لیکوال

  هغه له ډېره وخته د پيشی د بچی ږغ اورېد ، خو دا نه معلومېده چی دئ چېری . په سپينه واوره كښی دا وخت د هغه د ګوټو كرچئ تلئ ، په بچی پسی پر له پسې ګرځېدئ او كله به ئې دلته كتل ، كله هلته .

نن له سحاره د توری څيلې لمړۍ واوره اورېده چی كله كله به ودرېده ، خو بيا به بيرته سپين خڅكی سول . دا وخت ښه ډېره واوره سوی وه او ټول كائنات په سپين رنګ كښی نغښتئ وو.

د پيښی د بچی ناری مسلسله را روانی وې . داسی ښكاره كېده لكه دغه بچئ چی له خپله موره جلا سوئ وی ، د بيوان مخ ئې نيولئ وی او بيا لاره ورڅخه وركه سوی وی.

په داسی حال كښی به هغه كله كله خپل شاته كلی ته هم وكتل چی ميل يو نيم ميل قدر ليری وو ، له ونو ډك وو او دا مهال د واوری له سوبه داسی ايسېدئ لكه له سپينو وړيو چی جوړ سوئ يو كوركئ وی . و هغه ته نږدې د خټو يوه كوډله وه چی په دغی ويرانې كښی يوازی ولاړه وه او دغه كوډله د هغه استوګنه وه . لږ لېری يو څو باغونه هم ولاړ وو چی د اونو وچ شاخونه ئې له واوری ډك وو ، خو كله كله به يو مرغه پكښی وليدل سو.

پائ هغه د يوې ويالې له څنګه چی دا وخت يخئ وه ، په يوه كډی كښی د پيښی بچئ وموندئ . كه څه هم دغه كډئ دومره زيات ژور نه وو ، خو بس دوه ، دوه نيم فټه قدر وو . د پيښی بچئ لا اوړ وو ، ځكه نو پكښی بند وو او نه سو ځنی راوتئ ، په داسی حال كښی به دغه ساه داره د كډی په دېولو نكان هم ولګول چی ځنی راووزی ، خو دېولونه داسی ناوده او بې سېكه وو چی خاوره به ئې ورباندی توئ سوه ، هغه به پاته راغئ ، درب به ئې سو او لاندی به بيرته ايله سو .

بچئ خورا ښائسته او د سپين رنګ وو ، د هغه خورا مينه ورباندی راغله ، دغسی ورمخته سو او را پورته ئې كړئ . هغه وئيل چی دغه حيوان به پر ده نكهاری ولګوی ، ولی چی دواړه سره ناولده وو ، خو داسی ښكاره كېده لكه بچئ چی چا ساتلئ وی او په انسانانو اموخته وی ، ځكه ئې له ده بد نه يوړل ، البته يخ خورا كپوئ او په بد حال وو ، هم له دې سوبه هغه په خپل اوږد خاكی كوټ كښی پټ كړئ او سر ئې ور ښكل كړئ . د بچی په غاړه كښی يوه وړه د سره رنګ ښكلی ګران بيه غاړګۍ هم وه چی دا ئې څرګندوله چی چا چی هم ساتلئ دئ ، ډېره مينه ورسره لری .

” زما ګرانه ماڼو ، اوس به ئې خپل ځائ ته بوزم ، په سرې انګيټۍ به ئې توده كړم ، پۍ به وركړم ، بيا به ئې يخ نه كيږی.”

كه څه هم د هغه فوځی كوټ خورا پنډ او تود وو ، خو ماڼو بالكل نه پكښی تودېده او داسی يخ نيولی وه چی ډېره بده كپېده او له خلې ئې عجبه ږغونه راوتل .

اوس هغه را غبرګ سو ، خپلی نږدې كوډۍ ته راغئ چی خورا توده وه او د بخارۍ په نغری كښی ئې سور اور بل وو . هغه دغسی و نغری  ته نږدې په مځكه ماڼو پرې ايسته او بيرته ولاړ سو ، له بخارۍ ئې د ګيلټو يو غاب راواخيستئ او په هغه كښی ئې له هغی بدنۍ شيدې توئ كړې چی ده لږ ساعت دمخه پكښی تودې كړی وې.   دغه خونه خورا غټه وه . دلته چېری چی  په يو كونج كښی خورا ډېر لرګی پراته وو ، هلته په بل كونج كښی و يوې لوی كيړكۍ ته ددغه سړی د اوسپنی كټ پروت وو چی دده بستره ورباندی هواره وه .

دلته د كټ و سر ته يوه داسی اوږده د لرګو كرسۍ هم پرته وه چی ارام كرسۍ بلل كېده ، په ښار كښی به په بنګلو كښی ليدل كېده ، دئ به زياتره پكښی ناست وو او په خوند خوند به ئې له كيړكۍ د شنو باغونو او شاته ولاړو زرغونو غرونو ننداره كوله . دغه كرسۍ ، د اوسپنی كټ ، اوږد كوټ او ددغی خونی زياتره شيان ددغه سړی زوئ ورالېږلی وو .

ماڼو چی لږ توده سوه او شيدې ئې وڅښلې ، نو ژوند پكښی راغئ ، په كپېدلو پشو ودرېده او شاوخوا ئې د خونی و شيانو ته وكتل چی دا زه چېری راغلی يمه.

اوس ماڼو خرامانه خرامانه د هغه په خوا را روانه سوه . دا مهال هغه سپين ږيرئ په خپلی اوږدې كرسۍ كښی ناست وو او بچی ته ئې كتل . ماڼو په رښتيا ډېره ښائسته او خوندوره وه او سترګو خو ئې بيا زيات خوند كوئ . د هغه دغسی مينه ورباندی راغله ، ماڼو ئې راواخيسته او په خپلی غوځی كښی ئې كښېنوله . بچی ګرسره دا نه څرګندوله چی هغه ناولد دئ ، اول ئې په هغه خپله ملا وموږله او بيا لوړ وخوت او د هغه په وږو كښېنستئ . د ماڼو دې چم د سپين ږيری زړه ور خوشحاله كړئ ، هغې نور خوند وركړئ او په زوره زوره ئې وخندل . اوس هغه بيرته په ډېر چم بچئ له وږو كښته كړئ او دوه درې ځله ئې بيا سر ور ښكل كړئ ، ماڼو هم په ځواب كښی د بوډا په ځيګر دوه درې واره خپل مخ وموږئ . دې مينی د بوډا روح ور تازه كړه ، په ټول وجود ئې يوه زوروره خوشحالی خوره سوه ولی چی هغه له ډېری مودې د چا مينه نه وه ليدلی او نه ئې ورسره كړی وه . ډېر پخوا به د مينی ددغه لېونتوب اظهار هغه د خپل يواځنی زوئ سره كوئ چی هغه وخت ماشوم وو ، خو اوس ئې زوئ له ډېره وخته ورڅخه ورك وو.

دا مهال ماڼو د هغه له غوځی ټوپ كړل او په خونه كښی ئې لوبی پيل كړې ، كله به ئې يو لوشئ را چپه كړئ ، كله بل ، خو هغه د بچی له دغو بدو خوا نه بدوله بلكه خوند ئې ورباندی اخيست او د هغه په چمو ئې د لېونی غوندی خندل .

اوس چی څرنګه ماڼو د بخارۍ په خوا مخ كړئ ، په يوه ټوپ كښی لوړه ورباندی وخته ، نو سپين ږيرئ په تېزۍ او لېونتوب سره ولاړ سو .

” نه ماڼو ! دلته زما د زوئ انځور پروت دئ ، دغه به نه را ايله كوې ، كنۍ فرېم او ښيښه دواړه به ئې مات سی او دغه انځور په دې لوی دنيا كښی زما يواځنئ دولت دئ چی زه زړه ورباندی خوشحالوم او ژوندئ می ساتی . “

هغه انځور راواخيست او بيرته په كرسۍ كښی كښېنوست . په دغه انځور كښی يو سوروسپين د لويو برېتو خاوند ښكلئ فوځی كرنل چی د څلوېښت پنځه څلوېښت كلو وو ، د هغه ښائسته ماډرنه كورداری چی پر سر ئې پړونئ نه وو او سره وېښتان ئې خلاص وو او درې واړه واړه خوندور بچی ناست وو چی انګرېزی جامې ئې په تن وې . هغه تر ډېره خپل زوئ او د هغه بچيان ښكلول ، خو خپلی نږور ته ئې په عجبه نفرت كتل.

د هغه كورداری ډېره پخوا مړه سوی وه او هغه په ډېری خوارۍ خپل زوئ را لوئ كړئ وو ، بزګری به ئې كوله ، د كلی د خان منتونه به ئې وړل او په خپل زوئ ئې سبق وايه . زوئ ئې هم خورا هوشيار او خواری كش وو ، ځكه خو ئې په فوځ كښی ډېر زر د كرنل تر چوكۍ ځان ورسوئ.

سپين ږيری د زوئ په لړ كښی ډېر ارمانونه درلود چی هغه په خپلی نوكرۍ سی ، نو دئ به وسا سی ، خو هغه نه سو وسا . اول خو ئې زوئ تر كلو په نورو ښارونو كښی ورك وو ، خو بيا چی خپل ښار ته راغئ او دئ په ډېر لوئ زړه د هغه د چاوڼۍ بنګلې ته ورغئ چی زوئ زه تر اوسه په خپل راتګ ولی نه يم خبر كړئ ، نو هلته چی اول شی هغه ولړزوئ ، هغه دا وو چی زوئ ئې و خپلو درو سرو ښكلو بچيانو ته دا نه ووئيل چی دئ ددوئ نيكه دئ ، بلكه ورته وئې خندل چی دا زموږ كليوال دئ او هسی زما د ليدلو دپاره راغلئ دئ .

شپه هغه د زوئ د مهمان خانې په ځائ د بنګلې د اردلی د كوارټر په يوې خالی خونی كښی تېره كړه چی تر سحاره موږكانو منډی پكښی وهلې او زوئ او د هغه اولاد بيا نه وراغلل . بس هر خدمت ئې د بنګلې اردلی كوئ ماخوستن ډوډۍ ، بيا چاې او وروسته د سحار ناشته هم دغه اردلی وركړه.

ګهيځ مهال وو چی زوئ ئې په خپلی ښكلی او خوندوری وردۍ كښی ورته راغئ او په لاس كښی ئې د نسواری رنګ بيت هم وو چی د هغه رعب ئې نور ورزياتوئ چی بابكه يوه خبره درته كومه ، خوا به نه بدوې ، بل واره به زما كره نه راځې ، زما كورداری چی زما سره په فوځ كښی ډاكټره ده ، ډېره بد مزاجه ده ، د ښار ماډرنه او ازاد خياله ښځه ده ، پخپل ژوند كښی د بل چا مداخلت ګرسره نه خوښوی ، خو ته ئې چرت مه وهه ، ستا زوئ به ستا د هر ضرورت خيال ساتی ، هره مياښت به هلته كلی ته زما سټاف په سركاری ګاډۍ كښی ستا د ضرورت هر شئ او ښه ډېره پيسه در رسوی او ته به كله هم نه ئې خوار .

د زوئ په دغه وزه د هغه زړه خورا دړد وكړئ او و هغه ته په خپلو غوږو يقين نه راتلئ چی دا څه اورم ، ولی چی هغه خو زوئ په ډېر لوئ زړه ساتلئ وو او كله ئې دغه خبره و روح ته لا نه وه راغلی چی هغه ظالم به دومره بې حسه هم سی.

بيا و هغه ته اردلی اشاره وكړه چی ځه اوس ولاړ سه ، دا مهال خو د هغه زړه وغوښت چی په زوره زوره چيغی كړی ، وژاړی ، سر له دېوال سره ووهی ، ولی چی دا هر څه ئې زوئ په خپلو سترګو ليدل او هغه د بل چا هم نه ، د خپل زوئ له كوره پسی اخيستل كېدئ ، خو هغه په ډېری خاموشۍ او مېړانی د خپل هغه ګران بچی له خوندوری بنګلې راووتئ د چا له سوبه چی ده ډېر خوبونه ليدلی وو ، خو هغه ټول نن خاوری وو ، هغه ورځ وه او نن وو چی بيا هغه د زوئ مخ نه وليدئ . دغه رنګين انځور هم زوئ ورالېږلئ وو او كه څه هم  دا وخت د خپل كرنل زوئ له سوبه له هغه سره پيسه او هر څه ډېر وو چی هغه به په خپل سټاف په فوځی جيپ كښی په باقاعدګۍ سره ورا لېږل ، خو هغه په رښتيا سره ډېر غريب وو او د بې وسۍ بې خونده ژوند ئې په يكړ سر تېروئ.

