خبرپاڼه
کندهار، افغانستان- وسله والو طالبانو څو ورځي وړاندي پنځه تنه عام وګړي چي په سيمه کي يې مزدوري کوله، برمته کړل.
د رواني مياشتي پر شلمه نېټه وسله والو طالبانو د کندهار د تخته پل ولسوالۍ د ملايت په سيمه کي پنځه تنه عام وګړي چي څلور يې د وردګو ولايت اوسېدونکي او يو هم د يادې ولسوالۍ ځايي اوسېدونکی و او په ياده سيمه کي يې د ملي پيوست له پروګرام سره مزدوري کوله، تر برمته کېدو وروسته دوه تنه په ډېره بې رحمانه ډول وژلي دي.
خو درې تنه نور د سيمي د ځايي اوسېدونکو، سپين ږيرو او مخورو تر زياتو هلو ځلو وروسته خوشي سول.
وسله وال طالبان چي وخت پر وخت يې دې ته ورته پېښې پر عامو خلکو د ظلمونو بېلګي دي، دوی د خپلو بادارانو او شمو اهدافو ته د رسېدو لپاره هر ډول ظلم او زياتی په بې درېغه ډول ترسره کوي.