تاند- د افغانستان انتخابات، د امریکا په حکومت کې هغو کسانو ته، چې فکر یې کاوه په افغانستان کې هر شی د خرابۍ په لور روان دي، یو لوی پیغام ورکړ.

دا خبره په کابل کې د امریکا پخواني سفیر رونالډ نیومن وکړه.

نوموړی، چې اوس په امریکا کې د دیپلوماسۍ د اکاډیمۍ رييس دی، وايي، افغانستان له یوې سترې ازموینې په ښه ډول ووت.

ده په عین حال کې وویل چې افغانستان لا هم په مخکې زیاتې ازموینې لري.

«چا چې په امریکا کې ویل، په افغانستان کې هر شی د خرابېدو په لور روان دي، باید هغه امنیت ته وګوري چې د افغان پوځیانو له لوري ټینګ شوی و. دوی باید دې ته وګوري چې افغانان له خطرونو او بارانونو سره سره د رایو بکسونو لور ته لاړل، څوک نه شي ویلی چې څه پېښ شول.

امریکایان باید پوی شي چې په افغانستان کې پرمختګ شوی دی.»

تر دې مخکې د امریکا ولسمشر بارک اوباما د افغانستان انتخابات یو بری بللی و.

څارونکو اټکل کاوه چې که د رای ورکولو په شرایطو د ټولو ۱۲ ملیونه برابرو کسانو له منځه نیمايي یې هم په انتخاباتو کې ګډون وکړي، انتخابات به بریالي وي.

خو څه باندې ۷ ملیونو افغانانو په انتخاباتو کې برخه واخیسته چې تقریباً د رای ورکولو په شرایطو د برابرو کسانو نژدې په سلو کې ۶۰ کېږي.

په افغانستان کې د امریکا پخواني سفر وویل، اوس افغانستان ښه لور ته روان دی.

«افغانستان په ښکاره ښه لور ته روان دی. خو باید هېره نه کړو چې افغانستان د پوهنتون د یوې سختې دورې په شان دی چې څو ازموینې په وړاندې لري. که په یوه ارموینه کې ناکام شئ، له پوهنتونه مو ډراپ کوي خو که بریالي شوئ، بله ازموینه په مخکې لرئ. نو دا ازموینه مهمه ده او افغانستان یې په لومړۍ مرحله کې بریالی شو.»

پخوا او د حمل د شپاړسمې نېټې تر انتخاباتو مخکې د افغان امنیتي ځواکونو پر وړتیاوو او دغه راز د رای ورکولو په ورځ د رایو مرکزونو ته د خلک د تګ په اړه شکونه کېدل.

خو اوس ویل کېږي  چې دا دوه موردونه د افغانانو او نړیوالو لپاره یو پیغام لري او هغه دا دی چې د افغانستان خلک د واک د سوله ییز بدلون غوښتونکي دي او په همدې خاطر یې په امن چاپېریال او په پراخ ډول په انتخاباتو کې ګډون وکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *