د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ته رسېدلي معلومات په ډاګه کوي، چې د ولسمشرۍ کانديدانو لپاره اکثره درغلۍ د ولايتي شوراګانو نوماندانو کړې دي.
د ولسي جرګې غړي وايي، د ولايتي شوراګانو نوماندانو سيمې وېشلې وې، دوی د سيمو په کچه د درغليو شبکې رامنځته کړې وې، په يو شمېر سيمو کې يې واليان، ولسوالان، امنيه قومندانان، د ټاکنو کمېسيون محلي کارکوونکي او نور چارواکي په پيسو اخستي وو.
په ټاکنو د څار بنسټ (فيفا) د ارزونې له مخې، د ټاکنو په ورځ په ۱۴۱ محلونو کې د کانديدانو لپاره صندقونه په درغليو ډک شوي، چې پدې کې د ولايتي شوراګانو یو شمېر نوماندان هم لاس لري.
د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ته رسېدلي معلومات په ډاګه کوي، چې د ولسمشرۍ کانديدانو لپاره اکثره درغلۍ د ولايتي شوراګانو نوماندانو کړې دي.
پدې کې داسې کانديدان هم شته، چې تر سل زرو ډالرو پورې يې رشوتونه ورکړي او له ولسمشرۍ څوکۍ کانديدانو سره يې ددې پر سر معاملې کړې چې؛ له خپلو سيمو به ورته رايې راټولوي او صندقونه به ډکوي.
د ټاکنو څارونکي وايي، د ولايتي شوراګانو کانديدان سيمو ته تلای شول او هغوی په خپلو يو شمېر سيمو کې د چارواکو په مرسته صندقونه ډک کړي دي.
ځايي خلک ادعا کوي، د ولايتي شوراګانو کانديدانو په ډېری سيمو کې ولسوالان، امنيه قومندانان، د ټاکنو کمېسيون محلي کارکوونکي او څارونکي په پيسو اخستي وو، چې د دوی او د دوی د خوښې ولسمشرۍ کانديدانو ته د رايو صندقونه ډک کړي.
د شفافو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فيفا) وياند محمد فهيم نعيمي وايي، د ټاکنو په ورځ مو چې کوم څه راټول کړي، په ۱۴۱ محلونو کې د کانديدانو لپاره صندقونه ډک شوي دي. دی زياتوي ډېرې نورې درغلۍ هم شوې، چې پکې د ولايتي شورا یو شمېر نوماندان هم لاس لري.
په ډېری شمېر سيمو کې خو د ولايتي شوراګانو کانديدانو ځايي خلک او ان يو شمېر محلي چارواکي هم تهديد کړي او ګواښلي دي، خو په دې اړه لا راپورونه پټ پاتې دي.
څارونکي وايي، د ولايتي شوراګانو کانديدانو د ولايتونو او سيمو په کچه د درغليو شبکې رامنځته کړې وې، په هغو کې واليان، ولسوالان، امنيه قومندانان او نور چارواکي سره راټول وو.
په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازې مسعوده کُروخي وايي، له ښارونو وتلي په ستره پيمانه درغلۍ شوې او زياتو درغليو ته په لرې پرتو سيمو کې زمينه برابره وه: ((په لرې پرتو سيمو کې څارونکي نه وو، نو له دې امله هورې د درغليو ګراف لوړ وو. په ډېری ولايتونو کې له وړاندې د ټاکنو کمېسيون محلي کار کوونکي (ډي، اف، سي) د ولايتي شوراګانو د کاندیدانو خپلوان او يا نېږدې ملګري د روابطو په اساس ټاکل شوي وو.))
اغلې کُروخي وايي، د ولايتي شوراګانو هغه نوماندان چې د ښارونو وو، په خپلو سيمو کې هومره رايې نه دي خپلې کړې، لکه له يوې لرې پرتې ولسوالۍ يې چې راټولې کړې، له داسې يوې سيمې، چې څوک پکې پېژني نه، دا ځکه چې دوی هورې درغلۍ کړې، له چارواکو او مسوولينو سره يې معاملې کړې دي.
د ولسي جرګې غړي وايي، د ولايتي شوراګانو نوماندانو سيمې سره وېشلې وې، داسې شوي، چې د هر کانديد لپاره په همغه سيمه کې بشپړ صندق ډک شوي: ((په رايو کې هېڅ ډول تناسب نه وو، چې دا خپله پوښتنه راپيداکوونکې مسئله وه.))
څارونکي وايي، له يو شمېر سيمو نه د رایو صندقونه ډک راغلي، حال داچې هورې د رايو ورکوونکو شمېر بيخي محدود وو:((د ترلاسه شويو اسنادو او شواهدو له مخې، په ډېری ولايتونو کې د رايو صندقونه په کورونو کې ډک شوي او په مستيماً توګه د ډي اف سيانو ترڅنګ د ولايتي شورا نوماندان هم په هغو محلونو کې تر سترګو کېږي، چې د ځانونو لپاره رايو صندقونه ډکوي.))
په ډېری ولايتونو کې ولايتي شوراګانو ته له يوه کوره درې څلور کسان درېدلي دي. دوی هڅه کوي، چې ولايتونه په خپل انحصار کې ونيسي او د پيسو په زور غواړي ځانونه او مافيايي کړۍ بريالۍ کړي.
د ټاکنو کمېسيون وايي، د سلکونه محلونو رايې يې قرنطين کړې دي، خو د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون بيا د کابو ۳۰۰ محلونو د قرنطین شویو رایو وایي. د ټاکنو د قانون د ۵۸ مادې له مخې، قرنطین شوي صندوقونه به د مشاهدینو او څارونکو پر وړاندې ارزول کېږي.
د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د معلوماتو له مخې، تر اوسه پورې ټول ۳۲۰۰ شکايتونه ورسره شريک شوي، چې له ډلې يې ۱۸۹۲ مستند او په دې کې ۸۷۰ په الف رديف کې راځي، چې ۷۵ سلنه يې ارزول شوي دي.
د دوی په وينا، له دې ډلې شکايتونو ۳۳۸ يې د ولسمشرۍ د کانديدانو په تړاو او ۵۳۷ يې د ولايتي شوراګانو د نوماندانو په اړه او ۱۰۱۷ شکايتونه د ټاکنو کمېسيون د کارکوونکو په تړاو تر ټاکنيزو شکايتونو کميسيون پورې ور رسېدلي دي.