د زمری کامران او لمر نیازي د وهلو په اړه غبرګون په پكتيا كې د افغانستان د ژورنالستانو ملي اتحاديې او د پكتيا ولايت دژورنالستانو خپلواكې ټولنې مشرتابه او غړي د خپلو دوو تنو غړو ژورنالستانود وهل كېدو او ښكنځلو له امله سخت خواشيني دي ، د هېواد په ګوټ ګوټ كې له خپلو هم مسلكانو څخه غواړي چې د دې پېښې په څيړلو او د دواړو وهل شويو كسانو د حيثيت د اعاده كېدو په برخه كې دپكتيا ولايت له ژورنالستانو سره خپل غږونه غبرګ كړي . په پكتيا كې د افغانستان د ژورنالستانو ملي اتحاديې او د پكتيا ولايت د ژورناليستانو خپلوداكې ټولنې ګډ مشرتابه د خپلو دوو تنو غړو ، لمرنيازي او زمري كامران چې د خپلې اصلي دندې (ژورنالستيكي فعاليتونو ) تر څنګ يې د افغانستان په كچه ديوې ملي پروسې په تطبيق (د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د ټاكنو پروسه ) كې د بې پرې اورڼو ټاكنو د تر سره كېدو په هيله موقتي دندې درلودې ، د زورواكانو له خوا د هغو وهل ټكول او ښكنځل په كلكه غندي ، د افغانستان د ټاكنو خپلواك كميسيون ، د ټاكنيزو شكايتونو خپلواك كميسيون ، بشري حقونو خپلواك كميسيون ، د ژورنالستانو دملاتړ ادارو ، حقوقي او قضايي او نورواړوندو ارګانونو څخه په كلكه غواړي چې د دواړو ژورنالستانو او د ملي پروګرام د پلي كوونكو ( لمر نيازي او زمري كامران ) د وهلو او ډبوولو عاملين ژرتر ژره د قانون منګولو ته وسپاري . زمرى كامران چې د پكتيا ولايت د زرمت په ولسوالۍ كې د ټاكنو د خپلواك كميسيون له خوا د سيمه ييز ناظم په توګه ګمارل شوى وو ، د وري ياحمل دمياشتې د ۱۶ نېټې څخه يوه ورځ وړادې د زرمت ولسوال كفتان اخلاص په امر د پوليسو له خوا ډبول شوى او لمر نيازى په خوست كې د ټاكنو د خپلواك كميسيون له خوا د سيمه ييز ناظم په توګه دنده درلوده چې تېره ورځ د وسله والو كسانو له خوا لومړى تښتول شوى او بيا سخت وهل شوى دى . د دواړو پيښو لامل د دواړو وهل شويو ( لمر نيازي او زمري كامران ) له خوا په شفاف ډول د ټاكنو په تر سره كولو ټينګار او د مقابل لوريو لخوا د يو يا دوو ځانګړو نوماندانو لپاره د رايو په كار وولو كې پرجعل ټينګار ښودل شوى . لكه څرنګه چې د ژورناليزم اساسات پر بې پريتوب ، روڼوالي ، ناپييلتوب ، عدل او انصاف ولاړدى ، د ټاكنو بهير هم دې ته ورته اساسات لري چې بې له شكه هر مسلمان او بيا ژورنالست ولو كه په هر پست او دنده كې چې وي ، دې اصل ته وفادار وي . د دې اصل او اساساتو مخالفين هر څوك چې وي ، زموږ لپاره د منلو وړ نه دي ، او د دوى له خوا هر ډول زور زياتى چې د ټولنې پر هر قشر وي دغندلو دى موږ يې غنندو .

يو ځل بيا د دولت او غير دولتي د حق او عدالت څخه د ساتنې او پلي كوونكو ادارو څخه غواړو چې د يادو پيښو جدي څارنه وكړي او ژر تر ژره عاملين د قانون منګولو ته وسپاري . ياده دې وي چې د غو د وړاو ملي مبارزينودوه كاله وړاندې هم د يوې ټولنيزې مسئلې د څيړلو او خپروولو له امله په پكتيا كې د زورواكانو له خوا وهل او ټكوول خوړلي وو خو حق تلفۍ ته يې غاړې نه وې ايښې . د پېښې د جدي پلټونوپه هيله پكتيا كې د افغانستان د ژورنالستانو د ملي اتحاديې او دپكتيا ولايت دژورنالستانو خپلواكې ټولنې مشرتابه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *