يوه ورته ويل
ته زمرى يې، ستا زور او ځواک د زمري او شاهين غوندى دى، که غوسه شې نو هېڅ سيال نه لرې او که الوت وکړې، نو هره لوړه ژوره دې له سترګو پټه نه پاتې کېږي.
بل ورته ويل
ستا ګاونډيان لا نه وو پيدا شوي، چې ستا نيکونه ددې ځمکې پاچاهان وو، له ډېرو سرکښو پاچاهانو يې باج اخيسته او په ګڼو ملکونو يې لښکر کشي کړې وه.
ځينو به ورته ويل
ته خو پنځه زره کلن تاريخ لرې. ته ولې د نړۍ اوسنيو غوښتنو او سيالۍ ته سر ټيټيوې، دا خو ستا له پاره شرم دى، همدا وياړ او پرتم دې بس دى، چې نيکونو دې ګڼ مغرور پاچاهان او سرزورې لښکرې را نسکورې کړې دي.
يوه خو لا داهم ورته ويل، چې ستا وطن د امپراتوريو هديره ده، دلته هر يرغلګر سر بايللى او ستا تاريخ په توره او خنجر ليکل شو ى دى. کوښښ مه کوه، چې په قلم يې تازه کړې.
افغان ددې خبرو په اورېدو په سوچ کې شو، د يو ډول غرور احساس يې وکړ، له کوره د وتو اداره يې بدله کړه، بېرته يې د کوټې د کړکۍ پردې کش کړې، چې هسې نه د سهار راختلى لمر او د مرغانو چغار يې له خوبه ونه باسي.
٢٠١٤ اپرېل ١٣مه