولایت وبل ته لېږدوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *