په چرتونو کي ډوب له کوره راووت، تر موټرانو اډې همداسي په چرتونو کي راورسيد.
د روښان له کوره، تر موټرانو اډې پوره نيم ساعت د پښو لار ده، خو روښان په دې اوږده لاره هيڅ پوه لا نه سو.
له ملګرو سره يې روغبړ وکړ، د موټر په څوکۍ کي کښېناست، خو بياهم د فکرونو په بازار کي سرګردان ګرځېد.
د ده د څوکۍ شاته هنداره نيمه کښه وه.
په موټر کي ناست سپرلي يو له بل سره په خواږه مجلس اخته دي، خاندي، ټوکي او کيسې کوي، خو روښان هيڅ نه وايي.
موټر، يوڅو دقيقې حرکت وکړ، د ده ملا يخه سوه، له دي سره سم له کور څخه د روانيدو پر وخت ور ياد سو، چي سپين سري مور او ناجوړي مېرمن يې (بسم الله) او (په مخه دي ښه ) ويلو يو ډک کټورى اوبه د شا لخوا پسې وپاشلې.
د روښان مېرمن ناجوړې او کوچنۍ لور يې دوې ورځي مخکي د خوارځواکۍ له امله مړه سوه.
روښان اوس په کور کي سپين سرې مور، ناجوړې مېرمن، کشره خور او پنځه کلن زوى لري، چي د ګوزڼ له امله پر پښو نه سي ولاړېداى.
روښان تېره شپه له مور او مېرمني سره تر ماخستن ډوډۍ خوړلو وروسته ژمنه وکړه،( چي له مسافرۍ راسم، نو په ګټلو پيسو به مورستا او ددې( مېرمني) سمه تداوي کوم او په پاته پيسو به خپل ګراني خور ته يو پوړنى رانيسم. )
ماخستن يې مور د روښان په تګ زياته خواشينې وه، ليکن په خوله يې څه نه ويل.
مېرمنې ته يې هم د خاوند مسافرۍ خوند نه ورکاوه، خو د کورنيستۍ اړه کړې وه، چي هرڅه په پټه خوله وزغمي.
کشره خور او پنځه کلن زوى يې مخ ته کښېنستل ( لا لا، چي پيسې درکړي، نو اول به ماته پوړنى رانيسې )
(بابا ! ماته به شيان راوړې! )
د روښان مور له ټوخ څخه وروسته اوږده سا واخيسته او په رېږدېدلي ږغ يې وويل، ولاړسئ ! هلک مه په عذابوئ ! سبا د خيره وختي ځي.
له دې خبري سره سم د روښان خور اوګوزڼ زوى د خوب خوني ته ولاړل.
روښان لمونځ وکړ، له لمانځه وروسته يې تر ډېره لاسونه لپه کړي وو.
له دعاء وروسته يې د څراغ پليته يې اول کښته، بيا يې پوف کړه او څراغ مړ سو.
په دې وخت کي د روښان څنګ ته ناست ملګري پر اوږه لاس ور کښېښود، روښانه! ولي داسي چوپ ناست يې؟ د روښان فکر يو دم بيا په موټر کي ناست خلګو ته واوښت، د څنګ په څوکي کي ناست ملګري ته يې وويل، په کور مي ګروم دى.
مور او ښځه مي ناروغي دي، دومره څوک نه لرم، چي کورته سودا راوړي.
زما هيڅ زړه نه غواړي، چي يوګړى له کوره ليري ولاړ سم، خو څه وکړم سخت مجبور يم.
په دې وخت کي موټروان د موټر در اډيو ستن د يوې راډيو پر فريکونسي برابره کړه، په راډيو کي هم د عبيدالله کندهاري غمجنه سندره نشريږي
(که زه مړسوم، چي زما جنازې ته راځى، اول به بيا په ما زما دلبر خبروئ. )
سندره لا شروع وه، چي ناڅاپه د درنې چاودني له ږغ سره موټر هوا ته پورته سو.
سندره خاموشه سوه، د سپرليو خندا او خبري چوپ سوې .
دوړي، خاوري، دود او د سوځولو غوښو بويونه د وينو او زګيرويو سره ګډ سول.
د موټر اوسپني او د سړک شاوخوا د ځوانانو په وينو ولړل سوه.
د روښان نيمايي بدن هم د سړک يوې ګوښې ته پروت او له سوځولو کالو يې نرى نرى دود پورته کېدى.
٢٠١٤ – ٠٤ – ٠٧
دوشنبه د کندهار په ميوند ولسوالۍ کي د ملکي خلګو پر موټر د سړک غاړي په بمي چاودنه کي ١٥ تنه ووژل سول او ٣ نور زخميان دي.