پسرلی ادبي او کلتوري ټولنه غواړي چې د پسرلي په موسم کې د ریدي ګل لویه مشاعره جوړه کړي، په دې خاطر د هیواد له فرهنګیانو، لیکوالانو شاعرانو او مینه والو غواړي چې د هغوي له خوا ورته وخت وښودل شي.
په کندوز کې د پسرلي موسم دوه ځانګړنې لري:
۱- یوازې دښتې شنې وي.
۲- د ریدیو ګلان لکه بخمل غوړیدلي وي.
ملګري په کوم وخت کې د مشاعرې د جوړولو مشوره راکوي؟
او هر څوک چې کندوز ته راځي باید راته ښکاره کړي چې څو تنه ملګري له ځان سره راولي؟
په دې خاطر چې د ملګرو د خدمت تابیا ونیسو.
مننه
