تاند- د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو د جرګې ريیس جان بوهنر(John Boehner,) د دې جرګې د جمهوریتپال ګوند د غړیو د یوه پلاوي په مشرۍ افغانستان ته په سفر کې په دې هیواد کې د امریکايي پوځیانو د پاتې کېدو پر ضرورت ټینګار وکړ او همداراز یې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو په اړه خبرې وکړې.
د امریکايي رسنیو د راپور له مخې دا خبره په واشنګټن کې د ښاغلي بوهنر دفتر وکړه.
ده او ورسره ملګري پلاوي د افغانستان دوه ورځینی سفر د یکشنبې په ورځ پیل کړ.
بوهنر او د کانګریس د استازو جرګې ۷ غړیو د دوشنبې په ورځ په کابل کې د امریکا له سفیر او په افغانستان کې د ناټو له قومندان سره ولیدل.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما غواړي چې د سږ کال ترپایه له افغانستانه خپل ټول پوځیان وباسي. خو ډېری جمهوریتپال، په تېره بیا د کانګریس د دواړو جرګو جمهوریتپال غړي په دې تاکید کوي چې له ۲۰۱۴ وروسته دې هم امریکايي پوځیان په افغانستان کې پاتې شي څو افغانستان بیا بې ثباته او د طالبانو په شمول د نورو سخت دریځو پر ځالې بدل نه شي.
د بوهنر دفتر ویلي چې افغانستان ته د ده او ورسره ملګري پلاوي د سفر هدف دا دی چې د امریکا د استازو جرګې دا زغرد پیغام اعلان شي چې دا جرګه په افغانستان کې د مناسب شمېر امریکايي پوځیانو د پاتې کېدو غوښتونکې ده.