اوس چی د ماڼو بازۍ او بيا ئې له هغه سره مينه زياته سوه ، نو د هغه زړه بې اختياره راډك سو ، د انځور د لوئ فرېم په ښيښيه ئې سر كښېښوئ ، له ژړا ډوب سو ، بلكه دا مهال ئې داسی په ارمان ژړل چی كه چا ليدلئ وائ ، نو هغه به هم ورسره ژړل .

اوس د هغه و زړه ته يو نوئ خيال راغئ چی د ماڼو مور او د كور خاوندان به ئې د هغې په وركېدو ډېر پرېشان وی . ماڼو به كلی ته يوسم ، په يوې كوڅې كښی به ئې ايله كړم او چی د هر كور وه ، وخپلی درګاه او ځائ ته به په خپله ولاړه سی ، ولی چی دا هوشياره ده ، خپل كور به پېژنی او كه داسی نه وه نو مور به ئې وراسی ، ځكه ئې نو اوښكی صفا كړې.

هغه ماڼو په ډېره مينه ښكلوله ، په خپل فوځی اوږده كوټ كښی ئې پټه كړه ، له خپلی كوټې دباندی راووتئ او د كلی په خوا ئې مخ كړئ . عجبه ده په ټوله لاره هغه له ماڼو سره او ماڼو له هغه سره مينه كوله او دواړو له يو بله فراغت نه موند.

” زما ښائسته بچئ ، زما ګران سپين بچئ ، ته دمخه ولی نه راتلې زما لاليه ، تر ښكلی مخ دی قربان سم .”

هغه پر له پسې ګائيدئ او په مينه كښی ډوب وو .

سپين ږيری د كلی د سر په يوې كوڅې كښی ماڼو ايله كړه او تر ډېره ئې په مينه ورته كتل ، بيا ئې بيرته ښكل كړه او ځنی روان سو .

ماڼو تر ډېره په واوره كښی ناسته وه او و هغه بوډا ته ئې په عجبو سترګو كتل چی دا وخت لېری ځنی روان وو ، په يوه ورځ كښی ئې تر خپلو كوروالاؤ زياته نازولی وه ، بلكه له مينی ډك او ټول مينه مينه وو .

دويمه ورځ چی سحار سو ، نو د شاوخوا باغوانان حېرانه سول ، ولی چی ژړګل اكا له خپلی كوټې نه راووتئ . څاښت مهال سو ، خو لا د خونی دروازه ئې بنده وه .

اول خو باغوانانو انتظار وكړئ چی اكا به راووزی ، خو چی دروازه بيا هم نه سوه خلاصه ، نو نږدې ورغلل ، و اكا ته ئې ور ناری كړې ، خو بيا چی ئې هم د هغه ږغ نه واورېد ، نو د خونی دروازه ئې ماته كړه.

هغوئ چی څرنګه ورننه وتل ، نو حېران پاته سول . اكا په خپلی اوږدې كرسۍ كښی مړ ناست وو ، ساه ئې ختلی وه او په پشو كښی ئې چی چېری يو مات فريم پروت وو چی هغه په ډېری بې دردۍ په خپلو ګوټو كوټلئ وو او انځور ئې ور څيرلئ وو چی رټی پټی او خاښې خاښې وو ، هلته ئې په غوځی كښی د پيښی يو بچئ هم ناست وو چی د تك سپين رنګ وو ، خورا ښكلئ وو ، په غاړه ئې سره ګران بيه غاړګۍ ځړېده ، ښائستې سترګی ئې وې او ټولو ناولدو ته ئې په حېرانتيا كتل .

                                                                  پائ

                                                                                           ستمبر كال دوه زره نهه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *