کل رحمن رحماني

     ټولو د وسلو په زور خبرې کولې. يوه په سهار دروازه ور ټکوله بل ماښام.  خپلې وسلې او ځواک به دومره غرور ورکړى و، لکه د کوم مفتوحه وطن له اوسېدونکو سره چې مخ وي او خپل پاچا ورته  د هر ظلم او تېري جواز ورکړى وي.

   له باغيانو سره يې توپير يواځې په جامو کې و، نور د دواړو خواوو په سترګو کې وحشت او جهالت په څپو و، د بې ځايه غچ او کرکې سپرغۍ ترې بادېدلې، هر يوه خپله غوسه په کليوالو سړوله.

   هغوى چې پاچا د باغيانو په لټون او وژنه پسې را استولي وو، له ځان سره يې د هر ډول ظلم او وژنو فرمان هم راوړى و. دوى فکر کاوه، چې ددې کلى هر سړى باغي دى، خو د ولس فکر بيا بل ډول و او نور په دې يقيني شوي وو، چې دا ځل باغيان په بدلو او منظو جامو کې له نوو وسلو راغلي دي، ځکه چې په دواړو کې مدني صفتونه او په نرمه لهجه د خبرو کولو هنر نه و او  د دوى مېلمه پالنې او کليوالي خويونو ته يې د چاپلوسۍ، ملامتيا او وېرې په سترګه کتل.

   د دوى دواړو فطرت بيخي يو ډول و، خپله دواړه خواوې لا هم په دې نه پوهېدې چې د يوې خوا تر شا د نړۍ لوى او د بلې تر شا د نړۍ وړوکى شيطان ولاړ دى، خو يواځې ولس دى، چې تر شا څوک نه لري، يواځې  کليوال د خپلو اوښکو او  وينو په سمندر کې د مظلوميت خاموشه چيغې وهي او دغه کاغذي زمريان خپلو بادارانو ته د بريا او فتحو پيغامونه استوي.

٢٠١٤ اپرېل ١٢مه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *